فارياب: د دوستم ملېشو درې زره پښتتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

کډه شوې کورنۍ وايي چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت لومړي مرستیال او نوموتي جنګسالار عبدالرشید دوستم د طالبانو پر وړاندې د خپلو ملېشو د تیاري خبر ورکړ.

نوموړي وویل چې د هغه او د عطامحمد نور د ګډ ملیشه يي ځواک پر ملګرتیا به افغان عسکر په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي، چې د ده په خبره په «شمال» کې به د طالبانو د له منځه وړلو عملیات وي.

دولتي سرچينو نن په فاریاب ولایت کې د دې عملیاتو د پیل خبر ورکړ، چې تر عملیاتو لاندې ساحې نه درې زره کورنۍ چې ډېری يې پښتانه دي له سیمو شړل شوي دي.

د فارياب چارواکو بې بې سې ته ویلي، چې دغه درې زرې کورنۍ د جګړې له وېرې له سیمې نه وتلې دي، خو د المار، قیصار او پښتونکوټ له ولسوالیو نه کډه شوې کورنۍ وايي چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.»

له بله اړخه د دوستم او عطامحمد نور د ملېشو قومندانان په دې سیمو کې مېشت پښتانه د طالبانو پر ملاتړ ملامتوي او په خبره يې طالبان د ولس په ملګرتيا د دوی پر وړاندې ولاړ دي.

جنرال دوستم تېره ورځ هم له خپل تلویزون «آینه» سره په خبرو کې وویل چې طالبان د دوی دښمنان دي، نه «وروڼه».

پوځي شنونکو د چنګاښ پر لومړۍ د عطامحمد نور او دوستم له لوري د ګډې ملېشې رامنځته کول د یو قوم لپاره توطییه وبلله او دا يې د ګډ حکومت پر وړاندې یو بله ننګوينه یاده کړه.

عبدالرشید دوستم چې تر دې وړاندې هم پر ګڼو بشري جنایاتو ککړ پېژندل شوی دی، په خپل ټاټوبي شبرغان کې ژمنه وکړه، چې تر هغو به ارګ ته ونه ګرځي، چې تر څو يې طالبان له شماله شړلي نه وي.

دا په داسې حال کې دی چې تېر ماښام هم د هېواد په شمالي ولایت بدخشان کې نږدې دوه سوه تنه دولتي عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د