کابل: د ملي اردو ۷۰۰ عسکر او افسران استعفاوې ورکوي

د دې ځانګړې قطعې سلګونه عسکر ګډ حکومت د دوی پر وینو «سوداګر» بولي او وايي چې دوی يې د خپلو شخصي ګټو لپاره جنګوي.

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): په بدخشان کې د لسګونو تنو عسکرو له تسليمي وروسته په پلازمېنه کابل کې د ملي اردو ۷۰۰ عسکرو او افسرانو له خپلو دندو د استعفا هوډ کړی دی.

د شپږم ضربتي کنډک د لومړۍ لېوا د ځانګړې قطعې دغه عسکر او افسران وايي چې تر اوسه یوازې له بدخشانه د اردو د عسکرو ۸۰ جسدونه رارسېدلي دي، چې په خبره یې د دوی د «شهادت زمه وار ګډ حکومت دي».

دغه عسکر وايي چې تر اوسه د دوی ۱۳ افسران مستعفی شوي دي، چې د دوی همدا لاره ده او په خبره يې دوی حکومت ته کوم ارزښت نه لري.

د دې ځانګړې قطعې سلګونه عسکر ګډ حکومت د دوی پر وینو «سوداګر» بولي او وايي چې دوی يې د خپلو شخصي ګټو لپاره جنګوي.

د همدې شپږم کنډک یو تن عسکر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي په کابل کې نن ټکی اسیا ته وویل چې لوړ پوړي پوځي مسوولین په رسنیو کې تل «دروغ» وايي، خو په وینا يې «حقیقت» دوی ته معلوم دی چې په جګړه کې څه تېرېږي.

دې عسکر وویل چې رسنۍ لا هم د بدخشان پېښه کمزروي یادوي، خو په داسې حال کې چې د اتیا تنو عسکرو جسدونه پلازمېنې ته رارسېدلي دي.

دې عسکرو وروسته له هغه دغه هوډ وکړ، چې په ګڼو سیمو کې يې ملګري د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې پاتې شوي دي او دولت مرسته نه ده ور رسولې.

ياده دې وي دولتي رسمي سرچينو تر اوسه د شپږم کنډک د ځانګړې قطعې د لومړۍ لېوا د سلګونو عسکرو د استعفا په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار ادارې پخپل راپور کې ویلي و، چې يوازې په تېر کال کې د اردو پنځلس زرو عسکرو خپلې دندې پرې اېښې وې.

په روان کال کې چې له طالبانو سره د جګړې ټول مسوولیت د افغان عسکرو په اوږو دی، له امريکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې د دوی بهرني همکاران يې یوازې د تمویل، مشورې او روزنې دنده پر غاړه لري، خو د شنونکو په قول د بهرنیانو پر همدې ژمنو هم عمل نه دی شوی، چې په پایله کې افغان عسکر د طالبانو پر وړاندې جګړه د پردیو شخصي ګټو لپاره د ځان «قربانول» بولي او هڅه کوي چې له لیکو ووځي.

په دې کچه د ملي اردو سرتېري او افسران داسې مهال استعفا ورکوي چې تېره اوونۍ په لوګر کې د بهرنیانو الوتکو د دوی پوسته بمبار کړه، خو ولسمشر غني یوازې په خواشینۍ بسنه وکړه او دا پېښه یې ونه غندله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د