افغانستان

طالبانو وردوج کې ۱۲۰ اسیر پولیس خوشې کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هغه ۱۲۰ عسکر بېرته خوشې کړي چې پرون مازیګر ورته په جګړه ګې تسلیم شوي وو.

د دغه ولایت یوه سیمه‌ییز چارواکي هم منلې چې ۱۰۷ تنه پولیس طالبانو بېرته خوشې کړي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا تایید کړې چې ۱۲۰ پولیس يې د قومي سپين ږیرو په منځګړتوب د «کلکو ضمانتونو» په اخېستلو سره بېرته خوشي کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې پولیسو پرون په دې شرط دوی ته خپلې وسلې او قرارګا تسلیم کړه چې د بېرته خوشې کېدو ژمنه ورسره وشوه. د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «دوی هم د اسلام او هیواد په ضد د کابل ادارې سره په مرسته کولو سخت پيښيمانه ول».

تر دې وړاندې د بدخشان چارواکو هم منلې وه چې په بدخشان کې پولیس د یوې معاملې له مخې طالبانو ته تسلیم شوي او ټول مهمات ترې طالبانو اخېستي دي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې یو ځل بیا ویلي چې له هر هغه چا سره به «انساني او اسلامي چلند» وکړي چې د دولت له لیکو راووځي، وسلې پر ځمکه کیږدي، خپل مسلمان افغان ورونه ونه وژني او د دوی له مخالفته لاس واخلي.

د بدخشان امنیتي ځواکونو هم منلې وه چې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې یوه لویه قرارګاه او لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

کورنیو چارو وزارت دغه خبر نن رد کړ او د پولیس تسلیمیدل یې ونه منل.

په بدخشان کې د طالبانو لاس ته په پوځي مهماتو بار د دغې قرارګاه او ۱۲۰ تنو عسکرو د بېرته خوشې کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ګډحکومت مرستیال ولسمشر او مشهور جنګسالار دوستم په جوزجان ولایت کې سوګند کړی چې تر هغه پورې کابل ته نه ستنیږي ترڅو یې چې په شمال کې د طالبانو جرړې نه وي ایستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x