دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه – دويمه برخه

محمد لقمان حامد

د اولاد د ښې روزنې ثواب

حضرت انس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وایي:چا چې د دوو ماشومانو ښه روزنه وکړه تر دې پورې چې دواړه بلوغ ته ورسیږي د قیامت په ورځ به دواړه د دې دواړو ګوتو په برابر یوځای راځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه ګوتې یوځای ونیولې او اشاره يې ورته وکړه.(مسلم شریف)

ګټه:له دې حدیث څخه څرګندیږي چې د اولاد ښه روزونکی به د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو زیات نږدې وي،او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نيږدې والي دلیل دی،نو ایا د داسې بختور سړي په کامیابي کې څه شک شته؟

په میرمنې د خاوند حقونه

قرانکریم وایي: الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ ۚ فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَالّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِى الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 34]

ژباړه: نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چي الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛ نو کومي ښځي چي صالحي دي، هغوى د فرمان منني خوى لري او د نارينه ؤ په غياب کښي د الله تر ساتني او څارني لاندي د هغو د حقوقو ساتنه كوي. او تاسي چي د كومو ښځو له سرغړوني څخه اندېښمن ياست، هغوى (لومړی) پوه کړئ، (بیا) د خوب ځايونه ورڅخه جلا کړئ او (بیا) و یې وهئ، نو كه هغوى ستاسي فرمان برداري شي نو هغو ته د لاس غځوني لپاره بېځايه پلمې مه جوړوئ. باور ولرئ چي له پاسه الله شته چي لوى او لوړ دى.

ګټه: له دې ایت څخه معلومیږي چې الله تعالی سړي پر ښځو باندې حاکمان ګرزولي دي،او سړي یې پر ښځو باندې غوره کړي دي ، که چرته ښځه د خاوند خبره نه مني نو خاوند ته پکار ده چې نصیحت ورته وکړي .که چرته ښځه د خاوند په نصیحت کولو سره هم سمې لارې ته نه راځي نو بیا خاوند ته پکار ده چې له خپلې میرمنې څخه خپله بستره بیله کړي او که له دې سره بیا هم ښځې د خاوند خبره نه منله نو خاوند ته دا حق شته چې خپله میرمن ووهي، داسې وهل چې په میرمنې د وهلو نښې ښکاره نشي. او دردوونکي وهل نه وي.

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وايی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د کومې ښځې خاوند چې پر کور وي نو ښځې ته پکار ده چې د خاوند له غوښتنې څخه پرته دې روژه نه نیسي.(بخاري)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: که چرته ما دا حکم کړی وی چې یو انسان دې بل انسان ته سجده وکړي،نو ما به ښځې ته دا حکم کړی و چې خپل خاوند ته دې سجده وکړي ،(ترمذي)

حضرت ام سلمه رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلی علیه وسلم وایي: له کومې ښځې څخه چې خاوند خوشحاله وي او دا په داسې وخت کې ومري نو دا ښځه به جنتي وي.(ترمذي)

تشریح: له ایمان څخه وروسته تر ټولو اهم او غوره عبادت لمونځ دی او د لمانځه تر ټولو غوره رکن سجده ده،نو ددې سجدې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي:که چرته یو انسان ته دا جایز وي چې بل انسان ته دې سجده وکړي نو ما به ښځې ته ویلي وای چې خپل خاوند ته دې سجده وکړي .

۱: د الله تعالی او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته په ښځې باندې زیات حق د خپل خاوند دی آیا له دې څخه زیات حق د خاوند په خپلې میرمنې باندې کیدای شي؟
۲: که چرته ښځه یو نفلي عبادت کول وغواړي او په دې سره د خاوند په غوښتنه کې څه خنډ پیدا کيږي نو ښځه د خاوند له اجازې پرته دا نفلي عبادت نه شي کولی.
۳: کومه ښځه چې خپل خاوند د مرګ تر پایه پورې خوشحاله او سوکاله وساتي نو دا ښځه به جنتي وي .

څومره د خوشحالۍ او د نیک بختي خبره ده چې د خاوند په خوشحاله ساتلو سره هم يو ښځه جنت ته تلای شي ،نو هرې مسلمانې ښځې ته پکار ده چې له خپل خاوند څخه په هر حال کې خوشحاله وي او خپل خاوند په هر حال کې خوشحاله وساتي او د مرګ تر پایه پورې د خپل خاوند ښه خدمت وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x