
اشرف غني یو ځل بیا د لوګر په پیښه «خواشیني» څرګنده کړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني، چې د واشنګټن پوسټ په باور د امریکايي ځواکونو په لاس د ملکي تلفاتو په اړه خاموشي غوره بولي، نن له غرمې وروسته په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې یو ځل بیا د لوګر په پیښه یوازې ژوره خواشیني وښوده.
د ولسمشرۍ له دفتره په تازه خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د هغو عسکرو ورثه وو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل چې تېره اونۍ په لوګر کې د امریکايي چورلکو په بمبار کې وژل شوي و.
امریکايي چورلکو د تېرې دوشنبې په ورځ په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې بمونه وغورځول چې په پایله کې يې ۱۲ تنه عسکر ووژل شول.
ولسمشر اشرف غني هغه مهال هم د پیښې په تړاو «خواشیني» څرګنده او له بهرنیو ځواکونو څخه د «احتیاط» غوښتنه کړې وه، خو نن له غرمې وروسته یې د وژل شوو عسکرو کورنیو ته مخامخ د خپلې «خواشینۍ» مراتب وړاندې کړل.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې د خواشینۍ څرګندولو په دغو مراسمو کې هغه پلاوي هم خپل ګزارش وړاندې کړ چې د یادې پیښې د بررسۍ په موخه ګومارل شوی و. خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي.
اعلامیه کاږي: «ولسمشر اشرف غني د هغو عسکرو د پوځي رتبو د فوق العاده ترفیع منظوري هم ورکړه چې په یادې پیښه کې وژل شوي او یا هم ټپیان دي».
اشرف غني همدا راز خوښي څرګنده کړه او د وژل شوو عسکرو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې د امریکا ولسمشر اوباما ورسره ویډیويي خبرې کړي او اوباما د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا او میړانه ستایلي.
ولسمشر په داسې حال کې وژل شوو عسکرو او د هغوی کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، چې د امریکایانو له خوا یې دغه بمباري تر اوسه نه ده غندلې. نوموړي نن په خپلو خبرو کې وویل چې امریکايي مقامات د لوګر په پیښه متاسف دي.
د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني، چې د واک په دوهمه ورځ یې له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، د امریکايي بمباریو په وړاندې غبرګون کې له احتیاط څخه کار اخلي. نوموړی د هغو ۳۴ ملکي وګړو په وژل کیدو تراوسه چوپه خوله دی چې تېره میاشت د خوست په علیشیرو ولسوالیو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.
د ولسمشر له خوا د امریکايي بمباریو نه غندل او د عامو افغانانو په څیر یوازې د «خواشینۍ» څرګندولو د لامل په اړه ویل کیږي چې امریکایانو وار تر له مخه د امنیتي تړون په ترڅ کې د قضايي مصؤنیت په پلمه د ځان د برائت لیکلی سند ترلاسه کړی، چې پر بنسټ یې ګډحکومت او هیڅ قضايي مقام د دې قانوني صلاحیت نه لري چې د امریکایانو د بریدونو مخنیوی وکړي او یا یې وغندي.
که په تشه خواشینی سرگندولودیتیمانواوشکی تم کیدلای نودیتیم کیدلوله غمه به سوک ھم نه زھیریدلو.