نظــر

ای خلکو ويښ شئ!

افغانان له کلونو راهيسې له داسې يوې غميزې سره مخ دي، چې ښايي د بشريت په تاريخ کې ډېر کم ساری ولري. دلته د فزيکي جګړې تر څنګ، فکري، عملي، شعوري او رواني جګړې په پراخه کچه زور ميندلی او هر ورځ ېې د عامو وګړو تر منځ د قربانۍ کچه لوړيږي. دا په داسې حال کې ده چې دولتي چارواکي تر ستوني په فساد او درغليو کې ډوب دي او عام خلک د ښکېلو اړخونو په شخړو کې داسې راګير دي چې د سر پورته کولو وخت نشي موندلای.
که افغانان نور د بې علمۍ او ځانځانۍ له تيارو او خوبه راويښ نشي، نو ډېر زر به ېې نوم، ژبه او هويت له تاريخ او دوی له نړۍ څخه محو شي.  لږ دې ډول ورځنيو سرليکونو ته ځير شئ.

1.      په کندهار کې ځانمرګي بريد، د دريو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون شل تنه عام وګړي ووژل.
2.      په ننګرهار کې يو بل ښوونځی د قرآنکريم په ګډون له زرګونه ټوکه کتابونو سره يو ځای وسوځل شو.
3.      په لوګر کې د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو په پايله کې ۲۷ بېګناه وګړي مړه او دوولس نور ټپيان شول.
4.      په هرات کې د سلګونو تاريخي قبرونو او زيارتونو ليکدړې او ډبرليکونه ورک شوي دي.
5.      ناپېژاندو وسله والو په بلخ ولايت کې د يوې کورنۍ له اوو غړو سرونه پرې کړې دي.
6.      په هرات کې يوې پېغلې د کورني تاو تريخوالي له کبله ځان ته اور اچولی دی.
7.      په ټول افغانستان کې نږدې څلور ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي.
8.      په تخار کې د يوه ښوونځي ۶۰۰ زده کوونکې مسمومې شوې.
9.      په وردګو کې د ناټو د بمبارۍ له کبله ۱۴ عام وګړي مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
10.     په بادغيس کې د واکسينو د کمپاين دوه تنه کارکوونکي ووژل شول.
11.     مخدوم رهين او اسماعيل خان له ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کړه.
12.     په ټول افغانستان کې د زورواکو له لوري د لسګونو ميلياردو ډالرو په ارزښت لسګونه زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
13.     له هلمند ولايت څخه د کانکور په پوهنتون کې د برياليو شوو زده کوونکو شمېر د دايکلندي د ولايت په پرتله يو پر لسه کم دی.
14.     د کاپیسا، بلخ، هرات او تخار له پوهنتونو وروسته د کابل پوهنتون نوم هم په دانشګاه واوښت.
15.     په سمنګان ولايت کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي بريد له کبله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
16.     په کنړ ولايت باندې د پاکستاني راکټونو د بريد له کبله ۴ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شول.
17.     په بغلان کې يو روغتون په بمونو والوزول شو.
18.     په ايران کې  د ۱۳ افغان اعدام  شوو ځوانانو مړي د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
19.     په هلمند کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې د ملي اردو ۱۱ سرتيري ووژل شول.
20.     طالبان وايي: له افغان حکومت سره به هیڅ کله د سولې په اړه خبرې ونه کړي.
21.     د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د پوهنې وزارت اړونده زرګونه ټوکه کتابونه له مياشتو مياشتوراهيسې بند پاته دي.
22.     په کابل کې د خميني او چه ګوارا ورځې ولمانځل شوې.
23.     په خوست کې د دوو قوماندانانو په ګډون د ۳۵ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو.
24.     د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې ۶ وسله وال ونيول شول.
25.     د غزني ولايت د ښوونې او روزنې رياست دوه کارکوونکي وتښتول شول.
26.     د څه د پاسه شپېته ميليارده ډالرو مرستو څخه د ۳۶ ميليارده ډالرو درک نشته.
27.     د بن د کنفرانس په شان په توکيو کې په پښتو ژبه خبرو کولو ته اجازه نه وه.
28.     د کابل کندهار پر لويه لار د سړک غاړې ماين چاودنې د يوه بس موټر ۳۷ تنه سپرلي ووژله.
29.     آسټراليا ته د افغان مهاجرو د تلونکې بېړۍ اوښتو له کبله ۳۰۰ افغانان مړه شول.
30.     په زابل کې د امنيتي ستونزو له کبله د ډېرو ښوونځيو دروازې تړل شوې دي.
د خدای لپاره خلکو نور ويښ شئ، نور خپل هېواد او خپل خلک وژغورئ.

محمود سعيد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x