ورزش

ایرلینډ د غوراوی جام درییم او هانګ کانګ څلورم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۴مه ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام درییم مقام خپلولو لپاره ایرلینډ او هانګ کانګ لوبډلې د لوبې ډګر ته تلل خو دغه لوبه د باران له امله ترسره نشوه.

د ملاهایډ په ښار کې له سهار څخه باران پیل شوی و او د کرکټ نړیوالې ادارې د دغې لوبې ترسره کولو لپاره درې ساعته انتظار کولو څخه وروسته د دغې لوبې نه ترسره کولو پریکړه وکړه.

د کرکټ نړیوالې ادارې ایرلینډ لوبډلې ته د ۲۰۱۵ز کال غوراوی جام درییم او د هانګ کانګ لوبډلې ته څلورم مقام ورکړ. د کرکټ نړیوالې ادارې په وینا د دې لپاره چې ایرلینډ لوبډلې په «الف» ګروپ کې لومړی مقام لري نو له همدې امله د دغې سیالیو درییم مقام دغې لوبډلې ته ځانګړی کړ.

ایرلینډ لوبډلې له دې وړاندې دوه ځلي د دغو سیالیو اتلولي ګټلی و خو دا ځل د خرابې لوبې له امله د هالینډ په وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه او ونتوانیده د ۲۰۱۵ز کال غوراوی سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړي.

بیا هم د هانګ کانګ او ایرلینډ لوبډلو وتوانیدل د ۲۰۱۶ز کال نړیوال شل اوریزو سیالیو ته کوم چې به په هندوستان کې ترسره شي لار پیدا کړي. ایرلینډ لوبډلې خپل ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کولو سره نړیوال جام ته لار وموند خو هانګ کانګ لوبډلې بیا د افغانستان پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکولو سره نړیوال جام په لوبډلو کې خپل نوم ثبت کړ.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره پورټرفیلیډ تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و. نوموړی دغو سیالیو کې ۱۹۰ منډې جوړې کړې چې په دې ډول د منډو جوړولو اوسط يي ۴۷.۵ منډې وې.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره بیا عرفان احمد تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی ثابت شو. نوموړی دغو سیالیو کې ۱۸۵ منډې جوړې کړې او په دې ډول د منډو جوړولو اوسط يي ۲۶.۴۲ منډې وې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره جان موني دغو سیالیو کې ۱۴ ویکټې اخیستو سره تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستوونکی لوبغاړی شو او د هانګ کانګ لوبډلې لپاره حسیب امجد له ۱۲ ویکټو اخیستو سره دغه مقام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x