سکاټلینډ او هالینډ دواړه د ۲۰۱۵ز کال غوراوی جام اتلان شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۴مه ۱۳۹۴ل): نن باید د غوراوی جام پایلوبه د سکاټلینډ او هالینډ لوبډلو تر منځ ترسره شوې وه خو دغه مهمه لوبه هم د باران له امله ترسره نشوه او دواړه لوبډلې د ۲۰۱۵ز کال د غوراوی جام ګټوونکي اعلان شول.’

د سکاټلینډ لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته سختې ماتې ورکولو سره او هالینډ بیا د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته ځان رسولي ول خو د ملاهیاډ ښار کې چې په ټول سیالیو کې باران نه و شوی نن د باران له امله دوه مهمې لوبې خرابې ترسره نشوې.

د سکاټلینډ لوبډل مشر پریسټن مومسن وویل:« د هوا دغه حالت شرموونکی دی خو بیا هم غوراوی جام یوه غوره ټورنمنټ و. د ایرلینډ په خلاف لوبه یو ښه لوبه وه. زمونږ لوبغاړو دغو سیالیو کې غوره لوبه وکړه. دا زمونږ لپاره ډیره مهمه وه چې دغه سیالۍ زمونږ په هیواد کې ترسره کیږي او مونږ وتوانیدو له کورنیو میدانونو سره بلدتیا څخه ګټه پورته کولو سره سترې لاسته راوړنې ولرو. د نن ورځې پریګړې څخه خوښ نه یم خو بیا هم تیروو دوو اونیو کې په خپلو لاسته راوړنو خوښ یم او پرې ویاړم.»

د هالینډ لوبډل مشر هم رسنیو ته وویل:« مونږ دغو سیالیو کې ځينې نیمګړتیاوې لرلې خو د دغو سیالیو په مرسته کولی شو نړیوال جام لپاره خپل په نیمګړتیاو کار وکړو. راتلوونکی نړیوال جام سیالیو ته لار نه موندل به مونږ له سخت غبرګون سره مخامخ کړي وو چې له همدې امله د لوبډلې مشر روزونکی هم په مونږ فشار زیات کړ چې د همدې فشار له امله مونږ تر بل هر وخت زیات مسلکي لوبغاړي لرلو. مونږ اوس د هرې لوبډلې لپاره یوه غوره سیال یو. مونږ اوس زیات شمیر پیاوړي او تکړه لوبغاړي خپلې لوبډلې کې لرلو.»

د سکاتلینډ لوبډلې لوبډل مشر د نن ورځې پریکړې څخه خوښ نه و او نوموړی په دې باور و چې کولی شي په اسانۍ سره د هالینډ لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د غوراوی جام سیالیو د قوانینو پر بنسټ د نن ورځې لوبه د نه ترسره کیدو له امله دواړه لوبډلې د دغې لوبې ګټوونکي معرفي شول او دواړه لوبډلې د دغې سیالیو اتلان اعلان شول.

د نمیبیا لوبډلې برنارډ سکالټز د ۲۰۱۵ز کال د غوراوی جام سیالیو غوره لوبغاړی جایزه ترلاسه کړه. سکالټز دغو سیالیو کې ۱۴ ویکټې اخیستې وې او ۱۵۴ منډې یي جوړې کړې وې.

د سکالټز د منډو جوړولو اوسط ۱۱ منډې وې او د توپ اچونې په برخه کې يي د منډو ورکولو اوسط یوازې ۵.۷۰ منډې پر اوور و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د