نظــر

یوه پټه دسیسه او ناولې پروژه درسوا کېدو په درشل کې!

دغه درې لسیزې  دپاکستان ناولي حکومت دافغان مظلوم ولس په سر داسې لوبې وکړې چې په هېڅ چوکاټ کې نه برابريږي، دا باید ومنو چې دپاکستان ولس له افغانانو سره بې دریغه خواخوږي کړې ده، او لا اوس يې هم کوي، که په عام ډول فکر وکړو نو دنړۍ په هېڅ هېواد کې له افغانانو سره داسې دورورۍ او برابرۍ چلن نه دی شوی لکه دپاکستان ولس چې له افغان مهاجرینو سره کړی.

   خو ددې تر څنګ دا هم باید ومنو او ټول یې پرته له چون او چرا مني چې دپاکستان لړلي حکومت چې بیا کوم ظلم، ناروا او وحشت له افغانانو سره کړی نو دنړۍ هېڅ حکومت به له بل چا سره نه وي کړی.

   دپاکستان حکومت دیو داړونکي ځناور حیثیت لري، هېڅ قانون نه پېژني، یوازې او یوازې خپلې مادي ګټې پېژني، حتی دخپلو معنوي ګټو پروا هم نه لري، یوازې ډالر! هسې ډالر ور ته وخوځوه نور نو بیا لکه هغه بیزو ته لرګی ور ته خوځوه او لوبې ده ته پرېږده، چې دسترګو په رپ کې درې څلور ځله مخ او څټ اوړې را اوړي.

  دروس دیرغل پر مهال دپاکستان ولس له افغانانو سره خورا ډېره مرسته وکړه، حکومت یې هم وکړه، مګر حکومت یې دخپل ځان او خپلو شومو موخو لپاره، ددوی له شومو او کرغېړنو موخو نه یوه هم دا وه او ده چې افغانان باید په آرام نشي، افغانان باید ښه ورځ ونه ویني، افغانان باید دخپلې خوښې واکمني و نه لري، دا چې افغان ولس په هغه وخت کې له یو لوی ګواښ سره مخ وو، مجبور وو چې له پاکستان سره ګوزاره وکوي، مګر دجهاد ځینو نا اهله مشرانو داسې پۍ ور پرېښودې چې دخپلو تنظیمي ګټو لپاره یې دولس دیني ارزښتونه، ملي ګټې او تاریخي ویاړونه پرې وپلورل.

  پاکستان ددغو نا اهلانو په واسطه افغان ولس له یوې اوږدې او خونړۍ غمېزي سره لاس او ګرېوان کړ، چې دا دي تر ننه پورې یې کړاوونه او ستونزې ګالي.

  کله چې اسلامي امارت راغی او ولس یو څه دآرام ساه واخیسته، پاکستان ته دا کار دزغملو نه و، ځکه خو کله چې امریکې پر افغان ولس یرغل پیل کړ نو له ټولو نه مخکې همدغه د پاکستان منافق چارواکي وو چې خپل هر څه یې دهغوی په چوپړ کې ور کړل، نه یې اسلام ته وکتل! نه یې ګاونډيتوب ته وکتل! نه یې تاریخي او کلتوري اړیکو ته وکتل! نه یې حتی انسانیت ته وکتل! هر څه یې تر پښو لاندې کړل او دیو څو ډالرو لپاره یې دسپېنې ماڼۍ په لوري نیت وتړلو.

 الحمد لله اوس افغان ولس هم دپاکستاني چارواکو په دغه دوه مخیتوب او منافقت ښه پوه شوی، پاکستاني چارواکو دا ځل بیا غوښتل چې دتېر جهاد په څېر دا ځل هم دجهاد کرېډټ دی واخلي، په پېښور، راولپنډۍ او اسلام آباد کې مجاهدینو ته دفترونه خلاص کړي، غونډې ورته جوړې کړي، پرېکړې ورته وکړي، او پر سر یې له نړۍ او نړیوالو نه خپل د ډالرو خالي شوي جیوالونه دتېر جهاد پر مهال غوندې ډک کړي.

 مګر داسلامي امارت مشرتابه لکه چې دې هر څه ته په پوره غور پاملرنه کړې وه، لکه دا هر څه یې چې څارلي وو، ځکه خو به یې نه غوښتل چې دنورو په څېر یې تاريخ په تورو کرښو ولیکل شي، له همدې کبله خو یې له ګڼو ستونزو سره سره چې همدا اوس هم ورسره لاس او ګرېوان دی دپاکستان حکومت ته په خوله داسې سیاسي ګوزار ور کړ چې په خوب کې یې هم نه لیدلو، اسلامي امارت دخپلې اسلامي پوهې او سیاسي بصیرت په رڼا کې وکولای شول چې  پرته له کوم منځګړي دښمن نېغ په نېغه د خبرو مېز ته په کیناستلو مجبور کړي.

  دې کار هغه حقیقت لا ښه وځلاوه، کوم به چې وخت پر وخت اسلامي امارت او خواخوږو یې ویل چې دوی دهېچا تر فشار لاندې نه دي، په خپله خوښه خپلو اسلامي اصولو، ملي منافعو او تاریخي افتخاراتو ته کتو سره دقضایاوو په اړه وړ او مناسب اقدامونه کوي.

  مګر دا کار دپاکستان دتور حکومت تورمخو کله زغملی شوای، په داسې حال کې چې په ښکاره یې دڅه ویلو اوکولو توان نه درلود، او نه یې دځان په ګټه بللو، نو یو ځل بیا یې دخپل زاړه عادت له مخې نورو لوبو ته مخه کړه، خپلو زړو یارانو ته یې شنه څراغونه ولګول، دفتر یې ورته خلاص کړ، دتېر ځل په څېر يې په ښکاره دغونډو او کنفرانسونو جوړولو اجازه ور کړه، کابل ته دتګ يې ورته وویل، متاسفانه چې هغوی هم دتېر په څېر دهر څه منلو ته تیاری وښود، نور یې په ګډه سره دافغان ولس او سپېڅلي روان جهاد په مقابل کې  دیوې نوې دسیسې په جوړولو او نویې پروژې په کار اچولو پیل وکړ، په دې اړه د دویچه ویله آلمان راډيو ویب پاڼې د ( ولسي پاڅون که نوې سیناریو؟ ) تر عنوان لاندې  داسې لیکلي دي:

 (  د افغانستان دولت چارواکي دغه پاڅونونه د طالبانو پر وړاندې «د ولسي پاڅونونو» په نوم یادوي… خو دغه پاڅونونو د خلکو په منځ کې ځینې پوښتنې راولاړې کړي دي… د دغه پاڅونونو مشري څوک کوي؟… په دغه ولسوالۍ کې د دغه ولسي پاڅون مشري انجینر لطف الله پر غاړه لري. دغه کس چې د گلبدین حکمتیار له گوند حزب اسلامي، سره پخوانۍ سابقه لري پخپله وایي چې دغه ولسي پاڅون د حزب اسلامي په مشرۍ په لاره اچول شوی دئ. پر دې سربیره د غور په ولایت کې هم د حزب اسلامي یو قوماندان د ولسي پاڅون مشري کوي.

… پاڅون کوونکو ته څوک تجهیزات ورکوي؟ هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې ئې پاڅون کړی دئ، په اتوماتو وسلو مجهز دي. هغه انځورونه چې له اندړ ولسوالۍ څخه دویچه ویله ته رارسیدلي دي، ښيي چې دغه کسان پر کلاشینکوفونو سنبال دي، پلنگي جمپرونه پر تن لري او نوې مخابرې هم له ځانه سره لیږدوي.

http://www.dw.de/dw/article/0,,16097906,00.html
پوښتنه دا ده چې دغو کسانو نوې وسلې او مخابرې له کوم ځایه څخه تر لاسه کړي دي؟ د افغانستان دولت ویلي دي چې تر اوسه ئې هیڅ رنگه وسلې دغو کسانو ته نه دي ورکړي. د غزني والي وایي چې د جهاد پر وخت د افغانستان په هر کور او کلې کې وسله موندل کیده او اوس له ځینو کسانو سره ولسې شته. د هغه په وینا خلک اوس هم د هغه وخت وسلې د طالبانو پر ضد کاروي. خو نظامي څیړونکي په دې اند دي چې دا ستونزمنه ده چې له هغو زړو وسلو سره دې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وشي….

د افغانستان او د سیمي یو تن څیړونکی احمد سعیدي… دا احتمال هم مطرح کوي چې د حزب اسلامي حلقې د سیمې له استخباراتو او یو شمیر نورو هیوادونو سره په دغه حرکتونو کې خپلې جرړې ځغلولې دي. هغه دې خبرې ته په اشارې سره وایي چې «حزب اسلامي د پاکستان د استخباراتي شبکې سره نزدې اړیکې لري.»

  په هر حال، څیړونکي په دې اند دي چې مسلح کسان چې د دولتي نهادونو له چوکاټه بیرون فعالیت کوي په راتلونکې وخت کې په یوې سرخوږی بدلیدای شي. په وروستیو کې سیمه ییز یا ځایي پولیس د متحده ایالاتو په مالي مرسته په پښو ودریدل، په لومړي سر کې افغان دولت د دغه پولیسو د جوړیدو پر ضد وو.

  یوه بله اندیښنه دا هم ده چې هغه څه چې اوس په افغانستان کې د ولسي پاڅون په نوم یادیږي، کیدای شي چې په عراق کې د ولسي خلکو د مسلح کولو د تجربې تکرار وي. په عراق کې د امریکایانو تر وتلو مخکې ولسي خلک مسلح شول. په داسې هیوادونو کې چې ضعیفه حکومتونه لري وسلوال ولسي خلک دولت ته د خپلو کارونو ځواب نه ورکوي.
د عراق او نورو هیوادونو تجربه ښيي چې د ولسي خلکو له مسلح کولو سره یو قوي مرکزي حکومت نه شي رامنځ ته کیدای. )

  هو دا د آلمان د دویچه ویله پښتو راډیو نظر، اندېښنې او ارزونه ده، مګر افغان ولس الحمد لله پر دین مین او مسلمان ولس دی، کله به هم دخپل دین پر سر له چا سره معامله ونه کړي او نه یې کړې ده، نه به هغه چا ته په خپله غېږ کې ځای  ور کړي کوم چې د قدرت او شخصي ګټو لیونۍ مینې مست کړي وي، که دښمن هر څو پېچلې پېچلې دسیسې او نویې نویې پروژې په کار واچوي کله به هم خپلو شومو موخو ته و نه رسېږي، دا دي اوس هغه اربکیان چې دولس له پاک نامه نه په استفادې سره یې خپلې څېرې بدلې کړې وي  ورځ تر بلې یې له مخ نه نقاب ليرې کېږي.

  په دې کې شک نشته چې د آی ایس آی تور مخو او زړو ځيره خورو دې یو ځل بیا دافغان ولس دکړولو، ځورولو، په سرو وینو کې لمبولو په کرغېړنو دسیسو  کار پیل کړی وي، او تر ډېره پورې نښې نښانې همداسې ښيي، مګر دافغان ولس ازلي تور مخي دښمنان باید پوه شي چې نور یې طلسمونه او کوډې پر افغان ولس اغېزه نشي کولی، هو یو څو ځيره خواره به یوې او بلې خوا ته سوق او دخپلو دسیسو په پلي کولو بوخت وساتي مګر نامرادې هیلې به یې کله هم تر سره نشي.

محمد خالد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x