پاکستان د سریلانکا په خلاف وروستۍ لوبې کې سختې ماتې سره بیا هم د سیالیو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۴مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه وه چې دغې لوبې کې پاکستان د سریلانکا په وړاندې په ۱۶۵ منډو سخته ماتې وخوړه.

د سریلانکا لوبډلې لوبډل مشر د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې غوره پریکړه يي وکړه. دغې لوبې کې د سریلانکا لوبډلې توپ وهوونکو غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکایۍ لوبډلې خپل لومړیو توپ وهوونکو غوره او پیاوړې توپ وهنې سره په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د سریلانکا لوبډلې لپاره پرېرا په ۱۰۹ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۱۶، دلشان په ۷۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۲، ترېمانې په ۳۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۰ او چندیمال په ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ منډې جوړې کړې.

متیوز په ۴۰ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۰ او سریواردنا په ۲۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د پاکستان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې یوازې راحت علي د ویکټې په اخیستو بریالی شو. راحت علي خپل ۱۰ اورونو کې ۷۴ منډې ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې. په پاکستاني توپ اچوونکو کې شعیب ملک تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و. شعیب ملک خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۴۴ منډې ورکړې.

د پاکستان لوبډلې توپ وهوونکي نننۍ لوبې کې د سریلانکا د لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او په لږو منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

پاکستان د محمد حفیظ، اظهر علي او سرفراز احمد توپ وهنې په مرسته په ۳۷.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۰۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د۱۶۵ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د پاکستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې محمد حفیظ په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷، اظهر علي په ۴۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۵ او سرفراز احمد په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي توپ اچوونکو هم د توپ وهوونکو په څیر غوره او پیاوړې لوبه وکړه او پاکستاني توپ وهوونکو ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

د سریلانکا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې سننایک درې، پرېرا دوه او ګمېج، متیوز او سرېواردنا یوه یوه ویکټه واخیسته. متیوز په سریلانکايي توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. متیوز خپل دریو اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې.

پاکستان د دغو پنځو یو ورځنیو سیالیو دوه لوبې بایللو سره بیا هم د سیالیو دغه لړۍ د ۳-۲ له توپیر سره وګټله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د