
د بي بي سي پښتو او ایکسپریس ټربیون سوله!
لیکوال: سباوون سېلاب
سوله په افغانستان کې د عنقا مارغه ده، چا لیدلې نه ده، خو خبرې يې په اړه ورځ تر بلې تودېږي. تېر سپټمبر کې د اشرف غني له راتګ سره د سولې خبرې تودې شوې، هو، خبرې تودې شوې، خو هیلې نه دي زیاتې شوې. د خبرو تودېدو مانا دا ده چې یوازې رسنیو کې سوله یادېږي، د عملي اقدام یا کوم عملي مثبت ټکي د نشت له امله ده چې خلک هیلې نشي ورپوري تړلی.
اشرف غني نوی نوی ولسمشر شوی و، عصمت قانع سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې په ټوکه اشرف غني «مالیم [معلم]» وباله. هغه وخت ماته د قانع خبره د ده نورو خبرو په څېرو هسې ټوکه او طنز ښکاره شوه. خو وروسته وروسته مې چې د غني قول و فعل وکتل، قانع سره مې موافقه وکړه، دا شاید زما او د قانع یوازنۍ موافقه وي!
قانع رښتیا ویلي و
غني عالم دی خو سیاستمدار نه دی. اوس معلومه شوه چې غني سیاست لوستی، خو کړی يې نه دی. غني سیاست کتابونو کې لوستی، نړیوال بانک کې يې مدیریتونه کړي، خو سیاست یې نه دی کړی. عملي سیاست ځانته فن او هنر دی.
اشرف غني د خپلې طرحې له مخې چې وايي په سیمه کې به اقتصادي همګرایۍ ته لار اواروي، دومره مخکې ولاړ، چې د ده په تیوري کې نور اوبه خړوي او خپل کبان نیسي! غني خوار د خپلې طرحې په عملي کېدا کې د ټولو خیر ویني، خو مغرض او لوبېدلي ګاونډیان به داسې فکر نه کوي، هغوی له هرې موقع د ځان په ګټه استفاده کوي، غني ګومان کوي چې هغوی یې رام کړل، خو هغوی دی بګېل کړ.
غني اقدام کوي، پاکستان سیاست. غني په عملي توګه عمل کوي، د پاکستان مطالبې مني، هند سره فاصله نیسي، خو پاکستان د غني د اقدام جواب په سیاست وايي، د غني د هر اقدام په بدل کې دوی مطبوعاتي لوبه کړې. غني خوار کوي ګومان کوي چې د عنقا دا نالیدلې مارغه پاکستان سره پنډۍ کې د پوځ مرکزي قومندانۍ کې ده او کله چې هم هغوی وغواړي، رابه یې کړي.
تر اوسه نه ښکاري چې د غني دې د پاکستان په لوبه سر خلاص شوی وي، پاکستان خپله بې وسي په داسې چالونو پټوي، چې د غني سر ایله کال وروسته پرې خلاص شي، ځکه نو غني تر اوسه پر خپلې لار درومي، داسې ښکاري، چې غني به تر هغې پر دې لار پايي چې د پاکستان نور چالونه ختم شي او د غني ذهن یې ومني چې پاکستان راسره څه نه شي کولای او یا یې هم نه کوي.
د بي بي سي پښتو سوله!
له هغې راوروسته چې د سولې بګتۍ غږول کېږي، بي بي سي پښتو او د پاکستان ایکسپریس ټربیون انګلیسي ورځپاڼه لګیا دي، هره ورځ راپورونه خپروي او د ځینو «مهمو» چارواکیو له خولې خبرې نشروي خو «د نوم نه څرګندولو» په شرط!
دا «مهم» چارواکي چې په مسلسل ډول بي بي سي او ایکسپریس ټربیون ته «مهم رازونه» ورکوي، کله هم څرګند نه شول.
بي بي سي پښتو پرون د طالبانو له خولې ولیکل: «د سولې خبرو دوهمې غونډې ته چمتو یوو». دا د بي بي سي عنوان و. تر دې عنوان لاندې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر، طیب اغا یو پخوانی عکس نشر شوی. اوس په دې خبره کوچنیان هم پوهېږي چې د طالبانو د رسمي نمایندګۍ واک او صلاحیت یوازې د قطر سیاسي دفتر سره دی، هغوی په وار وار د پاکستان په لاس جوړو شوو ناستو کې د خپل شتون احتمال رد کړی، ولې بیا هم د طیب اغا عکس له داسې یو مبهم بیان سره نشرېږي؟!
بي بي سي وړاندې لیکي، «د طالبانو یوه پخواني وزیر او د رهبري شورا غړي بي بي سي ته ویلي، طالبانو په لوړه کچه د سولې د خبرو دوهمي غونډي لپاره چمتووالی نیولی دی». جالبه دا ده، چې دا «پخوانی وزیر» کله هم بیا نه څرګندېږي چې دا څوک و.
بي بي سي لیکي: «د طالبانو دغه مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط بي بي سي ته وويل د شورا ځينې نور غړي هم کېدی شي راتلونکې غونډه کې برخه واخلي». خبرې روانې دي، مذاکرات کېږي، راپورونه یې هم د طالبانو «پخوانی وزیر» بي بي سي ته ورکوي!
د بي بي سي په خبره دغه د «طالبانو مشر» وايي: «د قطر د دفتر بيانونه دومره اعتبار نه لري، واک له رهبري شوار سره دی.» تېره هفته شمشاد ټلویزیون کې د کابل پوهنتون استاد، فیض محمد ځلاند ویل، د قطر دفتر ځکه صلاحیت لري او د مذاکراتو واک لري، چې تېر کال یې امریکایانو سره کامیاب مذاکرات وکړل، د امریکايي بندي په بدل کې يې خپل پنځه تنه لوړپوړي مشران راخوشې کړل. دا رښتیا هم ډېر ښه دلیل دی. سیاسي دفتر چې کولای شي د خوست په علیشېرو کې امریکایی باو برګډال امریکايي سپېشل فورس ته د یوه موقت اوربند له لارې وسپاري، نو د اوږدمهاله اوربند صلاحیت هم لري.
کله چې دغه د بي بي سي «طالب مشر» د قطر سیاسي دفتر سره مخالفت کوي، بیا نو ولې د بي بي سي «کارپوه» خبریالان د طیب اغا عکس ورسره نشروي؟! په دې خبره د ژورنالیزم د شاګردانو هم سر خلاصېږي چې کیسه څه شی ده.
بي بي سي پښتو چې کله هم د سولې په اړه له چا سره خبرې کوي، نو د نیوزویک خبریال، سمیع یوسفزی او رحمت الله کاکازاده یې یو ځای سره کښېنولي وي.
هغه چې د مایکل سمپل د پروژې خاص خلک وو. یوسفزي هم کوشش کاوه چې د ضد او نقیضو خبرونو په خپرولو سره د طالبانو په صفونو کې درز واچوي. اوس چې بي بي سي بل څوک نه مومي او داسې پروژه يي او د استخباراتي ماموریت لرونکو سره د سولې په اړه خبرې کوي، د بي بي سي نیات او عزایم هم په ډاګه کوي.
د ایکسپریس ټربیون مانورونه او د غني صداقتونه
پاکستانی پشتون خبریال، طاهر خان چې په یو وخت کې بي بي سي پشتو او ایکسپریس ټربیون انګلیسي ژبې ورځپاڼې سره کار کوي، د سولې اړوند راپورونه تقریباً ټول دی لیکي. طاهر خان بي بي سي پښتو او ایکسپریس ټربیون ته په یوه وخت او یوه هدف خو دوو ژبو مطالب لیکي.
ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه د پاکستان استخباراتو ته نژدې رسنۍ ده. ایکسپریس اردو ورځپاڼه او ایکسپریس اردو ټلویزیون هم د ای اس ای اړوند رسنۍ دي. پاکستان له جیو ټلویزیون پرته، نورې ټولې رسنۍ له یوې ویالې خړوبېږي.
زموږ په افغانستان کې متاسفانه د ایکسپریس خبر د قران ټکی تعبیر شو. زموږ حتا هغه تکړه خبریالان هم د دې ورځپاڼې د چالونو ښکار شول. د دوی خبرې نقل شوې، پر دې اساس تحلیلونه او نتیجه ګیریۍ وشوې.
د ایکسپریس ټربیون طاهر خان هم تل د بي بي سي پښتو په څېر «مهمو» طالبانو سره خبرې کوي، د پاکستان د استخباراتو مهم چارواکي ورسره مهم رازونه شریکوي… خو دا ټول هم د «نوم نه څرګندولو په شرط» دي. په رسنیو کې «نوم نه څرګندول» خپل مفهوم لري. دغه جمله کله کله رښتیا هم همداسې وي، خو اکثر رسنۍ له خپلو ګټو سره سم یوه خبره لیکي او د «نوم نه څرګندولو» په مرسته یې تېروي. ایکسپریس هم د «نوم نه څرګندولو» په شرط ډېرې بابولالې پر موږ ومنلې، موږ هم د خپلې عقدې یا حماقت نه ومنلې، بحثونه مو پرې وکړل او جدي مو وګڼلې. په نتیجه کې لوبه د پاکستان په ګټه روانه شوه، تر اوسه دوی ګټونکي دي او موږ بایلونکي.
چین ولې له کوربه توبه لاس پر سر شو؟
د جولای په اوومه د پاکستان استخباراتو په مري کې خپل ځینې دوستان طالبان او ځینې مجبور طالبان د افغان حکومت له استازو سره کېنول. پاکستان په خپلې چالاکۍ سره دا خبره ډېر مشهوره کړه چې ګواکې طالبان د لومړي ځل لپاره له حکومت سره مخامخ خبرو ته «چمتو» شول.
له دې خبرو وروسته، اختر راغی او اوس بیا ګنګوسې تازه دي چې د خبرو دویم رونډ به چېرته ترسره کېږي. افغان لوري ته ویل شوي و چې دویم رونډ به چین کې وي، هغو خوارانو ته یې ورښودلي چې خبره جدي ده، چین هم مرسته کوي، دوی خوارانو هم رسنیو ته وویل، چې دویمه ناسته چین کې ده، خو نن بیا پاکستانیانو د ایکسپریس ټربیون له لارې په ډاګه کړه چې دویمه ناسته به هم پاکستان کې وي.
چین هغه وخت پوه شو چې پاکستان ورسره لوبه کوي، چې ملا جلیل او ملا حسن یې د طالبانو د استازو په نامه له معصوم ستانکزي سره په ارومچي کې کېنول. داسې شکاري چې د طالبانو سیاسي دفتر چینایانو ته ویلي وي چې له داسې لوبو ځان په څنګ وساتي. چین د دویمې ناستې کوربه توب رد کړ. بیا مجبواً غونډه د اسلام اباد په مري کې وشوه. که دې غونډې ته څوک د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ناسته وايي، بیا خو همدغو د پاکستان ملګرو طالبانو ارومچي کې پخوا هم له معصوم ستانکزي سره کتلي و، ملا جلیل خو څو څو ځلې کابل ته قبایلو وزارت ته تګ راتګ درلود، بیا خو هغه د «طالبانو» او حکومت مخامخ ناسته ده! ولې پاکستان ته له هېڅ نه امتیاز هست کوئ او موثر یې راته ښيئ!
نن یو ځل بیا ایکسپریس ټربیون ته یوه «مهم» چارواکي د «نوم نه ښودلو په شرط» ویلي چې د خبرو دویم رونډ به هم پاکستان کې وي، خو درېیم رونډ معلوم نه دی چې قطر کې به وي که چین کې!
پاکستانیان ډېر چالاک خلک دي، د خبرو دویم رونډ لا شک کې دی، دوی یې بیا درېیم رونډ مطرح کوي. چین چې اول او دویم رونډ رد کړ درېیم به چېرته ومني. قطر خو په هېڅ صورت د داسې غونډو کوربه توب نه کوي چې د پاکستان په چالاکۍ جوړې شوې وي. قطر کې د طالبانو باصلاحیته استازي ناست دي، قطریان اړ نه دي چې د پاکستان لوبو کې ځانونه دخیل کړي. پاکستانیان ځکه د درېیم رونډ لپاره د قطر او چین، خصوصاً د قطر احتمال مطرح کوي چې د کابل ګنګسو استازو ته وښيي چې خبره ډېره جدي ده، شاید په دې پروسه کې قطر هم دخیل شي.
هاخوا او دېخوا دواړه پاکستانپالي
پاکستان سره ملا جلیل ښه مهره ده. د جلیل په اړه ویل کېږي چې د طالبانو د حکومت له وخته له پاکستاني استخباراتو سره ډېرې نژدې اړیکې لري. اوس چې د طالبانو سیاسي دفتر د بل هر وخت په مقایسه ډېر فعال شوی، پاکستان کوشش کوي چې د ملا جلیل او کاکازاده ګانو په واسطه د قطر د سیاسي دفتر د دیپلوماتیکي بریاوو اغېز کم کړي. د قطر سیاسي دفتر مشر مۍ میاشت کې په ناروې کې يوې داسې غونډې ته وینا وکړه چې د نړۍ د ۱۵۰ هېوادونو استازي په کې حاضر وو. پاکستان له دغو دیپلوماتیکو بریاوو وارخطا شو، هڅې يې شروع کړې چې دا پروسه بې تاثیره کړي او د خپلې خوښې طالبان مطرح کړي.
کله چې د قطر سیاسي دفتر افتتاح شو، د پاکستان د ای اس ای د هغه وخت مشر، جنرال شجاع پاشا قطر ته ولاړ، هلته د طیب اغا له خوا ورته ډېرې ترخې خبرې وشوې. ملا فضل رحمان هم قطر ته سفر وکړ خو طالبانو ورسره حتا ملاقات هم ونه کړ. پاکستان پوه شو چې لوبه یې له لاسه وتلې، ځکه یې نوو هڅو ته لاس واچاوه.
د نوو جعلي مذاکراتو دواړه غاړې د پاکستان زاړه او نوي یاران دي. که د طالبانو په نامه پاکستان ملا جلیل مخکې کوي، نو د حکومت له خوا یې بیا حاجي دین محمد ښه د لاس آله ده. حاجي دین محمد د پاکستان له آی اس آی سره له ډېرې پخوا نژدې او خوږې اړیکې لري. دین محمد د طالبانو د حکومت په وخت کې پېښور کې اوسېده. اوس هم چې کله پېښور ته ځي، د آی اس آی د یارانو له خوا ورته اسانتیاوې برابرېږي. دین محمد چې دې مذاکراتو کې ډېر ژمن دی، دلیل یې دا دی چې هم له اشرف غني پرې امتیاز اخلي او هم له پاکستان نه. اوس نو د حاجي صیب لسټونی ښه غوړ دی.
دا وړۍ خدایزده که زموږ په ګټه شړۍ شي. د دې لوبې ګټونکي، پاکستان، ملا جلیل، حاجي دین محمد…. بایلونکي موږ، او قرباني يې سوله!
محترم سیلاب صاحب که چیري ستاسو داخبره رشتیا وي چې طیب اغا وشجاع باشاه ته ترخي خبري کړی وي ، یایې دفضل الرحمن سره دملاقات څخه انکار کړی وي ، نو زه داخبره په ښکاره ډول کولای سم چې طیب اغا دسیاست په الف او ب هم نه پوهیږي ، بلکه یوازي دخپل طبیعت پر مقتضی روان دی ، دخپلو نوی فیصده ملګرو دمشکلاتو څخه یې ځان په عارفانه جهالت کښې اچولی ، او دپاکستان سره د طاهر او یونس اغا ګانو دبندي کولو پرسر سیالي پالي ، اوس چې هغوی یې هم دځان سره په قطر کښې یو ځای… نور لوستل »
محترمه شاوليکوټکي صاحب! دا چې طیب اغا ته دومره واک او اختیار په سیاسي او د سولې په موضوعاتو کې ورکړی دی نو همدومره يې ښايي فکر ورسېږي او ته چې دا خبره کوې چې طيب اغا شجاع پاشا ته په خپل سر خبرې کړې دی نو بيا دی ستا په نظر په خپل سر په قطر دفتر کې ناست دی که څنګه؟ او دغه خبرې چې طیب اغا د پاکستان مشرانو ته دومره سخت ځوابونه ورکړي دي نو دا به اسلامي امارت ورته ويلي وي. او که چېرته ستا په نظر له پاکستان سره بايد نرمې خبرې وشي او… نور لوستل »
ځلاند یوه بله ښه خبره هم کړی وه، هغه ویل چی ما د ویتنام د جګړې وروسته د سولي خبري، او همداسی د نورو سیمو د جګړو وروسته د سولي د خبرو تاریخ په دې وروستیو کې لوستلی، د هغو خبرو نتیجه وروسته تر هغه مثبته را وتلی کله چی د جګړې د دواړو اړخونو مسؤول جهتونو مخامخ خبری سره کړي. نوموړي ویل نو به دې اساس چې طالبان به رسمي اعلامیه کی په علني ډول ویلي چې ددوی مسؤول جهت به دې امورو کې یوازي سیاسي دفتر دی، او سیاسي دفتر په داسي غونډو کې د ګډون څخه انکار… نور لوستل »
محترم قریشي صاحب : دایو مشهوره مقوله ده هغه څه چې سیاست مداران یې دمیز پر سر ګټي جګړه کونکي یې په جګړه نسي ګټلای ، وجه یې داده چې یو سیاست مداره څنګه کولای سي چې خپل مقصد په څونه نرمو اخلاقو بیان کړی او مخالف طرفته قناعت ورکړي ، چې زما هدف ته رسیدل تاسو ته په زیان او نقصان نه تمامیږي ، او په ضمن کښې هغه ګټي هم ورته په ګوته کړي چې دده دکامیابۍ په صورت کښې مخالف طرفته رسیږي ، او که سیاست مداره هم داسي الفاظ خپل کړي چې : نه دي پریږدم… نور لوستل »
شاه ولیکوټی ورور ، تاسی ډيری شی موضع ته ګوته نیولی ، زه در سره ملتیا لرم ، مګر یو ټکی چه زمونږ ډير مسلمانان ورسره ستونزه لری هغه د سیاست او جهاد خبره یو له بله لیری کول دی ، جهاد مونږ جنګ او سیاست مونږ حکومتی چوکات یا حکومتی جرګو ته وایو ، زه د اسلام په رڼا کی ورسره توافق نه لرم ، دوه نوراصلیتونه چه په جهاد او سیاست سربیره او ډیری مهمی دی هغه اسلامی اخلاق او اسلامی حکمت او اسلامی بوهه ده ، سیاست لکه سوله د اسلام بل نوم دی ، یعنی یو… نور لوستل »