نظــر

د اندړو د اربکيانو پاڅون

يو نيم کال وړاندي دامريکا استخباراتي اداري سي آی اې له پخوانيو با نفوذه ګوندي قومندانو سره پټي غونډي پېل او دهغوی څخه يې وغوښتل چې خپل پخواني جنګيالي راټول او منظم کړي، او د يو منظم پلان له مخي يې د طالبانو پرضد وجنګوي.
سي آی اې دغو پخوانیو ګوندي قومندانانو ته د پيسو ورکولو ترڅنګ ډول ډول د مرستو او لوړو چوکيو وعدي ورکړي.
که څه هم دوه کاله وړاندي د اربکيانو ترنامه لاندي قومي او سيميېزي مليشي د امريکا او کابل اداري له خوا څخه په مختلفو سيمو کې دهمدي موخي له پاره جوړي شوي چې طالبان پري وټکوي او دطالبانو نفوذ په سيمو کې کم کړي، خو د اربکيانو د ناسمو کړنو ، جنسي تيريو، په ناحقه وژنو دغه ډله ډير ژر په ولس کي بدنامه کړه، اوس ولس د اربکي له نوم څخه بد وړي او دهغوی له ناسمو کړنو څخه  تر پوزي راغلي دی.

کله چې سي آی اې پوه شوه چې د عراق په ډول دلته قومي مليشي مؤثري نه دي نو پر متبادل پلان يې کار پېل او د د پخوانيو ګوندي نفوذ لرونکو قومندانو سره يې پټي غونډي شروع کړي او له هغوی څخه يې دخپل پلان پر عملي کولو کې د مرستي غوښتنه وکړه.
له بده مرغه دغه له شرمه ډک پلان د سي آی اې او اسدالله خالد (د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر، د جنوب زون تنظيمه رئيس)  په ګډو هڅو د مجاهدينو او شهيدانو پر کور او ټاټوبي (شلګر)کې په نا اګاهانه ډول د يوڅو احساساتي پخوانيو ګوندي خلکو له خوا پېل او دعملي کيدو هڅي يې وشوي.
پوره لس مياشتي مخکې طالبانو ته خبر ورسيد چې د امريکا او کابل اداري له  خوا هڅي رواني دي چې اربکيان د ملي پاڅون ترنامه لاندي راټول او ستاسي پرضد يې وجنګوي او دغه د اربکيانو جګړي ته به د ملي پاڅون نوم ورکول شي چې کنټرول کول به يې بیا ستاسي له پاره سخت او ستونزمن وي.
طالبان چې د هري لویې او کوچنۍ خبري توپير نه کوي او کله خو لويو پلانونو او خبرو ته هم په اهميت نه وي قايل، د  پخوانيو تېروتنو په ډول يې دا ډول بیا هم تېروتنه وکړه، او دغه خبري ته يې خاص ډول پام ونه کړ.
داهم د يادوني وړ ده چې په ډيرو سېموکې د ټيټ پوړو طالبانو د ناسم چلند له امله اربکيان پيدا او په ولس کې ځيني ناپوه ځوانان  مجبور شول چې له دولت سره د طالب پرضد لاس یو کړي. که په لومړي سرکې طالبان خپلو تېروتنو ته متوجه شوي وای او له ولس سره په تګلاره کې يې مثبت بدلون راوستلای وای، ډاډه یم چې په دومره پرېمانه ډول اربکيان به د دولت او امريکا د ګټو له پاره د طالب او مسلمان مجاهد په مقابل کې نه وای چمتو شوي چې جنګ وکړي.
داچې اسدالله خالد د غزني ولايت سره تړاو لري، او په نوموړي ولايت کې د حزب اسلامي او حرکت اسلامی جنګونه د ډاکټر نجيب الله په وخت کې لا پېل شوي وو، دطالبانو په وخت کې د حرکت خلک له طالبانو سره يوځای او  د حزب اسلامي قومندانان د طالبانو په دوره کې په دغه سيمه کې سخت وټکيدل. داچې د غزني په ځينو ولسواليو کې دحزب اسلامي پخواني مجاهدين پاتي وو، هغوی هم غوښتل چې د بهرنيانو او دولت په مقابل کې جهاد وکړي، خو طالبانو ورته ویل چې بايد د دوی ترقوماندي لاندی جهاد وکړي، او که په ځانګړي ډول د حزب اسلامی تر نوم لاندي جبهه پرانيزی د مجاهدينو په منځ کې اختلاف راځي او يوځل بيا به نويېمو کلونو ته ستنيږي او دمجاهدينو خپلمنځي جنګونه به پېل کيږي، بالاخره د شلګر په سېمه کي د حزب اسلامي ځيني احساساتي ځوانانو جبهه پرانستله،  د دوی او طالبانو ترمنځ نښته وشوه، او څه موده وروسته د حزب اسلامي دجبهي قومندان هم  زخمي شو، سي آی اې او کابل اداري د ځان له پاره دغه وخت ښه چانس او فرصت وګاڼه، په کابل کې اسدالله خالد وتوانید چې د حزب اسلامي ځيني پخواني قومندانان په غير مستقيم ډول وهڅوي چې دغي ناپاکي او  دمجاهدينو خپل منځي جګړي ته ور ودانګي.
د بګرام څخه هم ځیني د حزب اسلامی بنديان راخلاص کړل شوي وو او په هغوی د بند په وخت او بيا دخلاصون څخه ورسته هم ډير کار شوی وو ترڅو د طالبانو سره ټکر او جګړي ته چمتوشي.
د حزب اسلامي تر نوم لاندي چې کوم ګروپ جوړ شو، ډیر ژر د دولت له ملاتړ او ډالرو څخه  برخمن شو، درې زره ميله سلاح د خالد له لوري ورته ورسول شوه. او خالد دهمدغه اربکيانو د پاڅون څخه بيا تر تيري جمعي ورځي (۲۳ سرطان ۱۳۹۱) په غزني کي وو، او هلته يې دطالبانو سره د جنګ او اربکيانو او پولیسو د انسجام او ملاتړ دنده سرته رسوله، چې په دي ټوله موده کې يوه ورځ سهار کندهار  ته داحمدولي کرزي د مرګ د تلين مراسمو ته په د سړک د لاري ولاړی او برته مازيګر غزني ته راغی.
د اندړو د اربکيانو د پاڅون له پېل سره سم په کابل کې د شلګر دسېمي اوسيدونکی او پخوانی د پارلمان وکيل عبدالجبار شلګري په کور کې د پخوانيو حزب اسلامی ګوندي قومندانانو غونډه وشوه، چې انجنير محمدخان (اوس په کابل کې دحزب اسلامي د دفتر مسؤل)، استاد حبيب الرحمن او فيضان (پخوانی د غزني والي) هم پکې ګډون درلود.
د حزب اسلامي دغو مشرانو پريکړه وکړه چې دغه حرکت ته به د اندړو د ملي پاڅون نوم (چې سي آی اې ورته انتخاب کړی وو) ورکول کيږي او طالبان به له سيمي څخه شړل کيږي.
ددغه اربکي پاڅون مشري هم په ښکاره ډول سره فيضان  او حافظ کوله، خو ترشايې اسدالله خالد او د سې آی اې بې شميره ډالر، سپکي سلاحوي، او نوي ماډل موټران دي.
ځيني هغه ځوانان چې د کليو او ولسواليو څخه غزني ښار ته له دي امله تښتيدلي وو چې دوی او يا ددوی دکورنۍ غړو په دولت کې کار کاوو، د منظم پلان له مخي را ټول او شلګر ته د طالبانو سره د جګړي له پاره وليږل شول، هر نفر ته په مياشت کې ۴۵۰۰۰ پنځه څلويښت زره کلداري معاش ورکول کيږي.
د تيري چهارشنبي ورځ اربکي پاڅون کوونکو ته د اسدالله خالد  له خوا نوي ماډل موټران، او زيات شمير موټر سايکلونه هم له بازار څخه واخستل شول او ددغو اربکي پاڅونوالو په واک کې ورکول شول.
د همدغو اربکيانو سره ملي پوليس هم په شخصي جامو کې يوځای کار کوي او هلته په سېمه کې د طالبانو پرضد جګړه کوي.
هغه  طالب بنديان چې اربکيانو او پوليسو د ملي پاڅون ترنوم لاندي په لومړي ځل ونيول هغوی يې په غزني کې دقره باغ د امنيې قومندان کورته راوستل او هلته يې ساتي، چې د غزني امنيې قومنداني او استخباراتو رياست ته دغه کور نږدي دی، او تحقيقات ورڅخه د استخباراتو مامورين کوي.
داچې په لومړي ځل د حزب اسلامي پخواني قومندانان خوشبين وو، چي په سېمه کې به واک ترلاسه کړي اوهلته به د حزب په نوم جبهه جوړه، چې له دولت او امريکا څخه به امتيازات اخلي او خپل موجوديت به هم په سېمه کې وښيې، ولي هغه وخت دوی مأیوس شول چې عام ولس ورسره ونه دريدی، او په سېمه کې مشهور او بانفوذه قومندان حاجي خيال محمد حسيني (پخواني د پارلمان وکيل او د حرکت اسلامي قومندان) هم مخالفت ورسره ښکاره کړ. داچې هغه سيمه د اندړو ده، هلته د جهاد په وخت کې هم حرکت پرحزب برلاسی وو، نو دحزب خلک ونه توانېدل چې کلي او خلک له ځان سره پردي ناپاک اشر کې شريک کړي.
اوس چې انجنير محمد خان او استاد حبيب الرحمن عملا له دغي ناکامي هڅي څخه لاس اخستي او هغوي په ښکاره دا دليل وايې چې زموږ څخه امريکا او اسد ګټه پورته کړه، دغه د اربکيانو او پوليسو پاڅون د طالبانو په مقابل کې (د مجاهد ولس په مقابل کې د اربکيانو او پوليسو پاڅون) له ماتي او ناکامي سره مخ دی.
پرون د يکشنبي ورځ  د شلګر د سيمي څخه حافظ چې د اربکيانو قومانده يې پرغاړه درلودله له خپلو نورو ملګرو سره يوځای هڅه کوله چې کابل ته راشي، خو د اسد الله خالد په ټېنګار سره هلته پاتي شول.
د یکشنبي ورځ اسدالله خالد دکابل څخه د اربکيانو دپاڅون د ملاتړ له پاره شپږ موټره اضافي تازه دمه اربکيان سېمي ته واستول، له دي معلوميږي چې په سېمه کې په اربکيانو ماتي ګډه ده.
داچې اندړ قوم د غزني په پنځو ولسواليو کې اوسيږي، شلګر (ميری)،  واغظ، او ګيرو سل فیصده اندړ،  ده یک ۷۰ فيصده او قره باغ ۵۰ فيصده اندړ دي، په اندړو کې داسي کلي هم شته چې د یوه کلي شمير يې ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کورنيو ته رسيږي، ټول ټال له ۴۰۰ څخه زيات کلي لري.
پنځه کلي د اربکي پاڅونوالو سره په اوس وخت کې سته. آيا دغه پنځه کلي د ټول مجاهد اندړ ولس استازيتوب کوي چې دوی ورته د اندړو د پاڅون نوم ورکوي.
داسي معلوميږي چې امريکا نور مخامخ د جګړي توان نه لري، او غواړي چې طالب او مجاهد په اربکيانو وځپي، خو د ملي پاڅون تر نامه لاندي، داچې افغان مسلمان او په هيواد مېن ولس هيڅکله هم خپل مسلمان او مجاهدو ورور په اګاهانه ډول نه وژني، انشاء الله سي آی اې او خالد به د نورو شومو پلانونو په ډول په دغه ناکامه هڅه او پلان کې هم ناکام وي.
اوس اوس معلومات دادي چې عبدالجبار شلګري هم له دغه امريکايې او دولتي پاڅونوالو څخه ځان ګوښه کړي خو په ښکاره يې لاهم د برائت اعلان نه دی کړي. او حافظ هم کابل ته رسيدلی، کيدای شي چې پر دي فکر کوي چې څه ډول ځان له دغه ناورين څخه خلاص کړي، ځکه ددوی له پاره اوس په کابل کې په کور کيناستل هم سخت دي چې امريکا او خالد به يې اوس ارام کيناستلو ته پرينږدي.
طالبان هم بايد له موقع نه استفاده وکړي، او دغه ناخبرو ځوانانو او غوليدلو قومندانانو ته ځکه د عفوي اعلان وکړي، چې په لومړي سرکې ډير يې په دغه پټ امريکايې جال کې د ننوتولو او بنديدلو څخه خبر نه وو.
يواځي فيضان لا هم د شلګرپه سېمه کې د اربکي پاڅونوالو سره يوځای پاتي دي، هغه د پیسو ډير زيات شوق لري، د خپل ولايت په دري مياشتني دوره کې يې په ثبوت ورسوله چې څه ډول پيسي ټولول کيږي.
يوه پخواني قومندان په غزني کې راته وويل چې زه ډاډه يم چې دغه ټول غوليدلی د حزب اسلامی قومندانان به پېښمانه کيږي، که نور هیڅ هم نه وي د دوی ضمير او وجدان به اجازه ورنکړي چې د امريکا له پاره خپل مسلمان وروڼه ووژني، ځکه چې يو وخت دوی هم مجاهدين وو.

عبدالله  افغان افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x