نظــر

ولس دګوډاګیو لنډغرو د وحشت په څپو کې!

دا څو ورځې کېږي چې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې دکابل ګوډاګۍ ادارې لنډغرې ملیشې چې دوی ورته ملي اردو وايي ولسي خلک سخت ځوروي، له خورا اهانت او سپکاوي ډک داسې چلن ور سره کوي، چې نه له انسانیت سره اړخ لګوي، نه له اسلاميت سره، نه له اخلاقو او نه هم له افغاني دود او رواج سره، دا لومړی ځل نه دی چې دامریکې غلامان په څرګند ډول له ولسي خلکو سره دا رنګه غیر انساني چلن کوي، له کله نه چې امریکا او غلامان یې دولس پر اوږو سپاره شوي له همغه ورځې یې ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، او دا یوازې دچک په ولسوالۍ او وردګو لایت کې نه، بلکې له ټول ولس سره دهېواد په ګوټ ګوټ کې خصوصا په هغو سیمو کې چې هلته دینواکګرو په وړاندې دجهاد سنګرونه ډېر ګرم دي، دا رنګه غیر انساني چلن کوي.

   دتېرې چهار شنبې په ورځ په بینوا ویب پاڼه کې په دې اړه یوه لیکنه خپره شوه، چې دسیمې کوم اوسیدونکي لیکلې وه ، له ولس سره یې دامریکایانو دشاګردانو غیر انساني چلن پکې انځور کړی و، نوموړي داسې لیکلي: (… ملی اردو داسی چلند شروع کړو چی لس کاله وروسته هم ورڅخه ددی تمه نه کیده که به ورته څه تاوان ورسیده عام وګړی به یی ځورول ، وهل اوټکول چی دا نو که ووایم چی په لسګونو واره تکرارشوه غواړم فقط دتیری اونی(څلورنی) دپیښی څخه قدرمن لیدونکی یوڅه خبرکړم… دځوانانو په وهلو یی چی زړه یخ نه شو… سپین ږیرو ته یی تقریبا دلسومترو په واټن ځای ټاکلی وو چی ددی ځای نه به تردی ځایه په څلوریو یا چهارغوک ځی باور په الله وکړی چی یوه زره دروغ پکی نشته همداسی یی وکړل اواوه (۷) سپین ږیری دداسی جزا ښکارشول … د دی دریو کلیو ټول خلک یی همداسی یرغمل نیولی وو په سره ګرمی کی یی لاسونه ترشا پری تړلی اوکښینولی یی وو دوه ورځی اوشپی نوموړو کسانو نه څه وچښل اونه یی څه وخوړل ددښمن له ډاره چی پری ګذار ونه کړی… باورپه الله وکړی چی نه طالب یم اونه یی ملاتړی خودوی(طالبانو) دعاموخلکوسره اودراغلو میلمنوسره چی پکی دولتی مامورین چی په مرکزاو ولایتونوکی یی ددولت سره کارکاوه راغلی وو داسی چلند کاوه لکه سړی یی چی دکورنازولو میلمنوسره کوی ددوی څلورکسان مړه وه اودهغی(ملی اردو) یوکس مړ وواوچلند یی مخکی درته تشریح شو )

  نوموړی ددغه لنډغرو دچلن په اړه وايي چې ولسي خلک به یې له موټرو نه ښکته کول، ټول به یې په تونده لهجه ښکنځل، وروسته به یې ځوانان دټوپکو په کونداغونو وهل، او په سپین ږیري به یې په څلوریو روانول!! د تفصیل لپاره دا لاندې پته وګورۍ:
http://www.benawa.com/details.php?id=50292

دسپوږمۍ راډیو ویب پاڼه هم په دې اړه لیکي: ( او له دوى به يي غوښتل ترڅو په خپلو کليو کې طالبان پرې نه ږدي او که له هرکوره يا کلي پر دوى ډزې وشي نو د دې قومندان په وينا د لوړو چارواکو له امر سره سم به يې په ټول کور او کلي باندې بريد کوي…د دغه سيمي يو بل اوسيدونکى او د ښوونځي زده کوونکي محمد طارق وايي چې له دوى سره هم څو اونۍ وړاندې ورته چلند شوى. نوموړى زياتوي موږ هم له کابل څخه د ولسوالۍ پر لور روان وو چې د ګلدانو په سيمه کې ملي اردو ودرلو او له موټرو نه يي ښکته کړو.

دى وايي چې اردو ورته ويل چې د دوى دوه تنه پوځيان د ماين په چاودنه کې وژل شوي او عاملين يي تاسو ياست. طارق وايي چې دوى به ځوانان وهل او پر سپين ږيرو به يي سينه کشي کوله.)  http://spogmainews.com/?p=12840

دنوموړي خبر له مخې ګوډاګۍ اداره ځکه له ولسي خلکو سره دا رنګه غیر انساني او غیر اخلاقي چلن کوي چې پر دوی باندې دمجاهدینو دبریدونو مخه نه نیسي، دوی خلکو ته ویلي چې ولې مجاهدین پر مونږ باندې ستاسو له کلیو نه بریدونه کوي او تاسو یې مخه نه نیسۍ!

 له دغه غیر اخلاقي، غیر انساني، غیر اسلامي  او غیر افغاني ناروا وحشت او بربریت نه لاندې څو ټکي په څرګند ډول مععلومېږي:

۱ ـ دښمن په دې ښه پوهېدلی او پوهېږي چې ولس ټول مجاهد او له مجاهدینو سره کلک ولاړ دی، په هېڅ صورت نه نیواکګر مني او نه يې ګوډاګیان، ځکه خو نیواکګر او ګوډاګیان یې هم دوی ته د دوی دتصور او عمل سزا په داسې توګه ور کوي چې دنړۍ هېڅ قانون یې اجازه نه ورکوي، او بر عکس داسلامي امارت مجاهدین ولس خپل ځان ګڼي، او خپل ځان له ولس نه قربانوي، له ولس سره په فطري ډول داسې له خواخوږۍ او مېنې نه ډک چلن کوي لکه دخپلې کورنۍ له غړيو سره.

۲ – دګوډاګۍ ادارې مزدور لنډغر هېڅ رنګه اخلاقي، انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونه نه پېژني، او دا ځکه چې ددوی مشران همدا رنګه غیر انساني، فاسد او کرغېړن اخلاق لري، له ولس نه کرکه لري، له همدې کبله یې خپل کشران هم همدېته هڅولي چې له ولس سره داسې غیر انساني تعامل وکوي، لکه خپله چې ددوی دلنډغرو هغه یو قوماندان خلکو ته ویلي، او بل دا چې دغه لنډغر دلنډغرو نیواکګرو په لاس تربیه شوي، له هغوی سره یې ناسته پاسته شوي، هغوی ښوونه ورته کړي، هغوی يې په ذهن کې دا خبرې ور پیچکاري کړې دي چې ولس ستاسو دښمن دی، ولس ستاسو په خیر نه دی؛ ځکه خو باید تاسو ولس ته ددښمن په سترګه وګورۍ، او حقیقت هم همداسې دی.

۳ ـ  هغه آوازې چې دنیواکګرو په لاس روزل شوي پلورل شوي افغانان به دولس په درد وخوري، د ولس اوښکې به پاکې کړي، دولس ګټو ته به ژمن وي، دولس دیني ارزښتونو او ملي منافعو ته به دقدر په سترګه ګوري، دولس تاریخي ویاړونه به له ګواښونو نه وژغوري، دا ټول له یوې مخې د اوبو پر مخ لیکل دي.
۴ ـ په ټولیز ډول کفار چې تل دانسان دوستۍ، بشر پالنې او له انسانیت سره دخواخوږۍ پوچې نارې وي، کله هم انساني اخلاق نه لري او نه یې پېژني، که دوی له مادي پلوه هر څومره پرمختګ وکوي، هر څو نوي نوي اختراعات وکوي، هر څو نوي نوي انکشافات وکوي، بیا هم له اخلاقي پلوه له ټولو نه وروسته پاتې سپېره ځناور دي، کوم چې تل یې انساني کرامت او اخلاقي معیارونه او ارزښتونه دانسانپالنې او بشرپالنې په نامه تر پښو لاندې کړی، هر ځای ته چې تللي هلته یې د خلکو تر منځ دکرکو او نفرتونو اورونه بل کړي، بد اخلاقي، فساد، درغلي او فحاشي یې عامه کړې ، همدا رنګه یې شاګردان هم، ځکه ددوی په لاس روزل شوي به نو څه له دوی نه ښه وي؟

۵ ـ که چېرې مجاهدین نه وي، نو دنیواکګرو په لاس روزل شوې او پالل شوې ملیشې به یو ځل بیا هغه داویایمې لسېزې ناکردو ته مخه کړي، ځکه چې دوی نه انسان پېژني نه انسانیت، نه دمشر درناوی او نه په کشر شفقت، دوی له یوې مخې ټول سپکوي، دخلکو په رټلو خوند اخلي، ځکه خو باید پر دین مین غیرتي اومجاهد ولس نور هم داسلامي امارت له مجاهدینو سره خپلو مرستې پراخه او اړېکې ټينګې کړي، او خامخا به یې کوي هم، ځکه چې ولس تر بل هر چا دخپلو بچیانو په پېژندلو کې پوره پوهه او ژور درک لري، له همدې کبله خو دهر بهرني او پردي یرغل په واړندې دخپلو اصیلو بچیانو تر څنګ او شا په کلکه سره تر وروستي پړاوه ودرېدلی دی، او اوس به هم دنیواکګرو او دهغوی دځيره خورو په  له منځه وړلو کې تر آخره پورې له خپلو اصیلو بچیانو سره ټینګ ودرېږي.

۶ـ  دا دنړۍ په کوم قانون کې راغلي چې له دې کبله دې کلي او کورونه ړنګ کړل شي، بمبار دې پرې وشي، په مرمیو دې وویشتل شی دکومو له شاوخوا نه چې پر چا ډ‌زې کېږي! مګر نیواکګر او ددوی په لاس روزل شوي ګوډاګیان نه یوازې دا چې انسانیت نه پېژني بلکې هېڅ قانون ته ژمن نه دي، یوازې او یوازې دڅارویو او ځناورو په څېر په خوراک او څښاک، وهلو، ټکولو، دخلکو په ښکنځلو او سپکولو ښه پوهېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x