افغانستان

چین د پاکستان په نوښت د «مذاکراتو» کوربه توب نه دی منلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): ځینې پاکستانۍ رسنۍ راپورونه ورکوي، چې د دوی په خبره د «سولې د خبرو» دویم دور ښايي تر څو ورځو پورې ترسره شي. د جولای په اوومه نېټه، د پاکستان څارګرې ادارې په نوښت د جوړو شوو خبرو کې د ګډون په موخه د ګډحکومت د څو اړخونو په استازیتوب یوه پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړ او له ځینو پخوانیو او غیرسیاسي طالبانو سره یې وکتل. نن ټکي اسیا ته ځینو سرچینو ویلي، چې په دغو خبرو کې ځینې پخواني طالبان د پاکستان له خوا په زور راوستل شوي وو او د ګډحکومت له پلاوي سره یې کتلي و.

پاکستانیانو دغو لیدو ته د «لوی بدلون» نوم ورکړ. خو د طالبانو رسمي وېب پاڼې د دغې ناستې په سبا په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه چې د خبرو اترو واک یوازې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره دی. سیاسي دفتر هم له ځینو رسنیو سره د خپلو غړیو ګډون د پاکستان په نوښت جوړو شوو غونډو کې رد کړ.

اوس چې یو ځل بیا پاکستاني رسنۍ د «سولې خبرو دویم پړاو» په نامه راپورونه خپروي، تر ننه د دغې غونډې ځای ځایګی نه و جوت. په کابل کې د سولې عالي شورا غړي پر دې باور وو، چې د خبرو اترو کوربه توب به د چین پر غاړه وي. کله چې په رسنیو کې د چین د کوربه توب خبر خپور شو، ځینو پاکستاني چارواکو رد کړه او زیاته یې کړه چې د دویم ځل خبرو کوربه توب به هم پاکستان کوي.

نن ټکي اسیا ته ځینو سرچینو د نوم نه ښوولو په شرط څرګنده کړې چې چینایانو له هغې وروسته د دغو خبرو کوربه توب رد کړ، چې پوه شول په دغو ناستو کې د طالبانو رسمي سیاسي استازي ګډون نه لري او د طالبانو په استازیتوب به هغه څوک پر مېز کښېنول کېږي چې پاکستان یې راولي. دا هم لا نه ده جوته چې چین به دا ځل د ضامن په توګه هم ګډون وکړي کنه. د طالبانو سیاسي دفتر د پاکستان په نوښت جوړو شوو غونډو کې د ګډون مخالفت کوي.

د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه چې د دغو غونډو په اړه منظم راپورونه خپروي، ادعا کوي چې کوم پاکستاني امنیتي مامور ورته ویلي: «زه یې تاییدولی شم چې د سولې خبرو دویم پړاو به په پاکستان کې ترسره شي».

دا په داسې حال کې ده، چې دې غونډې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم جوته نه ده چې د دواړو غاړو پلاوي به څوک وي.

کابل مېشتی لیکوال او د سولې برخې کارپوه، نظر محمد مطمئن لیکي: «د طالبانو ناپېژندل شوي غړي، د ګډحکومت ناپېژندل شوي غړي او د پاکستان ناپېژندل شوي استازي به د جولای پر دېرشمه په یوه ناجوت ځای کې سره د ‘سولې خبرې’ وکړي».

ښاغلی مطمئن د ایکسپریس ټربیون له خبریال سره د ټویټ په تبادله کې لیکي: «که د خبرو دویم پړاو ترسره کېږي، پاکستان به څو داسې کسان مېز ته راولي چې د خبرو اجازه به نه لري، نو ځکه چین د خبرو کوربه توب رد کړ». نظر محمد مطمئن هم تاییدوي چې چين د طالبانو له سیاسي استازو تماس لري.

لیکوال او سیاسي شناند، حسن حقیار هم ورته نظر لري: «ټاکل شوې وه چې د خبرو لومړی پړاو د چین په اورمچي ښار کې ترسره شي، پاکستانیانو افغان حکومت ته سینه ډبولې وه چې هر رنګه کېږي طالبان تاسو سره خبرو ته اماده کوو، د طالبانو د قطر دفتر په دغو مذاکراتو کې د پاکستان په قیمومیت، یا نظارت او یا هم د پاکستان په مشرۍ په خبرو کې له ګډون نه انکار وکړ. کله چې دوی انکار وکړ د خبرو وزن کم شو، چین د دې خبرو له کوربه توب نه انکار وکړ. چین وویل چې کله د طالبانو مرکزي هسته په دې خبرو کې ګډون نه کوي، نو له کمزورو کسانو سره ناسته د خبرو اهمیت او ماهیت کموي نو له کوربه توبه یې انکار وکړ».

خو ښاغلی حقیار وايي: «خو پاکستان افغان حکومت او امریکایانو ته سینه ډبولې وه چې په هر ډول وي دا خبرې به ترسره کېږي، نو څو کسان چې د دوی په اشاره څرخېدل رایې وستل او خبرو ته یې کښېنول. په دغو خبرو کې د طالبانو مرکزي هستې له ګډون نه انکار وکړ او دا خبرې يې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه رد کړې».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزئ

الله دی پاکستان ” اشرف غنی او طالب مریدان یی همداسی وشرموی هر څوک چی دملت په وینو او خاوره معامله کوی باید رسوا او ذلیل شي غنی د ډيورنډ په سر معامله وکړه پاکستان هم د##### طالبان ورسره کښینول چی په نهایت کی به صرف رسوایی ورته پاتی وی انشا الله

kadir mohmand

بعقیده من مذاکرات دروغی تقلبی صلح با اداره دست نشانده انتصابی اجیر غلام بچه های اجیر میمون صفت صلیبی (ع ، غ) دراخیر جولای در چین هیچ مفهوم ندارد صلح وقتی میشود که اول امریکا/ناتو خاتمه جنگ اشغال خود را اعلان کنند دوم دفتر مقاومت ملی مجاهدین/قیام ملی در قطر رسمی باز شود سوم زندانی (گروگان) های مسلمان افغان که در پاکستان، افغانستان و زندان های سیاه سی آی ای بی گناه زندانی می باشند آزاد باید شوند چهارم نام لیدران مجاهدین از لست سیاه خارج گردد . It is common knowledge that the negotiations in China on July 30,… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x