افغانستان

د واده مراسمو کې د دوو لوريو تر منځ نښته کې شل تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۴ل): بغلان ولايت کې د واده مراسمو کې د دوو نا قانونه وسله‌والو تر منځ نښته کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره شپه ده صلاح ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې او تر سهار ناوخته روانه وه.

د چارواکو په وينا د پېښې قربانيانو کې د ناقانونه وسله‌والو تر څنګ ولسي وګړي هم شامل دي.

امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رسيدلي او دمګړۍ جګړه درېدلې ده.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د هېواد شمال کې د بلخ خپلواک والي عطاء محمد نور، د ګډ حکومت د مشر اشرف غني اول مرستيال جنرال دوستم او بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د شخصي ملېشو د جوړولو هوډ کړی او جنرال دوستم له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو ضد عملياتو لپاره فارياب ولايت کې دی.
د پېښو څارونکي وايي، که هېواد کې د خپلسرو وسله‌والو مخه ونه نيول شي، نو په لنډه موده کې به يو ځل بيا خپلمنځي او قومي جګړې پيل شي او يو شمېر کړۍ په لوی لاس غواړي، چې هېواد کې د وروڼو قومونو تر منځ شخړو او جګړو ته لمن ووهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رضوان الله

دعطا محمد نور او ورسره نور ملګری لکه دوستم محقق وغیره دوی قانون نه منی افغانیت نه منی اسلامیت نه منی انسانیت نه منی بشریت نه منی دملک ریس جمهور نه منی نو دوی اخر ځه منی دوی زورږاکی منی دنورو ملکونو غلامی منی کله دیو مملکت نه دافغانانو دوژلو لپاره کریدیټ اخلی کله دبل مملکت نه پیسی اخلی که په نورو ولایتونو کی خلک وژل کیړی ځوک یی غم نه کوی اوکه په شمال کی یو ډز وشی نو ټوله دنیا ناری وهی چه په شمال جنګ دی بل دوی شخصی ملیشی جوړوی چا یی مخه ونه نیوله دوی… نور لوستل »

gulnabee

دا نو دد ي هيواد اصلي دشمنان دي دوي يوازي دا غواړي چي په دي ملک کي وينه روانه وي اوبه هميش خړي وي ترچو دوي په کي د ماهيانو شکار جاري وساتي دوي د خارجيانوپه غلامي هم افتخار کوي ددوي مشر رباني د خارجيانو د غلامي ذلت ته سر شکته کړي وو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x