نظــر

د الهی عذاب نزول په افغانستان

د دنیا په خلکو باندی عموماً الهی عذابونه په ۵ پنځه طریقو یا شکلونو نازلیږی
۱- ظالم حکمران -۲- بی اتفاقی-۳- جنګ -۴- قحط -۵- ؤبأ
چی په افغانستان باندی په دغه ۵پنځه طریقو یاشکلونو کی دغه دری ۳ رقمه عذاب ۱۰۰٪ فیصده نازل شویدی چی عبارت دی له ظالم حکمران ۲-بی اتفاقی -۳ – جنګ
او دغه نور شکلونه د عذاب چی دی یعنی ؤبأ او قحط – د دی دوه عذابونو نشانی هم تر یوی آندازی پوری را څرګندی شویدی چی د قحط آندازی ته مونږ ګوته نیولی شو

ځکه چی دافغانستان ډیر سیمی دقحط سره مخامخ دی
اول هلته بارانونه نه کیږی فصلونه نه کیږی بیا خلک د باران لپاره لمونځونه کوی دعا ګانی کوی
چی باران وشی تر څو یی مځکی ښه فصل وکړی
مګر کله چی باران وشی دومره ډیر باران وشی چی هغه خلک پخپل سوال کولو پښیمانه وی ځکه چی د هغی باران په نتیجه کی د ونو میوی لکه زردالو – شفتالو -ناک – مڼی آنګور او داسی نورو ته زیان واوړی د دی نه علاوه سیلابونه راشی د خلکو مځکی یوسی دخلکو څاروی یوسی – دخلکو کورونه خراب کړی او انسانی زیانونه هم واړوی
خلک دعا کوی چی خدایه ژمی راغی واوری وکړی چی راتلونکی پسرلی مو اوبه ډیری وی خو بیا چی خبریږی دهغی واوری د وریدو له آمله کلی د واورو لاندی شوی وی – په سرک باندی برف کوچونه راغلی وی او ډیر خلک د هغی په وجهه باندی مړه شوی وی
پخپل وطن کی یعنی افغانستان کی څوک په آزاده ډول خپل کورته نشی تللی -پخپل وطن کی خلک مسافر دی څوک کور نلری په خیمو کی ژوند کوی – څوک کارنلری وږی دی -په یخ کی د یخنی نه پعذاب دی او په ګرمی کی د ګرمی نه پعذاب دی
بیا په بعضو ولایتونو کی خلک شکایت کوی چی زمونږه میوی خرابی شولی آنارو مو چینجی کړی دی یا وایی چی خټکی مو چینجی کړی دی او فصلونه مو دچینجیو په وجهه تباه شول په بعضو شمالی ولایتونو کی د الله پاک یو بل عذاب نازلیږی چی هلته بیا ملخان د خلکو فصلونه له منځه وړی چی دغه دومره ډیر وی چی کنترول کیدای هم نشی یعنی الهی عذاب د ملخ په شکل کی .
په افغانستان کی که غریب دی او که سرمایه دار دی هره لحظه پدی فکر کی دی چی اوس به وژل کیږم
په افغانستان کی چی هر څوک کورته ځی دکور دروازی ته قلف واچوی بیا د دهلیز دروازی ته قلف واچوی او بیا د خپلی کوټی یا خونی دروازه قلفک کړی او پخپله خوب خونه کی هم ویریږی چی غل راباندی رانشی او دغه یو څه چی په کور کی لرم دا رانه ونه یوسی -پخپل کورکی ځان محفوظ نه احساسوی.
غریب چی په لاره روان وی داسی فکر کوی چی اوس به په بم آلوزم
سرمایه دار ویریږی چی اوس به می څوک اختتاف کوی یا به می زوی اختتاف کوی او پیسی به رانه غواړی
حکومتی چارواکی د واړه چارواکی نه نیولی تر وزیرانو او حتی د کرزی پوری دا ویره په زړه کی لری چی اوس به چیرته اود کوم بم ښکار کیږو
نه سرک محفوظ دی
نه ښار او نه بازار محفوظ دی
نه کور او نه کلی محفوظ دی
نه مسجد او نه بل دعبادت ځای محفوظ دی
دافغانستان هر یو اوسیدونکی د یو عجیبه اضطراب سره مخامخ دی
چی دغه ټول د الهی عذاب نشانی ده چی دافغانستان په خلکو باندی نازل شویدی او د دی وجهه داده چی د افغانستان دخلکو اعمال سم نه دی
دهیچا په زړه کی بل مسلمان ورور ته مینه او محبت نشته دی
د هیچا په زړه کی صله رحمی او نرمی نشته دی
هر یو افغان د بل افغان د وژلو په فکر کی دی چی څنګه فلانی ووژنم او آخرت یی هیر دی
هر یو آفغان بل آفغان ته غل دی د بل آفغان جیب ته غل دی -دبل آفغان پیسو او دارایی ته غل دی
ډیر افغانان ظاهراً په شرعه برابر دی پنځه وخته به لمونځونه هم کوی خو په عمل کی یی تر آبو جهل هم آړولی ده
که ټیکسی وان یا بل کوم ډرایئور دی ـ که دوکاندار دی ـ که خیاط دی باور وکړی چی د حد نه ډیر زیات ظالم دی
که ګلکار دی په ایمانداری کار نکوی وایی چی دا کار سبا ته خلاص شی بیا به څه خورم او څه کار به کوم بیخی یی په خدای ،ج، یقین نشته چی زما روزی رسان خو خدای پاک دی
که نجار دی که پلاستر کار دی خو خلاصه داچی یو یی هم په ایمانداری سره کار نکوی
حرامی پیسی یی ګټه ده هم یی پخپله خوری او هم یی اولادونو ته ورکوی نه پخپله دافکر کوی چی دا خو حرامی پیسی دی او نه ورته د کور کوم بل غړی وایی چی دا خو حرامی پیسی دی
هر یو افغان نه غل جوړ شویدی که دی د کور د دروازی سره بیلچه کیښوده او ته ورنه دنـنه د ۵پنځو دقیقو لپاره لاړی بیا چی بیرته راشی هغه بیلچه به هلته نه وی چا به غلا کړی وی او هغه غل دا فکر نکوی چی زه ولی دا بیلچه غلا کړم دا خو زما نه ده – ما نه به په هغه دنیا کی د دی پوښتنه کیږی آخرت یی هیر دی
چی ودونه وی انجونی راولی چی وګډیږی – هلکان راولی چی وګډیږی او بیا دا فکر نکوی چی دا خو مسلمانان دی – دمسلمان آولاده ده. د دومره عظیمی ګناه مرتکب کیږی یو خدای ،ج، پری خبر دی
خو خلاصه داچی هر یو افغان په یو نه یو فسق او فساد آخته دی یعنی داچی هر افغان په یو نه یو بد عمل باندی آخته دی
نو پدی وجهه الله تعالی په افغانانو باندی مختلف عذابونه نازل کړیدی چی د هغی جملی نه یو څو کوچنی بیلګی یی ما تاسو ته وړاندی کړی

په پخوا زمانه کی یو ښار ؤ چی د سیند په غاړه آباد وو -تاسو داسی فکر وکړی لکه د کابل
ښار چی څنګه آباد دی
یو وخت په دغه ښار دیو بزرګ یا کوم ولی الله اویا کوم رسیدلی سړی ګذر شو – نو دلته چی دغه ولی الله متوجه شو چی د دی ښار هر یو سړی یو عیب لری – دچا یو لاس قطع شویدی -دچا بیا یوه پښه قطع شویده -د چا بیا غوږ نشته دی – دچا بیا سترګه وتلی ده – د چا بیا دواړه لاسونه او یا دواړه پښی نشته دی
خو چی په لنډ ډول یی در ته ووایم هریو سړی یو عیب درلود او بی عیبه خلک هم پکښی وو
نو دیو چا نه یی پوښتنه وکړه چی د دی ښار خلک ولی څوک ګوډ دی څوک بی لاسه دی -د چا سترګی وتلی دی او څوک……………..
په جواب کی ورته هغی سړی وویل چی په هر کال کی یو ځل له دغه سیند څخه یو عجیب مخلوق راوځی چی په قد کی زمونږ نه واړه هم دی خو ډیرزیات جنګیالی دی
دوی چی کله را ووځی نو مونږه ته هم ووایی چی ځانونه د جنګ لپاره تیار کړی
مونږه چی کله ځانونه د جنګ لپاره تیار کړو صفونه جوړ شی
دوی زمونږ نه دوه پوښتنی کوی چی
تاسو چا پیدا کړی یاست ؟؟؟
مونږه ورته جواب ورکړو چی مونږه الله پاګ پیداکړی یو یعنی زمونږ خالق خدای پاک دی
بیا دوی زمونږ نه دوهمه پوښتنه وکړی چی مونږه چا پیدا کړی یو یعنی زمونږخالق څوک دی؟؟؟
بیا مونږه ورته جواب ورکړو چی تاسو هم الله پاک پیداکړی یاست یعنی ستاسو خالق هم الله پاک دی.
بس د خدای پاک نیکه بنده چی کله مونږه ورته دغه جواب ورکړو -هغوی له ډیری غصی دومره یو خطرناکه جنګ شروع کړی چی دا نه ګوری چی په کوم ځای وهل خوری
که دی لاس قطع شو – که پښه قطع شوه او که مړ شوی – نر هغه دی چی وتښتی او ځان ورنه خلاص کړی او عجیبه خو لا داده چی په دوی کی یو هم نه مړ کیږی او نه زخمی کیږی
دغی د خدای دوست چی کله دغه خلک ښه صحیح مطالعه کړل – د دوی اعمال یی ولیدل – د دوی بی دینی یی ولیدله -نو دی نتیجی ته ورسید چی
دغه خلک ټول بد عمله دی او دغه عجیبه مخلوقات چی له دغی سیند نه راوځی  دا د دی خلکو بداعمال دی
چی پدی شکل ورته راوځی – له دی خلکو سره دوباره جنګ کوی – همدغه خلک له همدی مخلوقاتو سره په جنګ کی مړه کیږی -ګوډیږی ـ ړندیږی او………………
دغی د خدای دوست د دی ښار ټول خلک راجمع کړل او حقیقت یی ورته بیان کړ او سمه لار ی ورته وښودله او د تیرو بدو اعمالو نه یی ورته د توبی ویستلو تلقین هم ورکړ چی د ښار ټولو اوسیدونکو په ورین تندی قبول کړ
او بیا هغه د خدای دوست ورته دا هم وویل چی هغه عجیبه مخلوق به یو ځل بیا هم د جنګ لپاره له همدغه سیند نه راوځی او تاسونه به بیا هم هماغه پوښتنی کوی
خو داځل به تاسو ورته په جواب کی داسی وایاست
هغوی چی له تاسو نه پوښتنه وکړی چی مونږه چا پیدا کړی یو ؟؟؟؟؟
نو تاسو به ورته جواب ورکړی چی تاسو زمونږ نه پیداشوی یاست یعنی ستاسو خالق مونږه انسانان یو – تاسو زمونږه ګناهونه او بد اعمال یاست – مونږه مخکی هم توبه ویستلی ده او اوس هم توبه وباسو ستاسو په مخکی یی وباسو چی نور د بدو اعمالو نه توبه ده
نو نور به تاسو له دغه عذابه چی د جنګ په شکل کی دی خلاصی پیدا کړی
نو زما ورونو خبری ډیری دی او سر یی یو دی چی د افغانستان زیادتره خلک په بد اعمالو آخته دی – دغه جنګونه چی خلاصی نلری – دغه ولږه تنده – بیکاری -بی کوری-غلا – قتلونه – بی برکتی – قیمتی -بی عدالتی – بی نظمی – ذهنی پریشانیانی – یخنی – ګرمی او داسی نور …….
دا ټول د افغانستان د خلکو دبدو اعمالو نتیجه ده
زما د دغی لیکنی دلوستلو نه بعد تاسو لږ فکر وکړی ما چی څه لیکلی دی هغه ریشتیا دی او که غلط
چی زمونږدافغانستان خلک تر کومه حده بد عمله او ظالمان دی ؟؟؟؟؟؟
الله تعالی دی مونږه ټولو افغانانو ته د نیکواعمالو په کولو – او دبدو اعمالو نه په توبه ویستلو سره توفیق راکړی – آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x