د ملي شورا ځينو غړو فارياب ته د دوستم پر سفر نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني لومړی مرستيال جنرال دوستم له تېرو څو ورځو راهېسې فارياب ولايت کې دی او ګواښ يې کړی، که طالبان ورته تسليم نه شي، نو د ځمکې له سره به يې ختم کړي.

د دوستم شخصي ملېشې له تېرو څو ورځو راهيسې فارياب کې د پښتنو او نورو ولسي خلکو کورونه او مالونه لوټي او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.

د ملي شورا غړو فارياب ته د دوستم په سفر سختې نيوکې کړي او وايي، چې د مخالفينو د ځپلو لپاره بايد هېڅوک شخصي ملېشې جوړې نه کړي.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی ډاکټر رمضان بشردوست وايي، له څلوېښتو کالو راهيسې يو شمېر خلک د هزاره، تاجکو، ازبکو او نورو قومونو مشران شول او د همدې قومونو په سر يې خپل جېبونه ډک کړل، ماڼۍ يې ودانې کړې جريبونو جريبنو ځکمې يې ونيولې او اوس وايي، چې دغه خلک به لنډه موده کې طالبان ورک کړي، مګر دوی دا خبره هېره کړې، چې ملا عمر دوی ټول په يوه منډه له هېواده شړلي وه.

ولسي جرګه کې د ميدان ورګو استازي غلام حسين ناصري وايي، چې د ملي اردو او پوليسو په روزنه ډېره درنه پانګه لګېدلې او تر اوسه د دولتي ځواکونو عملياتو هېڅ پايله نه ده لرلې، نو د دوستم او نورو مشرانو شخصي ملېشې به کله په دې وتوانيږي، چې طالبان له منځه يوسي او يا يې کمزوري کړي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري فارياب کې د جنرال دوستم د کړنو ملاتړ کوي او وايي، چې د فارياب عمليات د ملي اردو عسکر کوي او جنرال دوستم سيمې ته د ملي اردو ځواکونو د مورال ساتلو لپاره تللی دی، مګر جنرال دوستم ويلي، چې دی په خپله د طالبانو پر ضد عمليات کوي او تر هغو به له فاريابه را نه شي، چې طالبان يې له فاريابه نه وي وېستلي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د عطا محمد نور، جنرال دوستم او صلاح الدين رباني له لوري د شخصي ملېشو جوړول که له يوې خوا د خپلمنځي جګړو او قومي شخړو لامل کيږي، بل پلو هېواد کې د سولې روانو هيلو لپاره هم مرګونی ګام دی او دې سره د ملي اردو او پوليسو حيثيت هم له منځه ځي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

خپلو افغانانو وروڼو ته په جرات داخبره کول غواړم چې: الله تعالی د هر فرعون لپاره یو موسی ساتلی او رالیږلی، دا مردار خور او وینه څښونکی به د خدای سره له مخامخ کیدو چیرې وتښتي؟ آیا ددې پوښتنې ځواب له چا سره شته؟

شهاب
میلمه
شهاب

که دی رشتیا هم دومره تکره وی نو تیر مهال خوهم دی له طالبانو سره وجنگیده نو بیا ولی وتشتید او طالبان یی ورک نشو کرای چه دا وار به یی ورک وکری