نظــر

افغانستان؛ طالبان، مذاکرات او څو ترخې خبرې

سليم ساپی

د افغانستان موضوعاتو په اړه د پاکستاني رسنيو فعاليتونه د شک او نشت برابر دي، داسې څېړنيز راپورونه ډېر کم دي، چې له کرکې، حکومتي مداخلې او لاسوهنې پرته دې رسنيو ته ورسيږي او په اوسني وخت کې بې پرې او خپلواک رسنيز فعاليتونه د ځان، ايمان او حتا د عزت لپاره ګواښ دی او له همدې امله زما غوندې «ليونی» ژورنالېست هم له دغسې خطرناکو موضوعاتو ځان ګوښه ساتي.

زه غواړم د سياست او ژورنالېزم د يو شاګرد په توګه د افغانستان په موضوع يو څو ټکي
وکاږم او هغو ستونزو او ګواښونو ته په لنډه توګه اشاره اشاره وکړم، چې روانو حالاتو کې افغانستان او پاکستان ورسره مخ دی.

له افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني په هېواد کې دننه او بهر د خلکو ډېرې تمې وې، مګر بدبختانه د نوموړي حکومت په کور دننه له داسې ستونزو او اختلافاتو سره مخ دی، چې له امله يې په بشپړه توګه ناکامه بلل کيږي.

په لومړيو وختونو کې داسې تمه کېده، چې اشرف غني به له خپل انتخابي سيال ډاکټر عبدالله «د ملي يووالي حکومت» جوړ کړي او د افغانستان ستونزې او کشالې به په ډېره اسانۍ حل و فصل کړي، مګر د دواړو ډلو د خپلمنځي اختلافاتو او ستونزو له امله دغه حکومت په ټپه ولاړ دی.

د پارلمان خپل قانوني وخت پوره شوی، د نوو ټاکنو پر ځای يې د پارلمان وخت تمديد کړ او هغه هم د دې لپاره، چې د نوموړي کابينې ته د باور رايه ورکړي، مګر په دې کې هم تر ډېره پاتې راغی.

امنيتي حالات له اندازې زيات خراب دي. پاکستاني رسنۍ په دې اړه راپور نه ورکوي، مګر د طالبانو بريدونه او چاودنې ورځ تر بلې زياتيږي، سويلي او ختيځ ولايتونه خو له پخوا د طالبانو لاس کې دي، حکومتي چارې يې په ټپه درولي او په لومړي ځل يې کندز «او بدخشان» شمالي ولايتونه هم ونيول. پاکستان سره د همکارۍ او دوستۍ له امله داشرف غني مخالفين، رسنۍ، حتا پارلمان د اشرف غني پر ضد يو مخيز پروپاګند او مخالفت پيل کړی او د اشرف غني يوازينی ځواب همدا دی، چې پاکستان ده سره د طالبانو د ستونزې د حل کولو ژمنه کړې او په څو مياشتو کې به دغه ژمنه عملي کړي. اشرف غني په خپل ذهن کې د تېر اپرېل مياشت د ژمنې د عملي کولو وورستی تاريخ ټاکلی و او له هغې وروسته اشرف پاکستان ته وويل، چې دی نور انتظار نه شي کولای.

پاکستاني چارواکي د اشرف غني په ځواب کې وايي، چې د دوی له وسه څه کيږي، هغه کوي او کړي يې دي. پاکستاني چارواکي وايي، چې قطر، دوبۍ او چين کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ناستې شوي او دې کې پاکستان خپل اغېز کارولی دی او طالبانو ته يې په سختو ټکو خپل پيغام کې ويلي، چې افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي، مګر د مذاکراتو هېڅ پايله تر اوسه نه ښکاري او نه به راتلونکي وخت کې ښکاره شي.
دا چې مذاکرات له ناکامۍ سره مخ کېدونکي دي، نو اشرف غني له پاکستانه غوښتي، چې د طالبانو په ځپلو کې افغانستان سره مرسته وکړي، مګر دا کار د پاکستان لپاره ستونزمن او ناشونی دی.

زما اندېښنه دا ده، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې به د پاکستان او کرزي د وروستيو وختونو د اړيکو په څېر يو ځل بيا ترينګلې شي او اشرف غني به د خپلو کورنيو ستونزو او ناکاميو پړه هم پر پاکستان واچوي او دغه ستونزه به نوره هم سره وغځيږي.

پر افغان طالبانو د پاکستان د اغېز په اړه پخوا هم له مبالغې کار اخيستل شوی و او اوس هم د افغان حکومت غوښتنې او خواهشات پر دغو مبالغو ولاړې دي او د بدبختۍ ځای لا دا دی، چې د نواز شريف حکومت او کاري ټيم يې هم د دغه تصور او مبالغې له مخې اشرف غني سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې وه.

بل پلو له تېر يو کال راهيسې د افغان طالبانو او پاکستان اړيکې هم مخ پر خرابېدو دي. شمالي وزيرستان کې د «ښو او بدو» طالبانو د نه توپير اعلانونو او افغان حکومت سره د پاکستان نږدې والي د طالبانو اندېښنې زياتې کړي او ځينې يې داسې فکر کوي، چې پاکستان دوی سره يو ځل بيا بې وفايي وکړه او بل پلو طالبانو له تېرو دوو کالو راهيسې له نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې رغولوي او دغه اړيکې د پاکستان پر ځای د دوی لپاره يو متبادل بللی شي.

په عين حال کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ فاصلې نورې هم زياتې شوي او د پاکستان هغه پخوانی نسبي اغېز هم کم شوی دی.

زه فکر نه کوم، چې افغان حکومت سره د اړيکو د خرابي په صورت کې به طالبان يو ځل د پاکستان دوستۍ ته د پخوا په څېر ژمن پاتې شي.

افغانستان سره د لنډمهالو ښو اړيکو له برکته د جنرال پروېز مشرف او ځينو نورو پاکستاني مشرانو حوصلې هم لوړې شوي، په نړيوالو رسنيو کې يې افغانستان او امريکا سره يې په ډبل ګېم اعتراف کړی. پخوا به يوازې امريکا او افغانستان پر پاکستان د دوه مخۍ تور لګاو، مګر اوس خو جنرال مشرف په خپل هېواد په خپله تور لګوي، چې افغانستان او امريکا سره يې دوه مخي کړې ده.

افغانستان کې داعش هم په ډېره چټکتيا مخ پر وړاندې روان دی او ځينو ځايونو کې يې افغان طالبانو ته هم ستونزې پيدا کړي او داعش ډېر پرمختګ ډيورينډ کرښې ته څېرمه سيمو کې کوي او دغو سيمو کې د افغان طالبانو لپاره داعش د يو چلينج په توګه رامنځته کيږي.

داسې هم ويل کيږي، چې له پاکستانه د نهيلۍ له امله افغان حکومت او ناټو افغانستان کې د داعش پراختيا او پرمختګ لپاره کار کوي او د افغان طالبانو د ځپلو لپاره د داعش ملاتړ کوي.

اوس که داعش او پاکستاني طالبان افغانستان کې پرمختګ وکړي، نو راتلونکي لنډ وخت کې دغه کارونه د پاکستان لپاره هم ستر ګواښ دی او دې سره د پاکستان ستونزې نورې هم زياتېدای شي.
پاکستاني پوځ د وسله والو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات وکړل او اوس هم لګيا دي، مګر د وسله وال مخالفت لامل او بنسټ لا هم په خپل ځای پاتې دی.

د حکومت له لوري « نېشنل ايکشن پلان» يوازې د خولې خبرې وې او هماغسې په هوا کې پاتې شوې، چې هېڅ عملي نمونه يې موږ ونه ليده. تر اوسه د قبايلو د ژوند حالاتو کې هېڅ بدلون را نغی، تعليمي اصلاحات نه دي راغلي، عدلي نظام هم د پخوا په څېر په خپل خراب حالت کې دی، د ملي امنيت تصورات لا هم په خپل کمزوري حالات کې دي، امنيتي ادارې په خپلو کې سره همغږې نه دي او افغانستان سره د سرحدي سيمو د څار په اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی او يو کال وړاندې، چې د يادو موضوعاتو په اړه کوم مصنوعي همغږي رامنځته شوې وه اوس د هغې درک هم نه لګيږي او په عين حال کې د پوځ او امنيتي ادارو تر منځ فاصلې نورې هم مخ پر زياتېدو دي.

که په دغسې حالاتو کې د پاکستان لويديځو سرحدي سيمو کې نوي او پخواني ګواښونه سره يو شي، نو په ډېره اسانۍ پوهېدای شو، چې د پاکستان ستونزې او مشکلات به څومره زيات شي او زما په ګومان پاکستان د دغو راتلونکو څو بعدي ګواښونو لپاره هېڅ تياری نه لري او دا هم بايد ووايم، چې د داسې ستونزو او ګواښونو څار د صدر اعظم او د هغه نا اهله کاري ټيم په لومړيتوبونو کې شامل نه دي او نه د دې لپاره وخت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

ساپی صيب همداسي ده، خکلی تحلیل دی کری. خو زه نه پوهیگم چی پاکستان ولی طالبانو ته يې په سختو ټکو خپل پيغام کې ويلي، چې افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړی، آیا طالبان دپاکستان دکنترول لاندی دی؟ که وی نو بیا سخت تکی ولی استعمالوی او په زور یی دمذاکراتو میز ته راکش کوی، او که نه وی نو دپاکستان دباو به په طالبانو سه تاثیر او اغیز وکری چی دافغان حکومت سره مذاکراتو ته کینی؟ او پخوا یی چی کوم نسبی اغیز لاره – لکه تاسو چی فرمایلی- سبب یی سه وه؟ او دا زینی دنیاوال… نور لوستل »

شاه ولیکوټي

دهمدې وړوکي تحلیل په وجه شاید دځینو هغو کسانو اذهان لږ پاک سوی وي چې دمیډیا په وجه یې داخبره ذهن ته ننوتلي چې طالبان دپاکستان بي مهاره غلامان دي ، زما مطلب خپلواک افغانان دي، نه دافغان حکومتي اتباع او دهغوی خواخوږي ، ځکه هغو ی ته په امریکایي موټرکي سپرتیا ، دامریکایانو لخوا تنخوا ،په امریکایي الوتکو کي دځان امکالول ،دامریکایي پو ځیانو په دفاع کي ځان ختمول ازادي ایسي ، او دځینو طالبانو دکورو مو جودیت په پاکستان کي ورته غلامي ایسي، اصلا د دو ی د ټولو حواس خمسه وو اذراک د‌ ډالرو ځلا ورڅخه وړی… نور لوستل »

عصمت مديزى

افغان حكومت ده پاکستان سره پټه معامله کړى ده خلک ده شاه شجاع پسى غلطى ليکنى کوى شاه شجاع ترکرزى اواشرف غنى ډيرغيرتمن ووکله چى شاه شجاع نيم افغانستان انګريزانوته وسپاره ترسترګويى اوښکى بهيدلى دکمزورى له امله خوبياى هم پرانګريزانوخرڅ نکړده انګريزانوپه ګروى توګه خپل کړاوپاکستان په نوم هيواديى جوړکړنوبيا ډيورنډرامنځ ته سو خو کرزى اواشرف غنى په پټه هيوادپرپنجاب خرڅ کړى بى ګناه افغانان په پنجابيانووژنى ده يوى خواهيواديى خرڅ کى دبلى خواعام ولس ته درواغ وايى چى پنجاب زموږدښمن دى ملک موخرابى

الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! زمونږ حتی د رشتونو او خپلواکو څیړونکو او ارزوونکو لویه ستونزه دا ده چه په ځینو واقعاتو او حالاتو کی د ماضی، حال او مستقبل را یادونه یا ارزونه هم اړینه وی لکه د یو ناروغ د ناروغی د تشخیص د پاره چه ډاکتر هم د هغه تیر وخت، هم اوس وخت حالات او علایم په نظر کی نیسی چه د دی ناروغی ټول دلایل اوعوامل څه وو او راتلونکی کی به دا ناروغی نوری کومی ستونزی زیږوی. مونږ هم د پاکستان په اړه د پاکستان په ماضی هم وپوهیږو چه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x