نظــر

د برما پنځوس کلنه غميزه

دا لومړی ځل نه دی چې د برما په ارکان ولایت کې روهینګا نژاده مسلمانان له روانو کړاوونو په څير کړاوونو سره مخ دي، بلکې دا د هغې قصابۍ او ټول وژنۍ سلسله ده چې له څه باندې پنځوسو کلونو راهيسې ادامه لري. خو هغه څه چې د سړي پام وراوړي دا دي چې ولې نړيواله ميډيا پرلپسې توګه دا موضوع بې ارزښته نيسي، ولې اسلامي نړۍ د دې خونړيو پيښو په وړاندې عملا اقدام نه کوي؟ ولي ملل متحد، سوپر پاور، او د بشر د حقوقو مدافعين چپه خوله ناست دي؟

برما: موقعيت او نفوس يې:

د برما دولت د اسيا په جنوب ختيځ کي پروت دی، له بنګلديش، هند، چين، لاوس او کمبوديا سره پولې لري. له شپيته ميليونه زيات نفوس لري، اکثريت يې برمايي نژاده او د بودايي دين پيروان دي، او د رسمي شميرنې له مخي ۴٪ (يعنې تقريبا دوه نيم ميليونه) او د ګڼو اسلامي جهتونو په قول ۱۰٪(شپږ ميليونه) اوسيدونکي يې مسلمانان دي، خو په دې وروستيو کې د اکثرو په قول دا شمير لس ميليونو ته پورته شوی دی.
مسلمانان يې بيلا بیل نژادونه لري او په بيلا بيلو سميو کې ميشت دي چې يوه لويه برخه يې په مرکز کې اوسيږي، چينايي نژاده مسلمانان يې په شمال کې، ملاوي نژاده په جنوب کې او روهنيګا نژاده په غرب کې د ارکان په ولايت کې اوسيږي او هغه همدا نژاد دی چې نن له سختو کړاوونو، ټول وژنو، شړلو او رټلو او ډول ډول عذابونو سره مخ دي.
د مسلمانانو ځورونه:
په برما کې د مسلمانانو غميزه يوه پيچلې او ژوره غميزه ده، دلته يې مونږ په درې برخو ويشو:
له يوې خوا پوځي ظالم حکومت له شپيتو کلونو راهيسي په عمومي توګه په خلکو باندې د ډانګ او سوټي په زور حکومت کوي، مخالفين وژني که هغه د هر دين پيروان وي، دا نظام له نورې نړۍ سره چندان ټينګې اړيکې نه لري، له يو شمير دولتونو لخوا ورباندې ځينې قيود او بنديزونه ايښودل شوي ترڅو له برمايي (بودايي) مخالفينو سره يې په چلند کې ښه والی راشي.
له بلې خوا يوازې مسلمانان د ديني اقليت له وجي له سختو کړاوونو سره لاس او ګريوان دي، کله چې په افغانستان کې طالبانو د بودا مجسمي ونړولي نو په برما کې يو شمير جوماتونه وسوځول شول.
او په اخر پړاو کې په ځانګړي او خصوصي توګه له شپيتو کلونو راهيسې په روهنيګا نژاده مسلمانانو باندې مسلسل ظلمونه روان دي، دولت دوی برمايي وګړي نه ګڼي بلکې د بنګلديشي اجنبيانو په نظر ورته وګوري، هر کال يې په شړلو، وژلو، وينې تويولو سره تيريږي، په سلګونو زره ترې بنګلديش ته اوښتي او تر هغه وروسته د هغه دولت لخوا هم نورو ته اجازه نه ورکول کيږي په دې دليل چې دوی بنګاليان نه دي.
ورستيۍ پيښې كله پيل شوې؟
د روهینګا نژاد پر وړاندې روان وحشت په بنيادي توګه هم د دولت لخوا ترسره کيږي کوم چې دوی ته له برمايي جنسيت له ورکولو انکار کوي، او هم د هغو متعصبو بودايي ډلو لخوا کوم چې شپه او ورځ د دوی دوژلو، حلالولو، سوځولو او تعذيبولو دنده پر غاړه لري.
خو د دې وروستيو پيښو ظاهري سبب دا و چې د روان ميلادي کال د جون مياشتې په پيل کې، د برما حکومت د يو اعلان په ترڅ کې خپل چمتووالی وښود چې روهينګا نژداه وګړو ته د دې هيواد جنسيت ورکړي، په دې سره د متعصبو بودايي ډلو وحشت راوپاريد، په مسلمانانو پر ضد په حملو او وژنو يې  لاس پورې کړ، ترڅو حکومت مجبور کړي چې له خپل اعلان شوي تصميم نه واوړي. بودايانو په پيل کې پر يو ګاډي باندې چې لس تنه مسلمان علماء په کې سپاره وو او له عمرې نه راغلې وو، بريد وکړ، بريد کوونکو شمير چې يې له ۴۵۰ تنو بوذيانو اووښتی و، په یرغمل شوو علماءوو لاسونه او پښې وروتړل او بيا يې پرې په جمعه سره د لرګيو ګوزارونه پيل کړل تر هغه چې لس واړه علماء په شهادت ورسيدل. د دې لپاره چې برائت حاصل کړي، دوی دعوه وکړه چې دا کار مو د هغې بودايۍ نجلۍ په انتقام کې وکړ چې د يو مسلمان ځوان لخوا پرې لومړی تيری شوی او بيا يې وژلې ده.
حكومت ډير شرموونکی موقف ونيو، د څلورو تنو مسلمانانو د نيولو امر يې وکړ په دې دليل چې دوی د بودايۍ نجلۍ په قضيه کې د لاس درلودلو له وجې تر شک لاندې راغلي، او هغه ۴۵۰ قاتلان يې پرته له کومې محکمې پريښودل!!
ورپسې يې همدغه سلسله تعقيب کړه، نر، ښځې او ماشومان يا ژوندي ووژل، يا يې وسوځول او يا يې اندامونه قطع شول. عجیبه ده، بودايان په ډاډه زړه د مسلمانانو په کليو او کوڅو کې له چړو، تورو او ډانګو سره ګرځي، کورونه سوځوي او او سيدونکي يې وژني، او دا ټول د حکومتي چارواکو او پوليسو په موجوديت او حضور کي!!
له دې نه وروسته برمايي ولسمشر اعلان وکړ چې روهينګا نژاده وګړو ته جنسيت نه ورکول کيږي او بايد دوی له برما او بنګلديش پرته یو دريم دولت ته واستول شي.
د برما د روهینګا نژاده مسلمانانو د فیصدۍ په اړه مختلفې احصايي راغلي, څوک يې د برما د مسلمانانو ۵۰٪ ګڼي، او څوک بيا وايي چې دوی د برمايي مسلمانانو ۷۰٪ تشکليوي. خو د برما ولسمشر په خپلو خبرو کې د هغو روهینګايي وګړو شميره اته لکه وښوده کوم چې دوی يې دريم هيواد ته استول غواړي، څرګنده ده چې دا شميره د برمايي مسلمانانو د شمير له ۵۰٪ څخه ډیر راښکته ده. خو داسې ښکاري چې په ارکان ولايت کې نور مسلمانان (روهينګا نژاده وي او که نور) هم ميشت دي کوم چې برمايي جنسيت لري او دوی يې دريم دولت ته نه شړي.
په پای بايد يو ټکي ته اشاره وشي چې:
د دې لپاره چې د دښمن له وحشتونو پرده پورته او د مقابل لوري حقانيت لا څرګند شي، د اړوندو انځورونو او ويډيوګانو نشرول ښه کار دی، بلکې دا د هر مسلمان واجب دی چې تر خپلې وسې د کافر دښمن پر ضد کار وکړي او له مسلمان لوري سره مرسته، که هغه د دنيا په هر سيمه کې وي. خو تعجب هغو يو شمير افغان ځوانانو ته چې تر بل هر چا وړاندې په فیسبوک کې پر خپلې صفحه د برمايي، فلسطين، مصر، عراق او نورو مسلمانانو انځورونه ښه ګرم ګرم خپريږي، خو د خپلو زرګونو مظلومو مسلمانو هيوادوالو د مرستې لپاره يې له لوري هيڅ راز غبرګون نه راڅرګنديږي!!
له ډيرې اوږدې مودې راهيسې مې دي نقطې ته پام ورواوښتی، نن مې غوره وګڼله چې له لوستونکو سره يې هم شريکه کړم. تر کومه چې ما درک کړې، داسې خلک دوه ډلې دي:
ځينې يې د وطن او مسلمانو هيوادوالو په اړه د خپلې ډيرې بې غورۍ او غفلت له وجې داسې او دي ته ورته کارونه کوي، دا ډول خلک د دنيا په هر قوم او سيمه کې شته، دوی هغه عوام بللی شو کوم چې په ژوند کې هيڅ باارزښته هدف نه لري، د دوی تربيه کول او سمول دومره ستونزمن کار نه دی.
خو زيات شمير يې هغه کسان دي چې له ځانګړو جهتوتو سره تړاو لري، چې يو له هغو څخه (جمعيت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان) دی، دوی خپل اصول او خپلې تګلارې لري چې د همغو مطابق دا کارونه کوي، د دوی په اړه مې غوښتل په بله ليکنه کې په تفصيل سره بحث وکړو چې دوی څوک دي، څه اهداف لري، هدف ته درسيدو لپاره څه ډول وسايل استعمالوي او د قران او سنتو له لارښوونو سره په څومره واټن کې پراته دي؟ خو څه وخت مخکې يو ملګري يوه وړه رساله چې دوه عنوانه يې درلودل: (مرکز فرهنګي یا جمعيت اصلاح: اصليت و حقيقت) او (جمعيت اصلاح يا جمعيت انما نحن مصلحون؟)، څرنګه چې په رساله کې تقريبا په همغو نکاتو بحث شوی و کوم چې زما په ذهن کې هم ګرځيدل نو زه هم په همغې بسنه کوم.
  دلته صرف دومره وايم چې دوی هغه خلک دې چې تل دا کوښښ کوي چې افغانانو ته داسې صوفيانه تربيه وړکړي چې له بهرنيو اشغالګرو سره يې هيڅ ډول ټکر رانشي، او د دې لپاره چې خلک له جهاده مصروف وساتي نو يا ورته د قرآن پوهنې درسونه (؟!) ترتيبوي، يا د سيرت پوهنې مسابقې (؟!)، او په نتيجه کې داسې ځوانان جامعې ته وړاندې کوي چې د جهاد مخالف او اذهان يې په ګڼو شکوکو او شبهاتو سمبال وي.
یادونه: دا مقاله په اصل کې له څه زيادت او تصرف سره له يوشمير نورو مقالو نه ژباړل شوي د بيلګې په توګه د ياسين عز الدين لیکنه: مسلمي بورما المأساة المنسية, او ځينې نورې.

ليکنه: ابراهيم ستوری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x