ټولنیزه برخه

د سپينږيري يمني ایمان تازه کوونکې کیسه

حامد افغان

یو سعودي میشتی یمنی کیسه کا چې کفیل مي د زکات پیسې راواخیستلې او په غریبو کورنیو پسي روان شوو، د زکات پیسې یې پنځه پنځه زره په لفافو کې بندي کړې وې، موږ له یوه کلي راووتلو او د جده -جازان په سرک روان شوو، په سپیره دښته کې مو په سرک یو سپينږيری ولید چې روان و، هغه 70 کلن برېښیدی خو بدن یې قوي او ښه تکړه و، ملګري مي وویل: دا سړی په دې دښته کې څه کوي؟ ډریور مو وویل: دا به خامخا یمنی وي او په غلا سعودي ته راوښتی دی.

د سړي خواته مو موټر ودراوه، سلام مو ورته وکړ او ومو پوښتی چې څوک یې؟ هغه وویل: یمنی یم، موږ ول: چرته روان یې؟ ول: بیت الله ته روان یم، په قانوني توګه راغلی یې؟ ول: نه په غلا راغلی یم، ملګري مي ورته وویل: په قانوني توګه ولي نه راتلې؟ ول هلته 2000ریاله غواړي، او زما سره 200ریاله دي، سل مي تر دې ځایه د موټر کرایه کړل او سل راسره پاته دي. ملګري مي ورته وویل: څومره موده کیږي چې راروان یې؟ ول شپږ شپې، روژه مو ده که بوزه؟ هغه ویل: روژه مي ده،

ملګري مي ورته وویل: ته تقریبا په پنځو امنیتي پوستو راتیر شوی یې هغوی څه نه درته ویل؟ هغه وویل: په الله قسم زه د هغوی خواته راتیریدلم خو غږ یې هم نه دی راته کړی، ما ورته وویل: ته به دلته مزدوري ته راغلی یې؟ ول په الله قسم که مزدوري ته راغلی یم، عمرې ته راغلی یم د بیت الله لیدلو شوق لرم او مکې ته ځم، ملګري مي ورته وویل: په دې څو شپو کې د لاري پولیسو هم نه یې نیولی؟ هغه وویل: دا نیم ساعت مخکي یې پرېښودلم، 50 کیلومتره وړاندي یې ونیولم پوستې ته یې راوړم هغوی ته مي قسم وکړ چې عمرې ته ځم او خوشی یې کړم.

له ځانه سره مي وویل: سبحن الله! الله جل جلاله پولیس هم ورته ایل کړل چې بیت الله ته یې نږدې کړي، ملګري مي د زکات د پیسو دوه لفافې راوایستلې او ورته کړه یې: واخله دا د زکات پیسې دي، پیسې یې ورواخیستلې او جزاک الله یې راته وویل، هغه په دې نه و خبر چې لفافو کې څومره پیسې دي، ورته ومي ویل: لفافې خلاصي کړه او پیسې په کمربند کې کیږده چې خوندي شي، چې خلاصي یې کړې او ویې لیدلې چې 10000 ریاله دي موږ ته یې وکتل او ویې ویل: دا ټولي مو ماته راکړې؟! موږ ورته وویل: هو، سړی کيناست حالت یې ښه نه شو او بېهوښي غوندي پرې راغله.

موږ له موټره ورښکته شوو اوبه مو پرې وپاشلې، لیږ ځنډ وروسته سړی لیږ ښه غوندي شو خو په ژړا شو او ژړا کې یې همدا خبره کوله: دا ټولي پیسې زما دي، دا ټولي پیسې زما دي، لنډه دا چې ملګري مو وویل: راځئ موټر ته یې وخیږوو او یو څه یې مخته يوسو، یو څه مخته ولاړو سړی ارام او ښه شو، ما ورته وویل: اکا! دومره زیات مو ولي وژړل؟ ول: زویه! یمن کې یو کورګی لرم، څنګه ته یې زما لیږ ځمکه وه هغه مي د الله له پاره جومات ته وقف کړه، ما او زامنو مي په په ډېره سختي سره په کاڼو او خټو جومات ورساوه خو د جومات د ننه کار او فرش له پاره مو هیڅ وس نه لاره.

ما او زما ملګرو د يمني بوډا دې کیسې ته سخت ډېر وژړل، ملګرو ته مي وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د چا چې اخرت لوی غم وګرځي دنیا به یې ټوله په خدمت کې وي، ملګري ته مي اشاره وکړه چې دوه لفافې نوري هم ورکړه او ټول مو 20000 ریاله ورکړل، سپینږیري د سلګیو او اوښکو په بدرګه او عجیب کیفیت سره دعاوي راته کولې، او په داسي حال کې مو رخصت کړ چې موږ ټول غریو نیولي، ستوني مو نښتي او اوښکي مو رواني وې.

سپينږيری يمنی ځکه بېهوښه او په ژړا شو چې د الله له پاره وقف کړي جومات تکمیلولو ته یې پیسې پیدا کړي، او ورسره د عمرې لګښت، په الله جل جلاله مخلصانه باور او توکل، د مومن لویه پانګه ده، او څوک چې الله ته ځان وسپاري الله د هغه دی او د چا چې الله مل شي هغه هرڅه وګټل، دې کیسې زه ډېر زیات اغیزمن او خوشاله کړم، الحمد لله زموږ په زمانه کې له ډېرو بدمرغيو او فتنو سره داسي کسان هم پیدا کیږي چې روژه په خوله په سپيرو بيدياو کې د الله د کور لور ته په شپو شپو پیاده مزلونه کوي او خدای ورکړې او ورکوونکې شتمني د الله په لاره کې لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شفیق نوری

د عالماوو نه می اوریدلی وو چی د زکات په پیسو باید جومات جوړ نه شی نو دی شیخ څنګه د مسجد د آبادولو لپاره زکات ورکړی دی؟

hamid afghan

نوري صیب دوی اصلا ده ته زکات ورکړ لکه هغه لس زره یې چې د جومات له کیسې مخکي ورکړې له هغه وروسته ده د جومات کیسه ورته وکړه نو دی یې مالک وګرځاوه اوس د هغه خوښه ده چې هر ځای یې مصرف کوي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x