fbpx

يوسف حليم د سترې محکمې د رييس په توګه لوړه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري یوسف حليم د سترې محکمې د نوي رییس په توګه وټاکل شو، چې څو شېبې وړاندې يې د لوړې مراسم پای ته ورسېدل.

يوسف حليم چې تر دې وړاندې د عدليې وزارت د قانون جوړونې علمي څېړنو کې رییس پاتې شوی دی، نن د ولسي جرګې له لوري تاييد او د اشرف غني له لوري رسماً ورته دنده وسپارل شوه.

يوسف حليمي، د سترې محکمې نوی رييس

يوسف حليمي، د سترې محکمې نوی رييس

يوسف حليم د دې بست لپاره انیسه رسولي سیاله درلوده، چې ولسې جرګې حليم د ۱۰۳ تاييد رایو په وسیله بريالی کړ، خو انیسه رسولي پاتې راغله.

د سترې محکمې عالي شورا نهه تنه غړي لري، چې د جمهوري ریاست له لوري ټاکل کېږي او د ولسي جرګې له تاييد وروسته کار پيلوي.

ياده دې وي تر اوسه اجرايوي رییس د اشرف غني د دې ټاکنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د