افغانستان

د بدخشان امنیه قومندان طالبانو ته تسلیم شوي ځواکونه «ډارن» بللي

بابه جان پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه «بې غیرته» عسکر د څو تنو قومي مخورو په منځګړيتوب له مقاومت پرته طالبانو ته تسليم شوي دي.

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان امنيه قومندان د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې طالبانو ته تسليم شوي اربکيان او پوليس «ډارن» بللي او ويلي يې دي چې دغه ډول عسکر د دوی د «زړورو» عسکرو پر لمنو «داغونه» دي.

جنرال بابه جان وايي چې پولیس د اووم کنډک ارکان نذیرالله شاه او اربکيان د جلال پر قومندانۍ له طالبانو سره د یوې «معاملې» له مخې یو ځای شوي دي.

نوموړي دغه عسکر «ډارن» وبلل او ويې ويل چې د دوی دا «پلمه» د منلو نه ده، چې ګواکې مهمات يې ختم شوي دي.

طالبانو د وردوج په تيرګران سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ د عسکرو لویه قرارګاه ونیوله او پکې يې ۱۲۰ ملي او محلي پولیس ژوندي ونیول.

يوه ورځ وروسته پرون ـ یکشنبه ـ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ، چې ټول نیول شوي عسکر يې د سیمې د قومي مخورو په ضمانت خوشي کړي دي.

په خواله رسنیو کې د طالبانو دغه اقدام له پراخ هرکلي سره مخ شو، خو د بدخشان امنیه قومندان د دې عسکرو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي، بلکې هغوی يې له طالبانو سره په «معاملې» تورن کړي دي.

بابه جان پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه «بې غیرته» عسکر د څو تنو قومي مخورو په منځګړيتوب له مقاومت پرته طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو د دوی د بېرته خوشي کېدلو په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: «مجاهدین به له هر هغه چا سره انساني او اسلامي چلند وکړي چې، د دښمن له لیکو راوځي، خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، نور د هیواد د اشغال د اوږدیدو سبب نه ګرځي، خپل مسلمان افغانان وروڼه نه وژني او د جهادي بهیر او اسلامي حاکمیت د اعادي سره له مخالفته لاس اخلي. »

طالبانو له دې پخوا هم په بدخشان کې ځینې نیول شوي اربکیان ژوندي خوشي کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بي غيرت ته يې د دواړو اشغالونو غلامه ، بي غيرتي دا ده چې د اسلام پر وړاندې د يو خثيث او سکولر نظام لپاره د کفر په قانون او قومانده هر څوک جنګيږي .
او هر څوک چې حق ته تسليميږي هغوی غيرتي خلک دي حق يې درک کړی دی .

khalid

په بدخشان کی دا تسلیم شوی عسکر ډارن نه بلکه ځیرک او هوښیار و چی هم ځان د امریکایی منافعو قربانی نه کړ او هم یی په ضمن کی ځان د الهی دنیوی او اخروی مواخذی نه د کفر دنه کومک په سبب خلاص کړ ډارن بابه جان او دهغه امریکایی باداران دی چی په سوړو ننوتلی او دهغه بیچاره او ناخبره عسکریی دیو څه کمی دنیوی متاع په مقابل کی له مجاهدینو سره د مقابلی لپاره را مخته کړی زه د یو مسلمان او آزاد افغان په حیث داوسنی غلامی اداری د مسلح قواو ټولو عسکرو ته دا پیغام… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کمونستانو وخت کی به روسانو او افغانی پلورل شوو کمونستانو لکه ترکی ، امین ، ببرک او نجیب به کټ مټ د پابه جان خبری کولی او بابه چان د هغه وخت دکمونستانو بقایه ده ، پرونی یی د روسانو ( ـــــ ) تللی روسانو ته به یی ددوستانو او برادرانو نوم یادول او مړی به یی ورله شهیدان ویل ، امریکایانو او اروپایانو ته به یی د امپریالیزم نوم اخستلو ، نن هماغه کمونستان د هماغه چا ( ـــــ ) تلی چه پرون یی ورته امپریالیزم ویلو او د هغو په غلامه اداره کی د مجاهدینو په وخت… نور لوستل »

ف-ا

موده پس می د بیانزی صاحب خوندوره تبطره ولوسته. بیانزی صاحب هیره دی نشی چه دا جنګ د کفر او د اسلام ندی ، اصلا دا جنګ نه سیاسی اړخ لری او نه هم ایدیالوژیک. په بدخشان کی د عسکرو تسلیمیدل د النصر د سورت مصداق ندی په بدخشان کی طالب پخپل ذات کی د معادنو او مخدره توکو قاچاقبران دی چه پخوانی جنګسالاران هم ور ګډ دی. محترم بیانزی استاده: افغان تباهی ته د مذهب رنګ مه ورکوه ږ که ریشتیا هم افغان او مسلمان یی نو پر خپل ملک او خلکو د زره وسوزوه نور د دی ناحقه… نور لوستل »

احمد

د طالبانو دا کړنه واقعاْ د ستایلو وړ او په ښکاره مروت دی. که همدې پالیسۍ ته دوام ورکړي نو په اطمینان سره وایم چې دا کسان بیا د امریکایی پابیت وسله نه اخلي. پاته شوه د خرخان خبره، غیرتي او بې غیرته پخوا معلوم شوي او لازمه نده چې خپل سرونه پرې وخوږو!!!!!!

حامد احمدی

دیره شه وشو زکه بابه جان به احمدشاه مسعود ته پوستی تسلیمولی اوس هماغه خبره پری راغله اوس دی نو هغه متل اور

وی مکوه پر چا چی اوبه شی پرتا

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x