نظــر

د فرانسويانو وژونکی افغان ولې اعداميږي؟!

د ۲۱ کلن عبد الصبور د اعدام خبر هم تر غوږو راورسېد، اخ! څومره سپين سترګې او ناروا پرېکړه، څومره پټې سترګي او ظلم! تر کومه حده غلامي او بل ته سرټيټي!؟ وطن مو خپل خو پرېکړې او حتی د ژوند او مرګ پرېکړه مې هم د امريکايانو او فرانسويانو په اشاره او خوښه، قهرمان او د وطن اصيل بچي عبد الصبور د روان کال د جنورۍ په شلمه نېټه ۴ تنه فرانسوي عسکر بې له شکه د دوزخ ارتې غېږې ته ورسيخ کړل، خپله سينه يې هم يخه کړه او د نورو بې وزلو او بې دفاع افغانانو ټټرونه يې هم وريخ کړل، وطن ته يې خپل حق ورادا او غاړه يې د لوی الله په وړاندې خلاصه کړه، څنګه به يې نه وژل؟!

همدا يې د ايمان غوښتنه هم وه او د افغاني غرور هم، د نيکونو تاريخ يې ژوندی کړ او ځان يې د هغوی رښتونی بچی ثابت کړ، پردي پوځ ته يې هم وښوده چې موږ اخر هم افغانان يو او خپله بې ننګه اردو يې هم راوننګوله او اصلي دنده يې وروپېژندله، چې هغه د پردي غاصب پوځ ساتنه نه، بلکې په دا ککرۍ ويشتل دي.
په تش په نوم ملي اردو کې ډېر کم دغسې اتلان راڅرګند شول خو تاثير يې خورا زيات او له پامه نه غورځېدونکی و، د ډارنو بهرني عسکرو په زړونو کې د افغان له نوم څخه وېره نوره هم زياته شوه، بې باوري رامنځته شوه، يو له بله ډار، پر يو بل شکونه، بې اطمناني او حتی پر يو بل مرګونې حملې د همداسې پېښو اغيزې وې چې لا يې هم د امريکايي پوځ او د هغوی د مزدورې اردو په منځ کې وينو.
غازي عبد الصبور او له ده مخکې د ده په څېر نورو زمريانو چې په کومو سختو حالاتو کې دا ډول کارنامو ته زړه ښه کړی و؛ بې له شکه به يې له بريد مخکې له دې فاني دنياګۍ زړه صبر کړی وي او د يو تلپاتې اخروي جنتي ژوند په لور به يې د تګ تابيا نيولې وي، ځکه چې د دښمن په غېږ کې په يواځې سر خپله سينه سړول او بیا د بې شمېره دښمن له غېږې وتل ناشوني غوندې وي، بيا هم د الله بندګان د الله په مرسته ډاډه وي، ((په مرګ شهيد په ژوند غازي دواړو کې خير دی زما)) يې نظر کې وي، په پوره ډاډ او د پای له وېرې بيخي بېغمه يې د دين او وطن پر دښمنانو د دنيا زندګي حرامه کړې وي.
خو سړی چې کله بيا داسې بې رحمه او بې غيرته پرېکړې واوري لکه نظامي محکمې چې د مېړني عبد الصبور په اړه کړې نو د دوي پر بې ننګۍ حيران شي، دا له ښځو جوړه نظامي محکمه ايله همدومره نره شوه چې د خپل وطن په اصيل بچې د اعدام حکم صادر کړي؟! هغه بچی چې د وطن د بې شمېره شهيدانو د انتقام لپاره يې يوه ستره کارنامه ترسره کړې وي، هغه بچی چې د افغانستان د تاريخ هغه پاڼه ډکوي، په کومه به چې دا مظلوم ولس تر پايه وياړي، هغه بچی چې د بې شمېره بمباريو او وژنو بدله له غليم څخه اخلي، هغه غليم چې نه يې دين راپرېښود، نه ناموس، چې نه يې زموږ په سر برېک ونيو، نه په مال، چې نه يې جومات راپرېښود، نه کلی کور، هغه دښمن چې ودونه يې رابمبار کړل، چې په کورونو د شپې د وحشي ځناورو په څېر راوښتل، کورونه يې راويجاړ کړل او عزتونه يې راپايمال کړل، چې ان د ۴ او ۵ کالو ماشومان يې هم د ټوپک له ډزه ځار کړل، څنګه به يې نه ځارول، هغوی خو له مخې ارموني راټول شوي دي، د مور پلار او ورونو خويندو په نوم څوک نه لري. دغه فيصله کوونکي او له دوی پورته پلورل شوي بيا د افغانستان د ګوډاګي دولت له نوم سره د ((اسلامي!)) ټکی هم ورنښلوي، کوم اسلام او کومه مسلماني؟! عجيبه خلک دي، … خوري او مښوکه څنډي، په ۴ مذهبه کافر بيا ځان مسلمانان هم بولي، د قران کريم ډېر ايتونه په دې خبره دلالت کوي چې که هر چا د الله او د الله د رسول صلی الله عليه وسلم پر فيصلو خپله فيصله مخکې کړه هغه له اسلام وتلی او عملونه يې تباه دي، په قران کريم کې خو دا ډول پرېکړه نه شو موندی، که د دوی هغه سپېره اساسي قانون ته وروګرځو، هم داسې پرېکړه به په کې نه وي، که وي نو دا به ډېره زياته دووسي او بې غيرتي وي، ولې هغه امريکايي پوځيان اوس هم سرې سترګې ګرځي کومو چې په کندهار کې د شپې له مخې شاوخوا ۲۰ تنه ګلالي ماشومان او بې وزله خويندې په شهادت ورسولې او له پاسه يې شهيدانو ته اور هم واچاوه، هغه صليبي يرغلګر چې په بالابلوک، هسکه مېنه، شينډنډ، کندز او نورو ځايونو کې يې په کراتو مراتو د دې خوار ولس ډليزه وژنه وکړه، د ګوډاګي کرزي په ټوله اداره کې دومره نر نه شو پيدا چې د هغو وژنو پوښتنه يې کړې وای او حتی يوازې يوه قاتل ته يې د اعدام حکم اورولی وای؟؟؟ که د کندهار د پېښې عامل د دوی په خوله يو تن هم و، نو هماغه يوه ته يې لا چا پورته وکتل؟! کرزي لالا هم د تل په څېر د تحقيقاتو يو پسکن هيئت وټاکه او په دې لويه او نه هېرېدونوکې غميزه د تل لپاره خاورې واړول شوې، د پېښې عاملين اوس هم ژوندي دي او د نورو وحشتونو په پلانونو غور کوي.
قران کريم چې د مسلمان په ژوند کې د هغه له ژوند څخه هم ډېر ارزښتمن دی، د همدې وحشيانو له لوري يې لسګونه مبارکې نسخې د اور خوراک شوې، په ټوله ګوډاګۍ اداره کې دومره هيڅوک نه و چې ويې ګټي؟!  که دوی زما په بې خرته وژنه نور هم نازول کيږي او د کرزي لالا په ګنده لاسونو کله د غازي امان الله خان او کله هم د سيد جمال الدين افغان مډالونه ورپه غاړو کيږي، نو زه ولې د ځان او ولس په دفاع کې ګرم يم او د اعدام سزا اورم؟؟؟! خو د دې هر څه جواب ښه ښکاره دی او هغه دا چې لالا د بل په اشارو ناڅي، لالا او بړيڅي يې مزدوران دي او مزدوران چې د بادار پوره تابعداري ونه کړي، مزدوري يې په لاس نه ورځي، دا په ډالر روږدي به بيا څه خوري؟؟! د بادار قانون همدا دی چې سپين به تور ګڼې او تور ته به سپين وايې، په ولس دې په خپله خاوره کې هره لوبه کيږي خو لالا ته د بادار په قانون کې د څه ويلو جواز نه شته، که څه وايي هم له ورايه ترې د غلامۍ بدبو راخيږي، خو قربان له خپل ولسه، خپل ځان په خپله ګټي او د ګټلو په چل يې هم له بل هر چا ښه پوهيږي، که زه وژل کېږم او د وير په ټغر کښېنم، ايا زه دا حق نه لرم چې د ځان ساتنه وکړم، يا خپل ځان وګټم او خپل بدل واخلم؟! خامخا يې لرم او خامخا به خپل بدل اخلم، څه چې واجب دي هغه به کوو او خامخا به يې کوو، وروسته که هر څه پېښېږي، پېښيږي به.
په پای کې له ټولو هغه افغانانو چې په پښتو وېب پاڼو او فېسبوک کې د اردو په سر هر ډول ناندرۍ وهي او طرفداري يې کوي، پوښتنه کوم چې نن ولې ويده ياست؟! خوبولي يئ که نشه ياست؟۱ د شمالي ټلوالې د وحشي قوماندانو ننګه کوئ او د يوه سوچه او رښتونوي افغان په اړه غلي ياست؟! اخر ولې؟! ايا ډالر همدومره زورور دي؟؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x