د نن سرلیکنه

د جنګي بندیانو خوشي کول د سولې د ټینګښت لپاره یو عملي ګام دی – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د یکشنبې په ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې طالبانو د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سیمه کې ټول هغه ۱۲۰ تنه جنګي اسیران کوم چې دوی په یادې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې له وسله سره نیولي ول خوشي کړي دي.

که څه هم چې په دې وروستیو کې د سولې په نوم هلوځلو زور اخیستی خو په عملي توګه د هیواد په داخل کې جګړې زیاتې شوې او لیدل کیږي چې هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو خبرونه ورکول کیږي.

د هغه ترڅنګ د ګډ حکومت یو جهت په دیپلوماتیکه توګه د سولې په اړه تبلیغاتو ته ډیره هوا ورکوي ، خو د بل جهت لوړ پوړي چارواکي بیا عملا د جنګ په کرښو کې جګړه رهبري کوي ، د جګړې پراخوالي ته لمن وهي او د دولت اړوند نشراتي منابعو له ادرسه خپل پلویان د جګړې ګرمولو ته هڅوي.

په شمال په تیره بدخشان او فاریاب کې وروسته تر هغه جګړو زور واخیست چې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ، د حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم ، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ سر پرست والي جنرال عطاء په شمالي ولایتونو کې خپلو پلویانو ته د طالبانو په مقابل کې د ولسي پاڅونونو او وسلې اخیستلو قومانده ورکړه .

د یادو چارواکو دغه اقدام د دې په ځای چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د پوځي عملیاتو مخنیوی وکړي لا د هغوی د پرمختګ لامل او عملا ولیدل شول چې له بدخشانه تر بغلان، کندوز، تخار، سرپل او فاریاب ولایت پوري په ډیر قوت سره د هغوی د پوځي عملیاتو لړۍ وغزیده او ډیرې سیمي او پوځي مرکزونه یې ترخپلې ولکې لاندې راوستل چې وروستۍ بیلګه یې د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ کې د یوسل او شلو تنو دولتي ځواکونو ژوندي نیول دي .

دا چې طالبانو د جګړې په کرښه کې له پوځي برلاسي سره سره دولتي نیول شوي عسکر جګړې ته د بیرته نه ګرځیدو د تضمین په مقابل کې خوشي کړي واقعا چې دستاینې وړ عمل دی ، که ریښتیا هم دګډ حکومت چارواکي سولې ته ژمن وي باید د طالبانو پردغه عملي سوله ییز ګام باندې پرګام ایښودلو سره هغه عملي او کوم کسان چې د طالبانو په نوم له دوی سره له کلونو راهیسي په بندیخانوکې پراته دي له بنده خلاص کړي .

د واقعي سولې تحقق تر تبلیغاتو ډیر په عملي هڅو پوري تړلی او همدغه د جنګي بندیانو خوشي کول د یوه عملي اقدام په حیث د جګړې پر ښکیلو اړخونو مستقیم اغیز لري .

کومې نمایشي هڅې چې اوس د ګډ حکومت لخوا د جګړې د خاتمې لپاره په کار اچول شوې هغه پرته له دې چې سولې له نوم څخه ناوړه استفاده وشي دسولې ، آرامي او ثبات هیڅ هیله نشي تري کیدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزئ

د جنګی بندیانو خوشی کول او له هغوی سره نیک چلند کول د مجاهدینو اسلامی او اخلاقی دنده ده په دغه راز محترمانه کړنو سره به انشاالله ډیری عسکر تسلیم شی خصوصا د اردو له عسکرو سره نیک برخورد او هغوی ته داسی اطمینان ورکول چی دهیواد ملی اسلامی اردو به وی او اینده کی به ورته احترام وی زما په اند له کفره ستړی اردو به تسلیمي ته غاړه کښیږدی اسلام یو له رحم او کرم نه برخمن دین ده د اسلام غیږ پراخه او هر ترټلي او ښویدلی بیرته ورکی سمیدلی شي بله مهمه نقطه داده چي اوس… نور لوستل »

محمد

زه خو پدی خوښ یم چی جنګی بندیان د اسلامی امارت مجاهدینو لخوا خوشی شول همدغه د اسلامی اصولو کار وو چی مجاهدینو وکړ

عبدالقهار

زه وایم چی د بندیانو خوشی کول هم جایز دی خو په کار دا وه چی دالله ددی قول مصداق ګرځیدلی وی چی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ .سورة التوبة ۱۲۳ ایت : مفهوم: ای مؤمنانو هغه کافران چی تاسو سره نیژدی دی ووژنئ او دا کافران باید په تاسو کی غلظت (سختی) وګوري او پدی خبره پوه شی چی الله د متقیانو سره دی. ددی ایت نه دا معلومیږی چی د لنډ کافر سره سختی کول د متقیانو کار دی او همدا وجه ده چی د… نور لوستل »

عبدالقهار

دا سرلیکنه باندی هم نیوکه لرم هغه دا چی ددی نه دا سی معلومیږی چی طالبان د سولی د ټینګښت دپاره له دولت نه هم ډیر میلان لری او په کار داسی نه ده باید کافر میلان ولری او که کافر میلان وکړی بیا مسلمان د سولی خبره کولی شی هغه هم د اسلامی اصولو لاندی نه دا چی د اساسی قانون دوه فصله ومنی او باقی کی تغیرات یعنی نیم کفر منی او نیم نه .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x