نظــر

د امارت وزیر او د جمهوریت معین

یوازې نوم مې ورته له راډیو اورېدلی و او دا نوم خو هغه وخت ډېر تکراریده چې کله کندز کې محاصره شو.
دا نوم د امیر خان متقي و، هغه وخت چې د دوی نوې ډله د نجات فرښتې ګڼل کېدې، نو په محاصره يې پریشانه وم او د خلاصون دعا مې ورته کولې.
وختونه تېرېدل، یو وخت داسې راغی چې د دوی امارت ښه پوخ قایم شو، دا مهال زه تازه له پوهنتونه فارغ شوی وم او افغاني سرې میاشتې ټولنه کې په دنده بوخت وم.

یوه ورځ د هېواد  ورځپاڼې رییس ملا عبدالحنان همت، خپل اتاق ته دعوت کړم. همت دنګ،نری او مینه ګرکی زلمی و.
ما ویل نه ځم او ور زیاته مې کړه چې په تاسو ملایانو هسې هم پوهنتونیان ښه نه لګیږي ، خو ټینګ شو او ورسره موټر ته پورته شوم.
شهر نو ته لاړو ، د ایران سفارت مخامخ یوې ودانۍ ته ننوتو. شین چمن یې درلود او یوه- یوه د مڼو ونه په کې ولاړه وه.
 دوهم پوړ ته پورته شوو.
ټکنده غرمه وه، چې څنګه یوې لویې خونې ته ننوتو نو دسترخوان غوړېدلی و، هغه وخت ساده خوراکونه وو، پرته له اوبو، نه نور مشروبات وو او نه تازه میوې.
کوچنیو کاسو کې ښوروا راوړل شوه او هرې یوې ته دوه کسانو پلتۍ ووهلې ، همدا مهال یو لوړ او دنګ ځوان راننوت، لکه له  مخه یې چې  نور اورېده ، ښکلو سترګو یې زړه ته لاره کوله.
ستړی له کاره راغلی و، ما سره کاسې ته برابر شو. همت صاحب ور معرفي کړم. څو ځلې یې د خدای مو راوله جمله په موسکا تکرار کړه، متقي دا مهال وزیر و.
د ښوروا له کاسې سره په یوه جلا قاب کې غوښه ایښې وه. متقي صاحب دوه ځایه کړه او راته ویل يې یوه شماره انتخاب کړه، د لسو شماره مې انتخاب کړه هغه کله یوې او کله بلې ټوټې غوښې ته ګوته نیوله او چې د لسو شماره پرې برابره شوه نو ماته یې راوړاندې کړه.

متقي صاحب له ډېرو مهمو وزیرانو څخه و او خپل مشر( ملا عمر اخوند)  ته ډېر نږدې شخص و.
خو هغه په یوه کاسه له ما سره چې لومړی لیدنه مو وه، په داسې دوستانه فضا کې ډوډۍ خوړه لکه ډېره پخوانۍ انډیوالي چې مو درلوده.
 له ډوډۍ وروسته یې په ډېر ورین تندي مجلس پیل کړ، ماته هم د خبرو کولو جرئت پیدا شو.
ورته ویل مې: متقي صاحب چې کله کندز کې محاصره وې نو د خلاصون دعاوې مو درته کولې.
له دې خبرې سره له ځایه پورته شو، غاړه یې راکړه او بیا یې ویل: موږ د تاسو په دعاوو ژوندي یوو.
تېره اونۍ مې بیا متقي صاحب را یاد شو او هغه هم هغه مهال چې کله د اوسني حکومت د یوه معین له دفتره په سره ګرمۍ کې روانېدم.
دا معین محمد اصف ننګ صاحب دی، ننګ صاحب لیکوال دی، ځوان دی او ملګری دی.
ننګ صاحب مې لومړی له لیکنو او راډیوي مرکو پیژنده او خواخوږي مې ورسره هغه مهال پیدا شوه چې کله یې اداره امور کې کار کاوه او بیا غالباً د ۱۳۸۶ کال د چنګاښ په میاشت کې د ملی امنیت لخوا ونیول شو او یو څو د بند شپې یې تېرې کړې.

د زړه خبره کوم: په دې هیڅ نه یم خبر چې ولې نیول شوی، د نیولو وړ و او کنه ؟ خو تش په نیولو يې خپه وم او دا ځکه چې با استعداده ځوان دی، ملګري مې هڅول چې د خلاصون لپاره يې قلمونه په حرکت  راولي.
 وروسته څو ځلې لیده کاته هم وشول، تیره میاشت (جوزا ۱۴) معینیت ته لاړم ، د اشرف وحدت په نوم یو مامور یې ویل چې ننګ صاحب به وګورو ، هغه لاړ چې د کتلو وخت واخلي ، خو بیرته راغی او ویل یې چې ډېر مصروف دی نو په  لیدلو یې مشرف نشوم.
خو د ( سه شنبه، چنګاښ۲۰) لیده کاته يې ماته ډېر جالب و، لکه څنګه چې د متقي صاحب د لیدلو کیسه رانه نه هیریږي، د ده به هم هیره نشي.
له دې یوه ورځ وړاندې مې ایمیل ورواستاوه، له پوهنې وزارت سره مې یوه کوچنۍ معامله وه چې پنځه میاشتې وړاندې پیل شوې ده. څو ساعته وروسته یې ایمیل ځواب کړ او وې لیکل چې سبا کابل ته راشه نو خبره به خلاصه شي.
زه هم په سبا (د سه شنبې سهار ) رهي شوم، دا مهال سفر ستونزمن وي، هوا ګرمه ده. په هرصورت نږدې یولس بجې کابل ښارته ورسیدم، سهار چای می نه و څښلی ، ناشته مې یوه ملګري سره ښار کې وکړه او بیا ننګ صاحب خواته روان شوم ، څه باندې ۱۲ بجې یې معینیت ته ورسېدم.
 د معینیت عمومی پیره دار نه پریښودم،سکرتر ته مې زنګ وواهه، هغه ورته وویل بیا یې د ورتګ اجازه راکړه.
د ننګ صاحب دفتر هم دوهم پوړ کې دی، ور پورته شوم له ټنډې مې خولې څڅیدې، هلته لکه د راجاګانو د بنګلو په څېر یو بل کلاشنکوف په لاس ساتونکی د دفتر مخې ته په څوکۍ ناست و. هغه نه پریښودم، دا بیچاره د وقفې او رخصتۍ په توپیر نه پوهیده او ټینګار کاوه چې رخصتي ده او ځه بیرته لاړ شه .
بیا مې سکرتر سره چې د ننګ صاحب تیلفون ته ځواب وایي تماس ونیو، انتظار خونې ته یې بوتلم، د دې خونې او ننګ صاحب د کاري دفتر  ترمنځ فقط یو نری دیوال دی.
انتظار خونه کې یو ځوان له ډېره انتظاره ویده شوی و او خوله یې پرانیستې پاتې وه. دې خونه کې نه پکی شته او نه د څښلو اوبه.
شیبه منتظر شوم ، احوال مې واستاوه ، څو دقیقې وروسته یو تن راغی او بیا يې چې کله د وریژو په قابونو چې دفتر ته وړل کیدل نظر ولګید پورته شو ویل یې، زه به ستا خبره ننګ صاحب ته ورسوم ، نیم ساعت وروسته راووت او په خپله مخه ولاړ .
ورپسې بل راغی هغه ته مې خبره وکړه،چې زه ننګ صاحب جلال اباد نه غوښتی یم او دلته منتظر یم،  هغه هم ویل چې خبره به دې ورسوم ، ننګ صاحب خواته ولاړ خو هغه هم نادرکه شو.
له ۱۲ خبره دوه بجو ته ورسېده نور زما د ټیلفون نمبر ته په سکرتریت کې هم چا ځواب نه ورکاوه، اخر ناچاره شوم له انتظار خونې ووتم ، په خونه  کې په څوکۍ غځېدلی بل منتظر هماغه شان ویده وه.
زینې کې راښکته کیدم، خو کله مې د امارت د وزیر متقي صاحب  څېره او چلند په زړه را اوښته او کله د جمهوریت د معین ننګ صاحب.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ ۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x