نظــر

هلته چې طالب نشته …

حبیب مجاهد

د بغلان د اندراب دري په ده صلاح ولسوالۍ کې تیره شپه خورا غموونکي او شرموونکي حادثه رامنځته شوې ده، د رسنیزو راپورونو او عیني شاهدانو د وینا له مخې په دې سیمه کې د دوشنبې په شپه د واده مراسم و، د واده مراسمو ته د کومندان جمعه  او کومندان ایوب په نامه د دوو محلي ټوپکیانو وسلوال هم ورغلي دي، تر څو د نیمې شپې د خوشګذرانۍ له محفل څخه خوند واخلي.

د شپې چې د رقص او نڅا محفل ګرم شوی نو یوه ټوپکي قومندان خپل د بچه بازۍ لپاره ساتل شوی  هلک هم میدان ته کړی دی تر څو د سلګونو سیل کوونکو په وړاندې ونڅیږي، دغه مهال چې ټوپکیان د چرسو په نشه او د شهوت رانۍ په هیجان کې غرق دي ناڅاپه د دوو ټوپکیانو ترمنځ د نڅاګر هلک په سر خبره اوښتې، غږ په زوره شوی او یوه ټوپکي د ټوپک ډز کړی دی، له دې سره ماشیندارو ته ګولۍ ورتېري شوي او په یوه شیبه کې دیرش تنه  ټوپکیان او عام خلک په وینو لمبول شوي دي، د بغلان د والي په وینا په دې ډزو کې متنازع نڅاګر چې د تخار اوسیدونکی و  هم وژل شوی او د ټول وژل شویو کسانو شمیر ۲۲ تنو ته رسیږي  چې ۸  نور مرګحاله ټپیان دي.

باید ووایو چې تیر کال د جوزا په میاشت کې هم  په همدې ولسوالۍ کې په کټ مټ همداسې یوه پیښه کې ۷ تنه وژل شوي و.

په دې وروستیو کې یوې بې پرې څیړنې ښودلې چې د هیواد په شمال او مرکزي ولایاتو کې زیاتره هغه سیمې چې د طالبانو په ځای په کې جګړه ماران، محلي ټوپکیان، اربکیان او پخواني ملیشه یان واک لري له بشپړ اخلاقي سقوط سره مخامخ دي.

له دغو سیمو څخه د ناروا قتلونو، نجونو تښتولو، په کم عمره هلکانو او نجونو د جنسي تیریو، د مخدراتو د بي اندازې استعمال، لوټماریو او مختلفو فجیعو راپورونه ورکول کیږي چې ډیر ځله د هیواد او اولس په لمن د شرم داغ پورې کوي، ځکه په دې سیمو کې داسې هم شوي چې درې کلنه نجلۍ له جنسي تیري وروسته په ډیر ظلم وژل شوي وي .

د هیواد د مرکزي سیمو له جملې د پنجشیر، اندراب، فرخار، ډنډ شمالي او کوهستان هغه سیمې دي چې د پخوانیو ټوپکیانو او جنګي قومندانانو رحم کرم ته پاتې دي په دې سیمو کې د نورو اخلاقي رذالتونو سربیره د بچه بازۍ او زنکه بازۍ غوندې  شرم آور افعال هم په علانیه ترسره کیږي چې ګڼ مستند ویډیويي اسناد یي په مکرر ډول فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو ته راوتلي دي.

د هیواد په شمال کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو د علت راسپړلو په اړه د هیواد یوه وتلي لیکوال سمیع حامد په خپل وروستي تحلیل کي لیکلي چې د شمال ولایاتو عام خلک مجبور شوي، چې طالبانو ته ځای ورکړي، ځکه پخوانیو ټوپکیانو چې اوس د اربکیانو تر نامه لاندې  فعال دي، له دوی څخه په زور نجونې په نکاح کولې، د دوی هلکان ترې په امن نه و او د خلکو په وړاندې یي له هیڅ ډول رسوایي او وحشت څخه دریغ نه کاوو، په داسې حال کې چې طالبان که نور هیڅ نه کوي د دوی د عزت او ناموس ساتنه خو تضمینوي .

د هیواد په رسنیو کې چې د قتلونو، تجاوزاتو او بدرنګیو کوم ټکان ورکوونکي راپورونه نشریږي که د دغو ډول حوادثو د پښیدو د ځای په اړه دقت وشي زیاتره په هغو سیمو کې پیښیږي چیرته چې طالبان حاکمیت نه لري، ځکه په دې سیمو کې د پخوانیو ټوپکیانو واک دی هغه چې حماقت، وحشت او همجیت  یي حد نلري او دوه لسیزې وړاندې یې هم په افغانانو همداسې د وحشت او بربریت نه ډک حالت راوستی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ورونو دغه کار چه هغه قوماندانانو کړی ، دا د دموکراسی نننی نړیوال دین او نظام اولی او اخری ستراتیژکه غوښتنه ده ، له ټولنی د اخلاقو ټغر ټولوی ، د اسلام روا د هغو ناروا او د اسلام ناروا ذ هغو د پاره روا دی . دغه همجنس بازی د دموکراسی تقوی او جد و جهد ددی د باره سپیڅلی جهاد ګڼی دا کار په ارګ کیږی ، صرف په دومره توپیر چه هلته یی امنیت اشغلګرو نیولی او اطرافو کی دومره امنیت نه لری ، هغوی ته د دغه مړو خبره کومه لویه خبره نه ده ، لویه… نور لوستل »

اونخیوال وردګ

مجاهد صاحب مننه
ښکلی موضوع ته دی اشاره کړی

واقیعأ همداسی ده

ضیاء محمد زابلي

په نن ټکي آسیا ویب پاڼه کي تر دې عنوان لاندي (هلته چي طالب نشته )لیکنه خپره شوې وه لوستله مي په لیکنه کي ویل شوي چي د بغلان د اندراب دري په ده صلاح ولسوالۍ کي ټوپکسالارانو د یوه بد مخي نڅاګر هلک پر سر شخړه کړې او نڅاته ناست شهوت پرستان هم ګڼ شمېره د دوی د ډزو په ترڅ کي له منځه تللي دي . لیکني ډير متآثیره کړم دلیکني تر پایه مي په زهن کي هغه کورنۍ را څرخېدلي چي الله تعالی د دوی په کاله کي حسین اولادونه پیدا کړې دي او په طبعي جمال… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x