دیني، سیرت او تاریخ

خشوع څه او څنګه ده؟ ـــــ۱

خالد روښان

الله تعالی فرمايي: «قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ . الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاتِهِمْ خَاشِعُونَ» پرته له شکه چې هغه مؤمنان کامياب، نېکمرغه او خوشحاله دې کوم چې لمونځونو کې خشوع کونکي دي – ابن کثیر. او  هغو ته چې بې پروائې سره لمونځونه او ذکر کوي فرمائي: «وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ» د الله تعالی له آيتونو څخه بې شعوره، بې تدبره او بې پند اخيستو او بې ويرې مه تيريږئ. – تفسيرالطبري. او الله تعالی فرمائي: « وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ» د الله تعالی رضا  د لمانځه او صبر په مرسته حاصله کړئ، او دا لمونځ ډېر ګران او دروند دی، مګر په هغو چې خشوع کونکي دي.

ژباړه: أبي هريرة رضي الله عنه د نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايي: «سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله… وذكر منهم ” ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه»  اوه کسانو ته به الله تعالی په هغه ورځ چې دهغې له  سيوري پرته به بل سيوری نوي، ترخپل سيوري لاندې ځای ورکوي… چې يو ورڅخه ” هغه سړی چې الله تعالی يواځې ځای کې ياد کړي، نو سترګې ئې اوښکي توی کړي”( أخرجه البخاري).

ابن عباس رضي الله عنهما- وائي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي: «عينان لا تسمهما النار عين بكت من خشية الله، وعين باتت تحرس في سبيل الله» دوه سترګې دي چې اور به ورونه رسي، هغه سترګه چې د الله تعالی له ويرې ئې ژړلي وي، او هغه سترګه چې د الله تعالی په لاره کې ئې پيره کړې وي(أخرجه الترمذي).

  • خشوع ځينې څه مراد دي؟
  • کوم کارونه خشوع ګڼل کيږي؟
  • خشوع څنګه ځان کې پيدا کړو؟ د الله تعالی په مرسته او فضل به لاندې د دې ځوابونه وڅيړو:

خشوع لغت کې

 ارامتيا، سکون ، ذلت، ټيټېدو او ويرې ته وائي.

لکه: لمونځ د زړه په ډاډ، سکون او  ارام سره اداء کول.

خشوع القلب: د زړه سکون..

خشوع لله: ځان الله تعالی ته ذليله کول.

خَشَعَ بصره: سترګه ئې له بد نظره ښکته کړه، يا ئې وساتله…

خَشَعِ صوته: اواز ئې ټيټ کړ…  [المعجم المعاني: مادة خ.ش.ع]

خشوع سره نژدې لفظ خضوع دی، چې مانا ئې ظاهري نرمي، ميلان او ذلت دی، چې خشوع د دې پر خلاف د زړه رقت، نرمۍ، او ذلت ته وائي.

خشوع اصطلاح کې

اصطلاح کې د خشوع په اړه جلا جلا تعريفونه راغلي، خو بيا هم لکه د العبیداني خبر چې وائي: «د خشوع اصطلاحي تعريفونه فقهاؤ په ډېرو عبارتونو سره کړي، خو ګرد تر يوې مانا او مقصد څرخي»، دې لپاره چې مقصد ښه درک کړای شو، او پر مانا مو ذهنونه ښه روښانه شي، زه هم د يو پرځای د يوڅو تعريفونو رانقلول اړين بولم:

ځيني د خشوع تعريف کې وائي: حق ته غاړه اېښودل خشوع ده. او ځيني ئي: زړه کې د هيبت غالبيدو پيليزه ګڼي.

او همداراز ځينو ويلي: د حقيقت څرګنديدو سره پر زړه ناڅاپه ورګرځيدلۍ لړزه او ويره له خشوع څخه عبارت ده.

حسن بصري ويلي: زړه کې – د الله تعالی څخه – هميشنۍ ويره. همداراز د اصحابو رضوان عليهم اجمعين په اړه ئې ويلي: د هغوی زړونو کې خشوع وه، نو سترګې ئې و ساتلې، او د بدن ګرد اعضاء ئې الله تعالی ته ذليله کړه.

علي رضي الله ويلي:« اصلي خشوع د زړه خشوع ده».

امام بغوي رحمه الله له ځينو رانقل کړي: «لمانځه کې د همت او فکر راجمع کول، او پاتې هرڅه نه توجه اړول، او په ژبه چې د قرآنکريم کوم آيت لولي پکې غور او فکر  کولو ته خشوع وائي».

جنيد ځينی چا د خشوع په تړاو پوښتنه وکړه؛ نو ځوب کې ئې ورته وويل: «پر غيبو عالم – علام الغيوب – ذات ته د زړه ذليله کولو ته خشوع وائي».

ابن القيم مدارج الساکين کې وائئ: « خشوع: د خپل رب دربار کې د زړه ټيټول او ذليله کول، او پر هغې ئې راټولولو څخه عبارت ده، او ځينو ويلي: د شهوت اور مړ کول، او د سينو دود ارامول، او پرځای ئې زړه کې د الله تعالی د تعظيم او لوئې رڼا روښانه کولو ته خشوع وائي.. په لنډ دول: خشوع: د الله له تعظيم، محبت، او هغې ته د خپل نفس د ذلت او انکسار څخه عبارت ده».

ابن رجب الحنبلي خپل کتاب الخشوع کې ويلي:« خشوع: د زړه نرموالي، سکون، ماتولو او سوزولو ته وائي، نو کله چې زړه کې خشوع پيدا شوه، د بدن ټول اعضاؤ کې خشوع راځي، ځکه چې هرڅه د زړه تابع دي».

له دې مالومه شوه، چې د خشوع اصلي سرچينه زړه دی؛ خشوع زړه کې پيدا کيږي، بيا ئې اغيز د بدن پر ټولو غړو؛ سترګو، غوږونو، ژبې، لاسونو، پښو باندې پريوځي، چې بلآخره ياد انسان خاشع ګرځي، د کوم ستائينه چې علام الغيوب خپل کتاب کې کړې.

اميد دی چې اولنۍ دوه پوښتنې په ښه ډول ځواب، او الله تعالي دې د درېيمې پوښتنې د ځواب توفيق راکړي. چې «خشوع څنګه ځان کې پيدا کړو؟»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x