افغانستانخبرونه

سرپل: کوهستانات کې طالبانو ته د اربکیانو قومندان تسلیم شوی، د وسله والو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د حسن ارباب په نامه د اربکیانو د یوه قومندان د تسلیمۍ خبر ورکړی. طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې له دغه قومندان سره یې ۱۰۰تنه ملګري هم له طالبانو سره یو ځای شوي.

طالبان زیاتوي، چې په سیمه کې د شیر محمد په نامه بل قومندان له دې تسلیمۍ وروسته سیمه پرې ايښې ده.

له بلې خوا د سرپل امنیې قومندانۍ ویاند، امان الله امان له رسنیو سره په خبرو کې دا تاییدوي چې قومندان حسن ارباب له خپلو ملګرو سره طالبانو سره یو ځای شوی؛ مګر امان د حسن ارباب د ملګرو شمېر شپږ تنه ښيي.

د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې د دغه قومندان له تسلیمۍ وروسته طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ درې کلي نیولي دي. طالبانو تر دې دمه د خپلو ځواکونو د پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی، اسدالله خرم وايي، جګړه کوهستانات ولسوالۍ ته نژدې شوې ده، که طالبان خپل پرمختګ ته دوام ورکړي، ښايي ولسوالۍ هم ونیسي.

د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د اربکیانو قومندان داسې مهال طالبانو ته له خپلو جنګیالیو سره تسلیمېږي، چې دوه ورځې وړاندې د بدخشان په وردوج کې د امنیتي ځواکونو یوه ۲۰۰ کسیزه پوسته طالبانو ته تسلیم شوه.

طالبانو ټول ځواکونه د ضمانت په ترلاسه کولو سره خوشې کړل. په خواله رسنیو کې د طالبانو د دغه اقدام پراخه هرکلی وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x