
د طالبانو سیاسي دفتر ټویټر کې حساب پرانیستی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د ټویټر په خواله رسنۍ کې په خپل رسمي نوم څرګندونې پيل کړې.
سیاسي دفتر چې «د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر» په رسمي نوم سره په ۲۰۱۳ کال کې پرانیستل شو، د وخت د افغان حکومت د سخت مخالفت له امله بېرته وتړل شو. مګر د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په دې وروستیو کې یو لړ هېوادونو ته سفرونه او لیدنې کړې دي.
داسې برېښي چې د دفتر له تړل کېدو سره سره طالب مرکچیان په دغه خلیجي هېواد کې دیپلوماتیک فعالیتونه لري.
د طالبانو سیاسي دفتر یوازې ډېر لږ له ځینو نړیوالو رسنیو سره د ځینو مسئلو په اړه خبرې کړي دي. دا لومړی ځل دی چې د «افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر» په نامه په ټویټر کې حساب پرانیستل کېږي.
طالبان داسې مهال خپلواک سیاسي فعالیتونه چټکوي، چې ګمان کیږي د پاکستان حکومت هڅه کوي ځینې طالبان له افغان حکومت سره په خپل کوربه توب د خبرو مېز ته کښېنوي.
په اسلام اباد کی د کابل د اداری د استازو سره د اسلامی امارت د اړونه اداری ( سیاسی دفتر) د چارواکو سره ندی لیدلی –
— IEA Political Office (@iea_office) July 9, 2015
تر اوسه په دغه ټویټر حساب کې څلور څرګندونې په انګلیسي، عربي او پښتو ژبو شوي دي.
اسلامی امارت او کابل اداری تر منځ دمزاکراتو په اړه خبرونه هیڅ حقیقت نلری او سیاسی د فتر په دی اړه د خپلی مستقلی تګلاری سره سم عملکوی . — IEA Political Office (@iea_office) July 26, 2015
ياره نو د ٹويٹر لينك خو يي پورته كڑئ
څومره ژر یې بیا یې حساب پرانیست ، تراوسه خو د دفتر د جوړیدو څوارلس کاله نه دي وتلي ، نو سنګه عاجل یې پر ټویټر حساب جوړ کړ . عجیبه ده . او دا مشوره چا ورکړه ، چې داسی عاجل اقدام وکړي ؟ له نظره نشئ .
The U.S. administration policy in Afghanistan is not working. The negotiations in Islamabad, Pakistan on July 7, 2015 between the Afghan puppet government, the Pakistan government and current prisoners of Pakistan, are a sham. These negotiations will not lead to true peace in Afghanistan. However, maybe that is what the governments of the United States and Pakistan want– negotiations they know will never lead to peace. I believe the “sham” negotiations are for appearance only, so that the United States and NATO look like they want peace. It is common knowledge that the current Afghan freedom fighters were not represented… نور لوستل »
ستاسو صفحه به اصل كي