fbpx

شيخ عبد الحكيم الأفغاني

د عبدالمالک همت ژباړه

لوی عالم، فقیه، محدث،اصولي او مفسرعبد الحكيم قندهاری الأفغاني د محمد نور زوی د حاجي ميرزا لمسی په (1251 يا 1250 هـ/1853ع.) کال د کندهار په ښار کي وزېږېد. په ځواني کي د علم په لټه له خپله ښاره ووت. لومړی هند ته ولاړ ورپسې يې نورو ډېرو ملکونو ته هم سفرونه وکړل. بالاخره حرمینو شریفینو ته ورسېد او څه موده د حرمینو مجاور سو. بیا د بیت المقدس مجاور سو. خو پای يې په دمشق کي استوګنه غوره کړه. اما د عمر تر پایه يې واده ونه کړ.

هلته نامتو عالم شيخ بكري العطار الدمشقي (1251هـ 1320هـ) د احادیثو د روایتولو اجازه ورکړه. د دمشق د دار الحدیث الاشرفیه په یوه کوچنۍ حُجره کي يې واړول او د مړیني تر مهاله څه له پاسه پنځه ویشت کاله پکښي واوسېد. په دغه موده کي لوی څښتن جل جلاله د ډېرو علومو او معارفو د ترلاسه کولو فضل او مرحمت پر وکړ.

هغه د زهد او تواضع یوه رښتیانۍ بېلګه وګرځېد. له دنیا او دنیا والو، رئيسانو او وزیرانو څخه يې مخ اړولی وو. د عامو وګړو له ناستي ولاړي څخه ګوښه اوسېدی. د خلکو دنیا ته يې هیڅ تمه نه کول. د بنايی (خټګری) له کسبه يې د ځان خرڅ او خوراک برابراوه. (په اونۍ کي به يې یوه ورځ د عربو په کورونو کي د نورو بنایانو سره کار کاوه). د هیچا سوغات يې نه مانه، هر څوک چي به وو. ان د خپلو شاګردانو تحفې يې نه اخیستې. تر دې چي خلکو به د ده په هکله ویل: که څوک غواړي چي سلفو (مخکنیو) عالمانو ته وګوري، نو شیخ عبدالحکیم ته دي ګوري.

د ده یو شاګرد شیخ فقیه محمد سعید الباني په خپل کتاب ”عمدة التحقیق“ کي کیسه کوي چي د عثماني ترکیې لومړی وزیر مشیر جواد باشا( [1] ).   کله چي په شام کي د پنځمي فرقې  فرقه مشر وو د شیخ عبدالحکیم پوښتني ته ورغی. نو هغه يې ولید چي د خپلي کوټې مخ ته پر مځکه باندي ناست وو. شیخ يې هیڅ پروا ونه کړه او نه ورته ولاړ سو، خو یوازي يې د هغه سلام وعلیک کړ. مشیر يې اړخ ته کښېنستی او تر څو دقیقو وروسته ځني ولاړ سو. خو شیخ خپلي وضعي ته هیڅ تغیر ورنه کړ. بیا هغه ولیدل چي څنګ ته يې یوه کڅوړه پرته ده. (داکڅوړه د سرو زرو د دینارونو وه، خو معلومه نه سوه چي څونه وه). شیخ په لڅو پښو پسي ورالا کړه او د مشیر یوه حاجب ته يې ناري کړه او کڅوړه يې وروغورځول او ويې ویل: ده ته ووایاست چي زه پیسو ته اړ نه یم. بیا په خپله کوټه ننوت او دروازه يې په ځان پسي وتړل.

وايي چي شیخ خپل وخت بې له ګټوره کاره پر بل څه نه تېراوه. ټول وخت به يې په تدریس، تقریر، مطالعه، عبادت، د قرآن کریم په تلاوت او تالیف او تصنیف تېراوه. خو خوب، خورک او خبري يې ډېري لږ وې.

د شام(سوريې) ډېر لوی عالمان د ده د شاګردی ویاړ لري. له دې ډلي څخه دي: محمد أديب التقي نقيب الأشراف، سعيد الطنطاوي، د رابطة العلماء رئيس أبو الخير الميداني، محمود العطار، عبدالمجید الطرابیشي، محمد سعيد الباني او نور.

له ده څخه شيخ عبد القادر بن محمد سليم الكيلاني الاسكندراني او نورو احادیث روایت کړي دي.

نوموړي کندهاري عالم په حنفي فقه کي په زیات علم او معلوماتو شهرت درلود. او د دې ترڅنګ په حدیث پوهنه او د هغې په علومو او فنونو کي او په تفسیر پوهنه او قرائتونو کي د پراخ معرفت څښتن هم وو او عربی ژبه يې ډېره فصیح ویل.
https://i1.wp.com/www.daralnawader.com/documents/BOOK50e2faf98a6a1.jpg?resize=185%2C275
د لیکوالۍ او تالیف او تصنیف په کار به هم بوخت وو. یو شمېر داسی چاپي او ناچاپه تالیفات، شروح او حواشي ځني پاته دي چي د ده د علم پر پراختیا دلالت کوي. د ده له مشهورو تالیفاتو څخه د ده کتاب “كنوز الحقائق شرح كنز الدقائق” دی، کوم چي داسي منښت او خپراوی ورپه برخه سوی دی چی د کنز نورو شرحو ته هیڅ نه دی ورپه برخه سوی. ځکه نو د ده دغه کتاب د ده د نورو کتابونو ترڅنګ په بېلو بېلو اسلامي هیوادونو (تركيې، مصر، هند او پاكستان) کی په پلاوو پلاوو چاپ سوی دی. له نورو کتابونو څخه يې دی: شرح الشاطبية، د بخاري پر یوه شرح باندي حاشیه، پر هدایه باندي حواشي او تعلیقات، د ابن عابدين پر حاشیه” رد المحتار على الدُّر المختار “ باندي حاشيې او تعلیقونه، د ”المنار“ پر شرح باندي حاشیه او پر تفسیر نسفي باندي د ” التسهيل والتيسير لفهم مدارك التنزيل في التفسير“ په نامه حاشیه.

پردې سربېره يې په خپل لاس څو قرآنونه هم وليکل او في سبیل الله يې وقف کړل.

دغه کندهاری خدای بخښلی عالم د (1326هـ/۱۹۰۸ع.) کال د کوچني اختر د میاشتي پر اتمه له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د باب الصغیرپه هدیره کي د درالمختار د لیکوال علاء الحصفكي او د ردمحتار د لیکوال ابن عابدین د قبرونو په منځ کی خاورو ته وسپارل سو. اروا دې ښاد وي. ماخذ: أرشيف ملتقى أهل الحديث، تاريخ علماء دمشق 1/240-247مخونه او نور.
———————-
([1])-  جواد باشا یا أحمد شقير باشا ( 1851 – 1900)یو ترکی لوړ پوړی چارواکی او لیکوال وو . په دمشق کي وزېږېد، په بورصه کی يې علوم ترلاسه کړل، بیا يې د آستانې  په یوه پوځي مدرسه کي پوځي علوم ترلاسه کړل. د صربانو، روسانو او یونانیانو پر ضد يې په ډېرو جګړو کي برخه واخیسته. وروسته د کریت د ټاپو والي وټاکل سو، په ۱۸۹۷ع. کال د ترکيې لومړی وزیر(صدر اعظم) سو. بیا تر دوو کالو وروسته پوځي خدمت ته وروګرځېد او د ترکيې پوځي تاریخ يې ولیکی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د