fbpx

هند د پخواني ولسمشر عبدالکلام په مړينه يوه اونۍ وير اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه ۱۳۹۴ل): د هند پخوانی ولسمشر او ساينسپوه ډاکټر عبدالکلام د ۸۳ کالو په عمر د هند شيلونګ سيمې په يو روغتون کې ومړ.
ډاکټر عبدالکلام ۱۹۳۱ز کال کې د اکتوبر په پنځلسمه زېږېدلی و او خپلې زده کړې يې د هند مدراس تخنيکي اسنټيټيوت کې تر سره کړې وې. ۱۹۵۸ز کال کې د مدراس له ايروناټيکل انجينرۍ انسيټيوټ څخه فارغ شو او له هغې وروسته يې د هند دفاعي او څېړنيز مرکز غړيتوب تر لاسه کړ او هلته يې د هند مصنوعي سپوږمکۍ او اټومي توغندي د جوړولو کار پيل کړ او له همدې امله نوموړی د هندوستان «توغندي سړي» په نوم ياديږي.
لومړي ځل لپاره فضا ته د هند مصنوعي سپوږمکۍ لېږلو کې د عبدالکلام ونډه درلوده او ۱۹۸۰ز کال کې يو ځل بيا فضا ته د مصنوعي سپوږمکۍ په لېږلو کې د ډاکټر عبدالکلام ونډه ډېره زياته وه.
ډاکټر عبدالکلام د خپل ژوند نږدې درې لسيزې د هند اتومي پروګرام د ودې او پرمختګ لپاره وقف کړې وې.
نوموړی ۲۰۰۲- ۲۰۰۷ز کال پورې د هند يوولسم ولسمشر و. ډاکټر عبدالکلام د هندوستان د خلکو ولسمشر په نوم پېژندل کېده او ټول عمر يې د خلکو په منځ کې تېر کړ.
هندي رسنۍ وايي، چې ډاکټر عبدالکلام په خپل ژوند کې د رخصتي او دمې په نوم څه نه پېژندل او تېره ورځ يې هم شيلونګ سيمه کې «انډين انسټيټويټ اف منيجمنټ» کې يوې غونډې ته وينا کوله، د وينا پر مهال يې د زړه حرکت ودرېد، هلته وغورځېده، روغتون ته ولېږدول شو او د ۸۳ کالو په عمر د شلوينګ په روغتون کې ومړ.
د هندوستان حکومت وايي، چې د پخواني ولسمشر او د هند اتومي پروګرام پلار ډاکټر عبدالکلام په مړينه يې يوه اونۍ وير اعلان کړی.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې يو ستر ساينسپوه، تکړه ولسمشر او د هر هندي وګړي ايډيال انسان يې له لاسه ورکړ.
د هند ولسمشر پرناب مکرجي وايي، چې ډاکټر عبداکلام به د تل لپاره د هندي ولس په ذهن کې د نوموړي د صبر، زغم، خدمتونو، علم او پوهې له برکته پاتې وي.
پرناب مکرجي په خپل پيغام کې ويلي، چې د هندي ولس اوسنی امنيت د ډاکټر عبداکلام د زيار او پرله پسې ستړياوو له برکته خوندي شوی دی او خپل ژوند يې د هندي ولس د ښې راتلونکې لپاره قربان کړ او نوموړی به د تل لپاره د هندي ځوانانو يو ايډيال مشر په توګه پاتې وي.
ډاکټر عبدالکلام په خپل وروستي وصيت کې ويلي و، چې د ده په مړينه دې رخصتي نه اعلانيږي او د هند خلک بايد يوه ورځ زيات کار وکړي.
د ډاکټر عبدالکلام جنازه نن سهار له شيلونګ څخه د هند پلازمېنې ډيلي ته يوړل شوه او هلته به يې د رسمي مراسمو په ترڅ کې جنازه کيږي او خاورو ته به سپارل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د