افغانستان

طالبانو کوهستانات ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د سرپل ولايت کوهستانات ولسوالۍ مرکز او امنيتي پوستې ونيولې.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې له تېرو دوو ورځو راهيسې د کوهستانات پر مرکز او امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي وه ا ونن سهار وختي يې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې ونيولې.

خبرپاڼه زياتوي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې طالبانو ۱۳ رينجرې او په درنه کچه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

د سرپل امنيه قوماندان محمد اصف جبارخېل رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، طالبانو سرپل ولسوالۍ نيولې او د ولسوالۍ له چارواکو سره يې اړيکه پرې شوې او هېڅ درک يې نه لګيږي، چې مړه دي، که ژوندي.

د سرپل ځايي خلک وايي چې د دې ولایت امنیه قومندان د یادې ولسوالي د نیول کېدو د پېښې رسنیز پوښښ ګواښلی او ان یو تن خبريال سره يې د همدې پېښې د نشر له امله شخړه هم کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x