نظــر

مونږ څه نه وایو دوی ګلې کوي

په ځینې ویب پاڼو کې مطالب خپریږي چې ولسمشر کرزی تبعیض ته لمنه وهي او پښتانه حمایه کوي. ماته ډیره د حیرانۍ خبره بریښي، په یوې ویب پاڼه کې یو مطلب خپور شوی او سرلیک یې دی : تبعیض قومی در هدایت رئیس جمهور کرزی به وزارت دفاع .

په دې خبر کې لیکل شوی چې د کرزي د حکومت یوه ځانګړتیا د غیر پشتون لوی اکثریت په خلاف د توکم پالنې چلند دی چې دا عمل ورځ په ورځ په ډیری وزارتونو او دولتي ارګانونو کې د نفوذ په حال کې دی.

”یکی از ویژه گی های حکومت کرزی، رفتار تبعیض آمیز برعلیه اکثریت بزرگ غیرپشتون افغانستان بشمار می رود. که این عمل ضد بشری، روز به روز در سایر وزارت و ارگان های دولتی محسوس تر می شود“

اول خو دا چې دا غریبانان خپل ځان لوی اکثریت بولي په داسې حال کې چې څو موده وړاندې د افغانستان د علومو اکاډمي په خپله سرشمیرنه کې د پښتنو فیصدي په سلو کې دوشپیته، د تاجکانو دولس سلنه، د هزاره توکم نهه سلنه او پاتي نور قومونه ۱۴ سلنه جوړوي.

په دغه کتاب کې راغلي چې پښتانه په بې ساري توګه په هیواد کې ډیر شوي او یو مهال دغه شمیره شاوخوا څه باندي ۵۰ وه.

کله چې دا تریخ حقیقت د مقاماتو او خلکو ترغوږو شو نو د پښتنو تش په نامه مشر د خونخور محقق(چې د زرګونه بیګناه پښتنو په مړو یې لوبې او له ښځو یې سینې غوڅې کړي) په اشاره د علومو د اکاډمي رییس او درې نور غړي یې له خپلو دندو ګوښه کړل.

دا دولس او یا نهه سلنه خلک راپاڅیږي او ځان ته لوی اکثرت وایي. زه خو په رښتیا نه پوهیږم چې دا خلک ولې ځان غولوي، یا دا خلک ډیر هوښیار او یاهم ډیر بیعقله دي.

دوی لا اوس هم خشحاله ندي او په  کرزي د تعصب یا توکم پالنې تورونه لږوي خو کزری لالا په دې نپوهیږي چې له دوی سره چې څومره ښه کوي هغه ورته په بدو اوړي.

 هغه پنجشیریان چې د بلمنګې ډوډۍ له لاسه یې رنګونه تک ژیړ نیولي وه او  یو من مالګه به یې په اوه لکه افغانۍ اخیسته نن ځانونه د ټول افغانستان بدمعاشان بولي، ، په دولتي اداروکې خو ان د ولسمشر تر لومړۍ مرستیالۍ رسیدلي، په خارجي ممالکو کې ترنورو جګ لوړپورې ودانۍ دوی جوړې کړي.

او هغه هزارګان چې جوالیتوب یې د ژوند روستۍ پړاو و نن په تورو لندکروزرنو کې کته پورته کیږي. په پوهنتون کې د نور ټولونه دوی زیات لیدل کیږي، خارج ته د تحصیل لپاره دوی ځي، ځیني د پارلمان وکیلان او د وزراتونو وزیران دوی دي.

همدوی راپاڅیږي او کرزی په دې تورنوي چې تعصب کوي او پښتنو ته د نورو پر وړاندې لومړیتوب ورکوي.

زه خو وایم چې لس کاله د کرزي لاسونو او پښې مچو کړۍ هم کمه ده. ځکه که هر بل حکومت راغلی وای په ولا که مو پکې دومره پرمختګ کړی وی.

مونږ پښتانه چې د هر سیاست قرباني یو، په هره مرمۍ مونږ مرو، د کفري زبرځواکونو هر عملیات ځمونږ په کورنو وي، د ولږې مونږ مرو، د تروریست نوم په مونږ ایښودل کیږي، ترهګر مونږ بلل کیږو اوبلاخره هر غم د پښتنو په کور دی که په لر دي که په بر. د دې دومره کړاونو سره سره مونږ هیڅ نه وایو بیا دوی راپاڅیږي او د تعصب ګوته کرزي ته نیسي.

ایا تاسو اوریدلی چې د کوم هزاره یا تاجک په کور دې چاپه وهل شوی وي؟

ایا اوریدلي مو دي چې د هزاره یا تاجک په کلي کې بم چاودلی؟

ایا تراوسه کوم هزاره یا تاجک د ګوانټانامو په زندان کې یوه شپه تیره کړې؟

خو نه هیڅ کله دا کار ندی شوی.

پښتانه ډیر د غیرت او حوصلې خاوندان دي په اسانۍ څه نه وايي او هرڅه د الله د لورې بولي او په بدل کې یې د الله (ج) څخه د امن او اجر غوښتونکي دي.

دا قوم غیرتي قوم دی ځکه ډیر کړیږي او یا هم ځپل کیږي که چیرې یې ددې نورو په شان د غلامۍ سر د اوسني عصر ځبرځواک خاوندانو ته ټیټ کړی وای دو به د نورو په شان هوسا او ارامه وه. خو پښتانه سر په عزت ورکوي او هیڅ کله د غلامۍ سر چاته نه ټیټوي.

باڼه مې ورته ټیټ کړه خو زما سر نه ټیټیدو

شاید چې په ازل کې به پښتون پاتې کیدم

په اخر کې د ټولو غاړو څخه چې د پښتنو په ځپلو کې ښکیل دي غوښتنه کوو چې په نازوانه بریدودنو، بمباریو، ځوانمرګو او چاودنو یې د ملکي وګړو وینې متویوۍ.

پریږدۍ چې دا ولس هم د نورو په څیر ارام ژوند، وده او پرمختګ وکړي، کنه نو!

خونه د پښتون چې پکښې پاکه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي، دا دنیا بدرنګه ده.

لیکنه: عبید الله حسام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x