عبدالقادر ځاځی

عبدالقادرځاځی: فارياب کې د طالب په نامه «پښتانه» وژل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب کې د دوستم د ځایي ملېشو او افغان عسکرو د ګډو عملیاتو په لړ کې ځايي پښتانه اوسېدونکي شکايتونه کوي.

د ولسي جرګې غړی او د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځی وايي چې په فارياب کې د طالب په نامه «پښتانه» وژل کېږي.

نوموړي په کابل کې له خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د فارياب ګڼو اوسېدونکو له هغه سره تلیفوني اړیکې نیولې او د ملېشو له چور، چپاول، قتل او لوټ نه يې شکایتونه کړي دي.

عبدالقادر ځاځی وايي چې ځايي اوسېدونکو ورته ويلي چې د دوستم ملېشې په فارياب کې د طالب له نومه په ګټې د «پښتنو» په وژلو پسې را اخیستې ده.

په فاریاب کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه د دوستم او عطامحمد نور ګډې ملېشې له افغان عسکرو سره يو ځای دوه ورځې وړاندې د عملياتو د پیل خبر ورکړ.

د عملیاتو په لومړۍ ورځ د فارياب، د پښتونکوټ، المار او قیصار ولسوالیو نه درې زره پښتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شولې.

د فارياب چارواکو بې بې سې ته ویلي، چې دغه درې زرې کورنۍ د جګړې له وېرې له سیمې نه وتلې دي، خو د المار، قیصار او پښتونکوټ له ولسوالیو نه کډه شوې کورنۍ وايي چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.»

له بله اړخه د دوستم او عطامحمد نور د ملېشو قومندانان په دې سیمو کې مېشت پښتانه د طالبانو پر ملاتړ ملامتوي او په خبره يې طالبان د ولس په ملګرتيا د دوی پر وړاندې ولاړ دي.

جنرال دوستم تېره ورځ هم له خپل تلویزون «آینه» سره په خبرو کې وویل چې طالبان د دوی دښمنان دي، نه «وروڼه».

پوځي شنونکو د چنګاښ پر لومړۍ د عطامحمد نور او دوستم له لوري د ګډې ملېشې رامنځته کول د یو قوم لپاره توطییه وبلله او دا يې د ګډ حکومت پر وړاندې یو بله ننګوينه یاده کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د