کندوز ولایتي شورا: طالبانو له ۸۰ کليو اربکيان شړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په سرپل کې له پراخو سیمو نه د اربکيانو له تېښتې وروسته، د کندوز ولایتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې طالبانو پراخې سیمې له اربکيانو نیولې.

د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد يوسف ایوبي وايي چې طالبانو په خان اباد کې ۸۰ کلي له اربکيانو پاک کړي او د دوی په خبره «محلي پولیس» له سیمو تښتېدلي دي.

ایوبي وايي چې طالبانو په دې جګړه کې د نصير په نوم د اربکيانو قومندان له ګڼو ملګرو سره ژوندی نیولی او دم ګړۍ دغه سیمې د دوی په واک کې دي.

د خان اباد د جنت باغ یو تن قومي مخور وايي چې دوی د طالبانو په ملګرتيا د اقتاش ډنډ، ابراهيم خېل، جنت خېل، چقر قشلاق او ګڼې نورې سیمې له اربکيانو پاکې کړې دي.

نوموړي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ویلي، چې دوی د اربکيانو له شره د طالبانو غېږې ته پناه وړې او په خبره يې د خپل عزت ساتنې په خاطر يې ټوپک ته لاس کړ.

طالبانو هم په خان اباد کې د ګڼو سیمو د نیولو خبر ورکړ، خو د ولسي همکارۍ په اړه يې څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د کندوز په چهاردره، دشت ارچې او د ميدان وردګو په جلریز ولسوالي کې ولسي وګړو له طالبانو سره لاس یو او له سیمې يې اربکيان وشړل.

د کندوز د ولایتي شوار رییس ګواښ کړی چې که طالبان د ولس په ملاتړ د پرمختګ په حال کې وي، شونې ده، چې ژر د خان اباد ولسوالي مرکز هم د دوی لاس ته ولوېږي.

د کندوز امنيتي مسوولینو یا هم پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي، خو دوی معمولاً له پېښې وروسته د پېښې د څېړلو په موخه خپل دريځ رسنيز کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د