افغانستان

قهرمان: د دولت امکانات د ستونزو په پرتله « شل» برابره ډېر دي

نوموړي د طالبانو د امکاناتو په اړه وویل: « زه قسم کوم، چې ډېره وړه فیصده نور ملکونه مرسته ورسره کوي، نور درګرده زموږ پر وسله راسره جنګېږي.»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په بدخشان کې د نږدې دوه سوه تنو عسکرو له تسلیمي وروسته د ګډ حکومت پر نظامي قوه تبصرو زور موندلی دی.

پخوانی جنګسالار او د ډاکټر نجیب د وخت پوځي فعال عبدالجبار قهرمان د افغان عسکرو لپاره امکانات پرېمانه بولي خو په خبره يې منظم مديريت نه لري.

نوموړي له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل، چې د دولت امکانات د ستونزو په پرتله « شل» برابره ډېر دي، خو د دې امکاناتو د سم استعمال لپاره مناسب مديريت وجود نه لري.

عبدالجبار قهرمان
عبدالجبار قهرمان

نوموړي ګډ حکومت له «سر تر پايه» بې رهبريته وګاڼه او په خبره يې د دوی نا منظم مديريت په پوځي برخه تاثیر کړی، چې ګټه يې مخالفو وسله والو ته رسېږي.

نوموړي د طالبانو د امکاناتو په اړه وویل: « زه قسم کوم، چې ډېره وړه فیصده نور ملکونه مرسته ورسره کوي، نور درګرده زموږ پر وسله راسره جنګېږي.»

قهرمان لوړ پوړي نظامي مسوولین له طالبانو سره په اړیکه لرلو ملامت وبلل او ويې ويل چې ان وسلې پرې پلوري.

نوموړي د مشخص قومندان نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل چې د دولت وسله وال مخالفين د دولت په امکاناتو له دولت سره جګړه کوي.

قهرمان په داسې حال کې د دولت لوړپوړي مسوولین له طالبانو سره په همکاري تورنوي، چې دم ګړۍ هم په پوځي لیکو کې خپل منځي باور صفر بلل کېږي.

د طالبانو نفوذي بريدونو، د قهرمان په څېر څرګندونو او ګڼو نورو دلایلو د افغان عسکرو په منځ کې بې باوري رامنځته کړې ده،چې د پوځي شنونکو په باور میدان طالبانو ته پاتې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزئ

.مبارکبی یی تولو وروڼو نه وایم الله دی نوری سیمی نه تسلیم کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x