fbpx

درمضان په میاشت کي دبدلون انګېزې

قدوسي

درمضان مبارکه میاشت دبدلون راوستلو یو ستر فرصت دی دا ځکه چي پدې مبارکه میاشت کي داسي ګڼ شمېر انګېزې شته چي له انسان سره په بدلون راوستلو کي مرسته وکړي او ددنیا او اخرت هغه منازلو ته يې پورته کړي کوم چي هغه ترټولو غوره او وچت دي .

پدې مبارکه میاشت کي دبدلون انګېزې زیاتي او په بېلابېلو شکلونو کي وجود لري دیوه مسلمان لپاره لازمه ده چي ځان ورباندي خبر کړي ترڅو درمضان موسم ته په سمه توګه دننه شي او درېښتوني او دهمېشني بدلون د راوستلو په عزم سره يې پیل کړي او که يو مسلمان همدغه انګېزې په پام کي ونه نیسي او يا ځان ورباندي خبر نکړي نو که کوم تغیرات را هم شي هغه به یوازي درمضان تر میاشتي پوري محدود او دڅه وخت لپاره وي  .

دبدلون همدغه انګېزې مونږ په دوو ډولونو وېشلای شو کورنۍ او بهرنۍ،  کورنۍ انګېزې هغه دي چي دیوه انسان له روحاني اړخ سره تړاو لري او له خپل رب او دهغه لخوا د روژه لرونکو بندګانو لپاره له ټاکل شوي اجر اوثواب سره يې مښلوي دا انګېزي مونږ دهغو لارښوونو په وسېله پېژندلای شو کوم چي په قرانکریم او نبوي پاک سنت راته بیان شوي دي .

بهرنۍ انګېزې هغه دي چي له هغه ایماني چاپېریال سره تړاو لري کوم چي مونږ دالله تعالی عبادت او دهغه دحکمونو امتثال ته هڅوي او په روژه لرونکي د راتاو چاپېریال په وسیله پېژندل کېږي .

کورنۍ انګېزې :

لومړی : ددې مبارکي میاشتي په عظمت  دځان خبرول او پخپلو ټولو کړو وړو کي دهغې دفیوضاتو پام ساتل دا ځکه چي دا هغه ستره میاشت ده چي دکایناتو خالق همدغه میاشت دځان لپاره ځانګړي کړي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ الْحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعمِائَة ضِعْفٍ، قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: إِلا الصَّوْمَ ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، يَدَعُ شَهْوَتَهُ وَطَعَامَهُ مِنْ أَجْلِي، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ؛ فَرْحَةٌ عِنْدَ فِطْرِهِ، وَفَرْحَةٌ عِنْدَ لِقَاءِ رَبِّهِ، وَلَخُلُوفُ فِيهِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ “.

دبنیادم هر نېک عمل دثواب له پلوه څو برابره کېږي له لسو څخه نېولي تر اوو سوو پوري ، الله تعالی فر مايي : له روژې پرته ځکه چي هغه زما لپاره ده او زه يې بدل ورکوم ، روژه لرونکی زما لپاره خپل شوق او خواړه پرېږدي، دروژه لرونکي لپاره دوه خوښۍ دي يوه خوشالي يې هغه وخت وي کله چي روژه ماته کړي او بله خوشالي يې هغه وخت وي کله چي له خپل پروردګار سره مخامخ شي، او دروژه لرونکي دساه بوی دمشکو تربوی زیات دالله تعالی خوښ دی .

دوهم : دروژې د فرضیت پېژندلو ته ژوره کتنه پدې معنا چي الله تعالی روژه دچا دلوږي او تندي لپاره فرض نده ګرزولي بلکه غواړي دروژې په وسیله دروژه لرونکي تقوا ته وده ورکړي او دروژې ساتلو یو ستر حکمت هم دا دی چي انسان دخپل رب حکمونو ته غاړه کېږدي او له هغه څه ځان وژغوري له کومو څخه چي ژغورل شوی وي رسول الله  جل جلاله فرمايي : رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الْجُوعُ، وَرُبَّ قَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ قِيَامِهِ إِلاَّ السَّهَرُ.

ډېر ځله ديوه روژه لرونکي له خپلي روژې څخه له لوږي او تندي پرته بله ونډه نه وي او ډېر ځله دشپې لخوا د لمونځ کونکي له بېخوبي او ستوماني پرته نوره ګټه نه وي .

درېیم : دهغو اجرونو او ثوابونو پېژندل چي الله تعالی دروژه لرونکیو لپاره چمتو کړي دي او په همدغو مبارکو ورځو کي يې روژه لرونکیو ته زېري ورکوي  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ

چاچي درمضان روژې دایمان او عقیدې له مخي او دثوابونو دګټلو په نیت ونیولې تېرشوي ټول ګناهونه يې ورته وبښل شول .

په بل حدیث کي فرمايي : وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ .

الله تعالی دروژې دمیاشتي په هره شپه کي خپل روژه ساتونکي بندګان دجهنم له اوره خلاصوي .

څلورم : پدې ځان خبرول چي د کال ترټولو غوره شپه په همدې میاشت کي ده چي هغه لیلة القدر ده او ددې لپاره چي مونږ دهمدغي شپې په عبادت او بندګي کي زیات زیار وباسو مونږ ته يې کومه ټاکلي شپه نده جوته کړي الله تعالی فرمايي : لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳) القدر

لیلة القدر تر زرو شپو غوره ده . دا معنا چي دهمدغي شپې دعبادت اجر دزرو شپو دعبادت تر اجر زیات دی .

پنځم : دهمدغي مبارکي میاشتي په بېلابېلو وختونو کي دنېکانو بندګانو عملونو او کارونو ته پام اړول، پدې معنا چي دهغوی کړه وړه وڅارل شي او روژه لرونکی ورسره په سیالۍ کي خپله دنېکیو ونډه زیاته کړي لکه دقرانکریم تلاوت، دورځی او دشپې لخوا لمونځونه، دالله تعالی په لار کي دمال خرچ کول، په روژه لرونکیو مساکینو کونډو ، یتیمانو، بېوسو او بېوزلو لګښت کول .

بهرنۍ انګېزې :

لومړی : پدې کي ژور فکر وهل چي په همدغه مبارکه میاشت کي داسلامي نړۍ  ټول مسلمانان روژې نیسي او دخپل رب بندګي او عبادت کوي دا هغه انګېزه ده چي روژه لرونکی مسلمان دخپل خوی او چلند بدلولو ته هڅوي .
دوهم : دخوراک څښاک او عبادت په هکله دخپل پخواني عادت بدلول اودخپل نفس غوښتني شاته غورزول، درمضان په میاشت کي په ځان او خویونو دا ډول واکمني کول مسلمان ته دکال په نورو وختونو کي په ځان او دځان په غوښتنو  دواکمنۍ عملي ښوونه کوي او دروژې په میاشت کي يې په همدغه ډول واکمنۍ روزنه کوي .

درېيم : دپشلمي، روژې، لمونځونو، روژه ماتي ، تراویحو، دشپې دنفلونو، تلاوت د پرله پسې عبادتونو پابندي کول ، دا چي يوروژه لرونکی مسلمان پوره یوه میاشت همدغه عبادتونه بلا ناغه ادا کړي دکال په پاته برخه کي هم دالله تعالی دحکمونو د منلو او دعبادت په همېشه کولو کي ورسره مرسته کوي .

څلورم :  دټولو روژه لرونکیو مسلمانانو لخوا دژبي او اندامونو دساتلو په نتېجه کي ټولنېز مثبت چلند ته وده ورکوله کېږي دهمدغي مبارکي میاشتي په شپو او ورځو کي دا ډول  التزام دمسلمانانو ترمېنځ دمیني او ورورولي انګېزه راپاروي کوم چي مثبت لورته په بدلون کي ستره مرسته کوي

دروژې په میاشت کي هرڅه بدل وي، ټوله نړۍ بدله ښکاري مسلمان ته په کار ده چي ددې مبارکي میاشتي دا ډول انګېزي تل په پام کي ونیسي دهمدغو انګېزو په سیوري کي ژوند وکړي ترڅو هغه پخپلو ټولو کړو وړو کي داسي بدلون راوستلای شي چي درمضان دمیاشتي له مبارک موسم څخه وروسته هم له ده سره ملګري پاتي شي او دده په انفرادي او اجتماعي چلند کي دتل لپاره ځای ونیسي  .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د