
هلمند: طالبانو نوزاد ولسوالي محاصره کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د هلمند د نوزاد ولسوالي او امنیه قومنداني محاصره کړې ده.
د هلمند ځايي چارواکي وايي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د نوزاد ولسوالي پر تعمير او امنیه قومنداني بريدونه پیل کړي چې لا هم روان دي.
د ۲۱۵ قول اردو مسوولین وايي چې په جګړه کې يې درې طالبان وژلي، خو د محاصرې د ماتولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالبانو هم منلې چې د دوی ملګرې د تېرې شپې له دریو بجو راهیسې د نوزاد ولسوالي مرکز او امنیه قومنداني تر بريدونو لاندې نیولي دي.
دوی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سهار تر پنځو بجو يې د نوزاد په بازار کې پنځه پوستې نیولي او په خبره يې پر مخ روان دي.
دا په داسې حال کې دی چې همدا نن د سرپل چارواکو د کوهستانات ولسوالي د سقوط او کندوز چارواکو بیا د خان اباد ولسوالي د سقوط ته نږدې کېدو خبرونه ورکړي دي.