نظــر

زما په اړه د سباوون سېلاب لیکنه – طاهر خان اسلام اباد

لیکوال: طاهرخان – اسلام اباد

د بي بي سي پښتو او ایکسپریس ټربیون سوله! ” په عنوان مي مقاله اولوسته چي د “سباوون سېلاب” پر مستعار نوم خپره شوي ، چي د ژورنالیزم د اصول اجازه نه ورکوي، هغه پر ما شخصي حمله کړي، ځينې کسان افغان مشرانو ، طالبانو او نورو په وړاندي سپکه ژبه کاروي، “سباوون سېلاب” پرهغه خبره درديدلی چي بي بي سي د طالبانو د يوه مخکيني وزير له قوله خپور کړي.

افغانستان او نړي کي ډيري خلک دا مني چي بي بي سي اعتباري اداره ده، هغه وخت خبر ورکوي چي قوي معلومات ولري ، د خلکو پر شخصي کړنوحملي نه کوي، اصول لري او د ژورنالیزم اصولو ته درناوی کوي. که يو کس ځان داسي معرفي کي چي د طالبانو پخواني وزير او د شورا غړي دی، ژورنالست دا کس پخپله هم وپېژني نو په کار ده چي هم دغه ډول يې په راپور کې معرفي وشي.

زه د خپلو ټولو خبرونو پر صداقت ټينګ ولاړ يم او که څوک پري شک لري سپیناوی يې کولای شم

د طالبانو ستونزه داده چې پر سياسي ډګر کي د ځان دفاع ته چمتو نه وي، هره ورځ هڅه کوم چي د طالبانو وياند او قطر کې د طالبانو دفتر راته پر مسایلو خپل نظر ووايې، ولي نه یم توانېدلي، زه به له “سباوون سېلاب” څخه د مرستې غوښتنه وکړم، که هغه زما سره همکاري وکړي ، او دا ډول د طالبانو د رسنیو له مسؤلینو څخه خواست کوم چې د سیاسي مسایلو په اړوند زما پوښتونو ته ځواب راکړي.

ډیر وخت د پاکستان پر وړاندي د ځینو پېښو راپورونه پټ ساتل کیږي،. د طيب اغا دوه وروڼه چي تير کال پاکستان کي ونيول شول ، هیچا دا راپور ورنه کړ، ما د خپل مسوليت پر اساس چي څه ويلي وو يا ليکلي وو ، په وخت مې دا راپور جوړ کړ ومې لیکل چي پاکستان دا کار پر طيب اغا د فشار له پاره کړی.

د ملا برادر موضوع چي ګرمه وه نورې رسنۍ خاموش وي، بي بي سي او ما تل ليکلي چي هغه پاکستان نه دی خوشي کړي.

مشرف چي څو مياشتې وړاندي وويل د کرزي ادراې کمزوري کولو لپاره يې طالبانو سره مرسته کړي وه، رسنۍ خاموشې وي، ولي ما د طالبانو د سرچينو پر حواله مشرف وغانده.

ملا ضعيف صاحب چي د ګوانتانامو د زندان څخه ازاد شو نو زه لومړي ژورنالست وم چې د اسلام اباد څخه مي ورسره خبرې وکړي، کوم چي بد او غير انساني چلند ورسره شوي وو هغه مي پاکستاني رسنیو کي خپور کړ
زه د خپل ځان پراړه صفايې نه کوم او الله ته يي پريږدم ځکه چي يوازي الله د زړونو د حال څخه خبر دي ، مهمه خبره دا ده چي اول دا ټول خبرونه کابل کي رسنيو خپاره کړي، ولي هدف بي بي سي او زه شوم، دا کوم ژورنالیزم دی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق افغان

ما دواړه ليکنې ولوستې خو د سيلاب صيب يې کور ودان حقيقت یې ليکلئ دبي بی سی په مرسته هر وخت پاکیستان او بې ضميره افغانانو زمونږ په ساده او مسلمان اولس زهر څښلي دي

کامل

طاهرخان صیب چې څومره پیږنم،نو دروند اوباوقاره شخصیت دی،اسلامي اوپښتني درد اودرک هم لري خونن سباژورنالیزم کې څه مجبوریاني هم شته،چې له ژورنلست سره دقیقه محاسبه ستونزمنه ده، خوسیلاب صیب سره ښه احساس باید په الفاظوکې دقت کړی وای

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x