fbpx

درمضان میاشت او دبدلون شرطونه

ابو خلیل محمد قدوسي

دعبادت، اخلاقو او چلند په ډګرونو کي درمضان مبارکه میاشت دیو ستر رښتوني بدلون چانس دی، روژه ساتونکی مسلمان درمضان دمیاشتي په شپو او ورځو کي  دسترو ثوابونو دګټلو په تمه دزیار مټي ورنغاړي، دهغې له برکتونو او دخپل پروردګار له نعمتونوڅخه خپله تنده ماتوي، دهغې له عبادتونو څخه دخپل اخروي ژوند لپاره څوری چمتو کوي .

دروژې مبارکه میاشت یوه الهي مدرسه ده چي دنېکو عملونو او داجر او ثواب د کارونو  دسرته رسولو په بدل کي  مسلمان  دثوابونو ونډه لویوي .

اوله هغو کارونو څخه غوښتونی ایماني ځواک لاسته راوړي کوم چي يې له خپل خالق سره اړېکي ټېنګوي ترڅو يې ددنیا اواخرت نېکمرغي په برخه شي .

ځکه خو مسلمان ته پکار ده چي له وخت څخه ګټه پورته کړي او په همدغه مبارک موسم کي د سترو ګټو او ثوابونو په لور ګړندي ګامونه واخلي، کله چي مونږ دانساني ژوند بېلابېلو اړخونو  ته په غور ګورو ، وینو چي یو ستر رښتوني بدلون ته اړتیا شته داسي بدلون  چي مونږ یوې داسي مرحلې ته نقل کړي چي هلته فرد او ټولنه دهوسايي او نېکمرغي ساه واخلي .

کله خوداډول  يورښتونی بدلون درمضان په میاشت کي دڅه وخت راشي چي په افرادو او ټولنه  دنېکمرغۍ اورېځي را وېړي کړي خو درمضان  له تېرېدلو سره جوخت ډېر ژر دانسان حالت مخګیني وخت ته بېرته وګرزي .

که انسان غواړي داډول مثبت بدلون يې دعادتونو بڼه غوره کړي ، ضروري ده چي شرطونه يې بشپړ کړي ترڅو درمضان میاشت يې  دیوه رښتوني بدلون په لور دسفر پیل جوړ شي چي دهمدې تکل په نتېجه کي په ټول ژوندانه کي دمثبت او اغېزمن بدلون په لاسته راوړلو بری ومومي او همدغه بدلون يې له رمضان څخه وروسته هم همېشنی پاته شي، ترڅو خپل هغه هدف ته ځان ورسوي چي هغه دخپل نفس اصلاح او سمون او دالله تعالی درضا لاسته راوړنه ده .

درښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره ځېني بنیادي شرطونه په لاندي ډول دي :

لومړی : دبدلون دراوستلو لپاره دزړه له کومي تلوسه اوصادقانه اراده ، کله چي دانسان په کوګل کي دبدلون دراوستلو لپاره داډول  رښتوني مینه وزېږي بیا انسان په عقلي او رواني توګه ددې کار لپاره چمتو شي، بیا رښتوني مینه او ځواکمنه اراده دانسان چلنداو اخلاقیات له ورځني جامد حالت  څخه مثبت او ګټور حالت ته انتقال کړي لکه چي الله تعالی فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ
بېشکه چي الله تعالی دیوه قوم حال تر هغه وخته نه بدلوي ترڅو چي هغوی پخپلو ځانونو کي بدلون نوي راوستی .

دوهم : دیوه سالم بدلون لپاره دلارو پېژندل ، کله چي انسان دبدلون راوستلو لپاره یوه روغه لاره تشخیص کړي او پدې پوه شي چي له کومه ځایه يې باید پیل کړي او په کوم ځای يې ودروي بیا به يې دبدلون دهڅو نتېجه هرو مرو هماغه وي  چي دوینا او عمل له لاري يې دهغې دخپلولو تکل کړی وي اوبیا هغه دبدلون ټاکليو هدفونو ته حتمي لاس رسی موندلای شي .

درېيم : په سمه توګه دبدلون دلارو چارو پلي کول ، دبدلون دراوستلو لپاره رښتوني مینه ځواکمنه اراده او دلارو پېژندل بسنه نکوي بلکه په سمه توګه دهمدغو لارو چارو  پلي کول يې له بنیادي شرطونو څخه ګڼل کېږي، باید دبدلون لاري چاري په ډېر ښه ډول مشخصي اومنظمي  کړي او بيا يې په مرحله اېز ډول په عمل کي پلي کړي، هغه باید په ډېر موزون شکل همدغه هڅي په کار واچوي او دبېړنیو پایلو انتظار ونه باسي همدغه لاري چاري ګڼي او بېلابېلي دي چي علماوو په کتابونو کي بیان کړي دي .

کله چي دبدلون غوښتنه دانسان دزړه له کومي وي او لاري چاري يې وپېژني او بیا يې په عمل کي په سمه توګه پلي کړي هرو مروبه دبدلون هغه نتېجه لاسته راوړي کوم چي هغه يې انتظار باسي او تمه يې لري .

دا ځېني  هغه بنسټېز شرطونه ول چي دهغه چا لپاره يې خپلول ضروري ګڼل کېږي څوک چي دیوه رښتوني بدلون په لور ته دتللو هڅي کوي ، روژه لرونکی مسلمان باید همدغه شرطونه په ځان کي پیدا کړي ترڅو يې درښتوني بدلون هڅي بریالۍ شي پدې میاشت کي درښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، هغه ته زارۍ او عاجزي وکړي ترڅو يې دا هڅي دهغه دخوښۍ او رضا سبب جوړي شي .

مونږ ته پکار ده چي پدې لار کي ګامونه ګړندي کړو، او دیوه داسي مثبت بدلون نوي پاڼه خلاصه کړو چي خپل ځانونه پکي اصلاح کړو، او له وخت څخه يې فایده واخلو، درمضان میاشت یو څو ورځي وي او تېرېږي او دا میاشت دبدلون راوستلو یو ستر چانس  دی باید داجرونو او ثوابونو دموندلو او ددنیوي او اخروي نېکمرغۍ دلاسته راوړلو په نیت ددې موسم له تېرېدلو مخکي ورڅخه همېشنۍ ګټي پورته کړو .

په رمضان کي دبدلون بېلابېل اړخونه

درمضان میاشت دچلند دځېنو اړخونو دبدلون او سمون او دځانونو داصلاح او داخلاقو دسمولو لپاره یو لوړ بیه موسم دی ، په همدغه مبارکه میاشت کي دبدلون اړخونو ته پاملرنه او دروژې له روزنتون څخه دتقوا په  پوړیو  کي اخلاقي او روحاني لوړو  ته وچتېدل هغه ستر ي موخي او مقاصد دي چي دهغو دلاسته راوړلو لپاره د الله تعالی لخوا روژه نېول فرض ګرزول شوي ده او د رښتوني، مثبت اوهمېشني بدلون دلاسته راوړلو لپاره دروژې تر میاشتي بل هېڅ غوره موسم نشته .

دتغیر او بدلون اړخونه ګڼ او بېلابېل دي او توپېر يې داشخاصو، چاپېریال او چلندونو په اساس دی، او دهر اړخ دبدلون لپاره هغه بېلابېل وسایل او لاري چاري دي چي مسلمان يې دنېمګړتیاوو دبشپړولو او دتګلاري دسمولو لپاره ژور فکر او  سمي پوهني ته اړکېږي ځېني جوته اړخونه يې په لاندي ډول دي .

لومړی : له پرودګار سره دروژه لرونکي اړېکي، دبنده او خالق ترمنځ دا اړېکي دروژې په میاشت کي ټېنګېږي په کار خو داده چي دا اړيکي درمضان په میاشت او نورو میاشتو کي هم باید ټېنګي او ځواکمني وي ځکه هغه رب چي مسلمانان يې په رمضان کي عبادت او بندګي کوي دکال دټولو میاشتو رب او خالق دی .

عبادتونه او داجر اوثواب کارونه تریوې میاشتي پوري محدودي نه وي دکال په نورو میاشتو کي يې هم انسان سرته رسولای شي، دبدلون راوستلو یو اړخ دا هم دی چي مسلمان دتل لپاره همدغو عبادتونو او داجروثواب کارونو ته اوله رمضان څخه وروسته دکال په نورو میاشتو کي هم دوام ورکړي تر څو مسلمان دالله تعالی دهمېشني عبادت او طاعت مقصد لاسته راوړي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنَهَا قَالَتْ: سُئِلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : أي الأعمال أحَبُّ إلى اللَّهِ؟ قَالَ: أدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ
عایشه $ فرمايي چي له رسول الله @ څخه پوښتنه وشوه چي کوم کار الله تعالی ته ترټولو غوره دی؟  هغه وفرمایل: هغه نېک کار چي انسان ورباندي همېشه توب وکړي ولوکه لږ هم وي .
دوهم : دمسلمان له ځان سره اړېکي ، دروژې مبارکه میاشت دځان دتصفيې او محاسبې او په نېکو کارونو دټېنګار یو غوره موسم دی، يورښتونی مثبت بدلون هغه وخت پیل کېدای شي چي کله انسان دخپل ځان په هکله حساب ونیسي او دمحاسبې په نتېجه کي خپلي تېروتني اصلاح اوروغي کړي، په کار خو داده چي مسلمان له ځان سره محاسبه خپل همېشنی عادت جوړ کړي ترڅو داخلاقي او روحاني بشپړتیا لوړ مقام ترلاسه کړي .
حسن البصري & فرمايي
المؤمن قوّام على نفسه، يحاسب نفسه لله عز وجل، وإنما خفّ الحساب يوم القيامة على قوم حاسبوا أنفسهم في الدنيا، وإنما شقّ الحساب يوم القيامة على قوم أخذوا هذا الأمر من غير محاسبة”.
مسلمان پخپل ځان واکمن وي دالله تعالی لپاره له خپل ځان سره حساب کوي دقیامت په ورځ به دهغه چا حساب اسان وي چاچي په دنیا کي له ځان سره حساب کړی وي او دهغه چا حساب به ډېر کړوونکی وي چاچي ددنیا چاري بې حسابه ورنېولي وي .

درېیم : دمسلمان اړیکي له خپلي کورنۍ او خپلوانو سره ،  دژوندانه په چارو کي دزیات مصروفیت له وجهي زیاتره مسلمانان خپلوي پالني او دخپلوانو او اقرباوو لیدني ته وزګار او يا يې ورپام نه وي، دروژې مبارکه میاشت مسلمان ته ددې فرصت ورکوي چي دژندوانه دې حقوقي اړخ ته هم پام واړوي او پخپل چلند کي نوی بدلون راولي، له خپلو خپلوانو سره دخپل منځي اړیکو مراندي وغزوي ترڅو هغه کرکي او بد ګمانۍ چي موجوده پرېکړون زېږولي وي له مینځه یوسي او ځای يې مینه او محبت ونیسي دخپلوي پالني په هکله هم دا یو حدیث بسنه کوي :

إِنَّ اللَّهَ خَلَقَ الْخَلْقَ حَتَّى إِذَا فَرَغَ مِنْ خَلْقِهِ قَالَتْ الرَّحِمُ: هَذَا مَقَامُ الْعَائِذِ بِكَ مِنَ الْقَطِيعَةِ، قَالَ: نَعَمْ، أَمَا تَرْضَيْنَ أَنْ أَصِلَ مَنْ وَصَلَكِ وَأَقْطَعَ مَنْ قَطَعَكِ؟، قَالَتْ: بَلَى يَا رَبِّ، قَالَ فَهُوَ لَكِ، قَالَ رَسُولُ اللَّه ِ صلى الله عليه وسلم : فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ:
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (۲۲) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (۲۳) محمد
کله چي الله تعالی دنیا پیدا کړه او له پیدایښته يې وزګار شو رحم وویل: دا دهغه چا ځای دی څوک چي په تا له پرېکړون څخه پناه غواړي؟ الله تعالی ورته وفرمایل : هو! ایا ته پدې نه يې خوشاله چي څوک تا پالي هغه وپالم او چي څوک ستا اړیکي غوڅوي له هغه سره اړیکي غوڅي کړم؟ رحم وویل: هو زما ربه! الله تعالی ورته وفرمایل : دا ستا لپاره ځانګړی شو، بیارسول الله @ وفرمایل که مو خوښه شوه دا ایتونه ولولئ : (ژباړه) نو اّيا تاسې دې ته نه يې نژدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلولۍ به مو غوڅې كړئ؟ دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو دوى يې كاڼه او سترګې يې ور ړندې كړې دي .

څلورم : دمسلمان اړیکي له خپلي ټولني سره، د روژې په مبارکه میاشت کي له ټولني سره دمسلمان اړیکي په کار دي چي ډېري فعالي او ټېنګي وي دې لورته باید زیاته پاملرنه وشي، دټولني له افرادو سره لیدل کتل ، دهغوی لپاره دخیر تلاش، دهغوی اړتیاوي بشپړول هغه شیان دي چي مسلمان  دروژې په میاشت کي دخپلو ورځنیو کارونو په جدول کي باید ورته ځای ورکړي دا ځکه چي الله تعای فرمايي :
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ
بېشکه چي مسلمانان پخپل مېنځ کي سره وروڼه دي .

او رسول الله @ فرمايي :
مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِم وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ شَيْءٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى .
دمسلمانانو مثال په خپلوي، زړسوي او خواخوږي کي دیوه انساني بدن دی کله چې یوځای خوږ شي ټول جسم ورسره په توده تبه اخته  او بېخوبه شي .

پنځم : دمسلمان اړیکي له عامو انسانانو سره دا ډول اړیکي زیاتره وختونه شنډي او له کاره لوېدلي وي مسلمان باید په هروخت کي داسلام سفیر او دپیغمبري اخلاقو ممثل وي هغه ته په کار ده چي له نامسلمانو انسانانو سره هم دحق لورته درابلني په موخه اړیکي وساتي او داسلام مبین دټول انسانیت لپاره دخلاصون یو ابدي پیغام دی او دا دهر مسلمان دنده ده چي نور انسانان هم دې دین ته راوبولي  الله تعالی فرمايي :

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
ستادرب لورته يې راوبوله په پوهنه او نېک وعظ سره .

رسول الله @ فرمايي:
فَوَاللَّهِ لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ
نوپه الله تعالی قسم  که یو څوک ستا په ذریعه سمه لاره ومومي دا ستا لپاره ترسرو اوښانو زیاته ستره ګټه ده .

دا ځېني هغه اړخونه ول چي مسلمان تل باید ورته تم شي او پاملرنه ورته وکړي دروژې په مبارکه میاشت کې پیل کړي ځان ورباندي عادت کړي او دکال په اوږدو او دژوندانه په هر ډګر کې خپل همېشنی عادت وګرزوي، مونږ باید دروژې دمبارکي میاشتي له پیل او له نوي هوډ سره درښتوني مثبت بدلون په لور ګامونه ګړندي کړو اودخپل ژوند نوي پاڼه پرانېزو همدغو ارزښتونو ته په خپلو خویونو کي ځای ورکړو او دتل لپاره يې پکي نقش کړو او هغه چاته يې هم وښیو له چاسره چي مونږ په تماس کي کېږو  ترڅو دانساني ټولني ورکه نېکمرغي بېرته لاسته راوړو اود کرکي ځای مینه او دشخړو ځای ډاډمنتوب ونیسي او دمثبت بدلون په نتېجه کي داخوت ، وحدت او ګډي خواخوږۍ نوي فضا جوړه کړو .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د