نظــر

د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا د استعفی اړوند

نظرمحمد مطمئن / لیکوال او شناند/

باورې سرچينې وایې چې د طالبانو د سیاسي کمیسون د مشر سید محمد طیب آغا د استعفی خبره او یا هم د هغه د واکونو د کمولو او یا واکونو مهارکولو خبره سمه نه ده، بلکې د شروع شوې پروپاګنډې برخه يې ګڼې.

په ۲۷ د جولای ۲۰۱۵ خبرونه خپاره شول چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد مړ شوې، لومړی ځل نه و، څو ځله داخبره نشر شوې، ورسره داخبره هم رحیم الله یوسفزي کړي وه چې د طالبانود دوېم نمبر مشر د ملامحمد عمر مجاهد د نایب ملااخترمحمد منصور واکونه به هم کم شي او یا داچې بيخې به له مشرتابه څخه لیري شي او پر ځای به يې د ملامحمد عمر مجاهد ځوی مولوي محمد یعقوب وټاکل شي.

نن ۲۸ جولای ۲۰۱۵ دادی خبرونه خپريږي چې د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا له خپلې دندې استعفی ورکړي، داځکه چې په پاکستان کې د افغان حکومت د استازو سره د سولې د خبرو کولو خنډ دی.

بل خوا بیا وایې چې د طالبانو د شورا غړو پر طیب آغا فشار راوړي چې دهغه واکونه محدود کړي، ځکه هغه د سولې د خبرو د پرمختګ خنډ دی.

رښتیا هم سید محمد طیب آغا په پاکستان کې د پاکستاني چارواکو تر چتر او واک لاندي د خبرو سره مخالف دی، ځکه خو يې د مرې غونډه د هغوی د ویاند له خوا رد شوه.

اوس داسي معلومات دي چې داځل ملا اخترمحمد منصور ته هم د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ رابط کس لاسرسی نه لري، تیر ځل د اسلام آباد غونډې اړوند خبرونه دا و چې د ملااخترمحمد منصور په اجازه ملاعباس اخند او مولوي عبداللطیف منصور په خبرو کې ګډون کړی و.

داځل ویل کيږي کومه وعده چې د پاکستان له خوا افغان حکومت ته ورکول شوې وه چې دوېمه ناسته کې به د طالبانو استازي د هغوي په اجازه ګډون ولري او شمیر به يې زیات وي، فکر کيږي چې دغه کار ستونزمن دی او تر ټولو سخت مخالفت يې هم په قطر کې د سیاسي کمیسون غړې کوي.

داچې ملا اختر محمد منصور نور هغه رابط سره نه ویني کوم چې د پاکستان او دوی ترمنځ به يې پېغامونه تبادله کول او چاته يې اجازه نه ده کړي چې د سولې اړوند خبرو کې ګډون وکړي، نو ممکن همدا لاملونه وي چې اوس داسي خبرونه نشر شول چې د ملااختر محمد منصور سره د طالبانو د شورا د غړو اختلاف زیات شوې او د هغه صلاحیتونه به محدودو او یا خو به د طالبانو د مشرتابه څخه عزل کيږي.

دا هم امکان لري چې په پاکستان کې د طالبانو ځينې غړې سره راټول شي او اعلان وکړي چې ملااخترمحمد منصور نور ددوی مشر نه دی، د ملامحمد عمر مجاهد د ژوند او مرګ معلومات نه کيږي، او يو بل مشر به اعلان کړي، دا به هغه کسان وي چې تیر وختونو کې يې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو او هلته د سیاسي کمیسون د غړو د تګ مخالفت کاو، دوی غوښتل چې د طالبانو سیاسي دفتر په پاکستان کې جوړ شي، اوس به همدغه ډله طالبان بیا دا ږغ هم پورته کړي چې دوی د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر دي، او داخبره به هم وکړي چې ملااخترمحمد منصور او سید محمد طیب اغا واک نه لري.

دابه هغه ډله طالبان وي چې په تیرو کلونو کې يې د پاکستان په وساطت په چین او روسيه کې په پټه خبرې کړي، افغان حکومت سره يې مسلسل ناستې درلودلي، کابل او کندهار ته يې پټ تګ راتګ کاو، د افغان حکومت مادي مرستې يې ترلاسه کړې.

دا به هغه لوبه وي چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي يې بهرنیانو ، افغان حکومت او پاکستان خوب لیدی، د لنډ مهال له پاره به د بهرنیانو، افغان حکومت او پاکستان دا خوب رښتیا شي، خو د جنګ جرړه، د امنیت خرابوالی به همداسي پاتې وي، د سولې هره هڅه به ناکامه وي.

يواځي دومره به وشي چې طالبان به ووېشل شي چې د وېشلو نښې نښانې يې دادی تر سترګو کيږي، له دی مخکې هم ملامعتصم آغا جان دغه هڅه کړي وه خو ناکام شو، ولي داځل د ملاجلیل اخند په مهارت د ملامحمد حسن رحماني په مشرتوب چې ملا عبدالرزاق اخند ، ملامحمد عیسی اخند او ملا محمد صادق اخند هم به هم ورسره همږغې او ملګرې وي، د ملاعباس اخند اړوند د ملااخترمحمد منصور او ملاجلیل ملګرې محتاط دي.

دا چې ننني خبرونه د سید محمد طیب آغا د استعفی ورکول کیږي، زما په نظر همدغه لړۍ ده، ځکه د طالبانو په اعلامیو کې واضح شوې چې د سولې خبرو بشپړ واک د سیاسي کمیسون سره دی او هغوی د طالبانو مشرتابه ته مسؤلیت لري.

د سیاسي کمیسون واکونه هغه وخت لا نور زیات شول چې په مرې کې د پاکستان تر فشار لاندي طالب استازي د افغان حکومت سره خبرو ته کینول شول.

اوس که د سیاسي کمیسون د واک محدودیت وي او یا د هغه استعفی وي، هغه باید د ملامحمد عمر اخند له خوا تایید شي، او ملامحمد عمر اخند خو همدي پرون خبر ورکړ چې هغه مړ دی.

که د سید طیب آغا استعفی ملااخترمحمد منصور ته وړاندي کیږي، نو پرون خو همدا خبره کیدله چې دهغه واکونه هم محدود شوې، او بې واکه شوې، آیا طیب اغا له دي څه نه دي خبر؟

ښکاري چې لوبه په افغانستان کې د جګړې اوږدیدو او د سولې له لاري امتیاز اخستلو له پاره روانه ده، پاکستان هم د خپل امتیاز هڅې کوي، طالب هم د امتیاز او خپلواکې هڅې کوي، افغان حکومت هم د زیات امتیاز هڅه کوي.

يوه خبره ډیره روښانه ده، که افغان حکومت د طالبانو پر سر پاکستان ته امتیازات ورکوي نو دغه پوښتنه به افغان ولس له طالب څه کوي، او راتلونکې نسلونو ته به طالب ځواب وایې. ځکه افغان حکومت خو به ووايې چې ما د طالب پر سر دغه امتیاز پاکستان ته ورکړ، که طالب سولې ته په خپله خوښه حاضریدای نو داکار مې نه کاو، بدنامې يې طالب ته ده. ولي دا پلان دی، داسي جوړ شوې چې د افغانانو دغه اوږده او لویه جګړه چې ناټو يې ماتې ورکړه په اوبو لاهو کړي، بیا څوک ونه وایې چې افغانانو ناټو ته ماتې ورکړه، داخبره به کيږي چې طالبان د پاکستان د ګټو له پاره جنګېدل او دهغوی مزدوران و.

او داخبره هم کول په کار ده که افغان حکومت او پاکستان هڅه کوي طالبان په ډلو وویشې نو بیا به د یوه ادرس پر ځای په څو ادرسونو پسې لالهانده وي، د يوې ډلې پر ځای به له څو ډلو سره مخ وي، او تر ټولو مهمه دا چې بیا به له نظامې طالبانو سره څه ډول تفاهم کوي؟

په کار ده چې د طالبانو د وېش هڅه ونه شي، د سیاسي کمیسیون په ګډون په خپلواک ډول طالبانو ته حق ورکول شي چې د سولې مذاکرات په خپله خوښه پرمخ يوسي، تر ټوله لنډه او اسانه لاره يې د طالبانو د قطر دفتر په رسمیت پېژندل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزئ

د اسلامب امارت مشرتابه او سیاسی دفتر نه استقامت پکار ده او بری هم په پوره ثبات کی نغښتی ده ملت ښه پوهیږی چی طالب څوک او څه غواړی له مجبوریت نه یی څوک ګټه اخلی او د پاکستان سپین سترګی پالیسی هم هر چاته جوته ده تر ټولو عمده ستونزه هم داده چی کله یو میلمه د چا کورته ورځی باید د د رسمی دروازی نه داخل یی نه دا چی د دیوال نه وراوړی یا د سرای په یو ټیټ او نړیدلی ځای پسی ګرزی تر څو کورته داخل یی که څوک واقعا مذاکرات غواړی لمړی دی د… نور لوستل »

شاه ولیکوټي

واه مطمئن صاحب زبردست نظر دي وړاندي کړی ، باکستان ته امتیازات ا فغان حکومت ورکوي ، طالبانو دسولي لپاره خپل معلوم ادرس دپاکستان دباندي خلاص کړی ؤ ، دافغان حکومت دچیغو او نارو څخه وتړل سو ، تاریخ به دافغان حکومت دغدر او بي ایمانۍ پوښتنه دطالبه کوي ، چې دزخمي دعلاج لپاره په ټول دنیا کي ځای نه لري ، او د دښمن دخیانت پوښتنه تاریخ له ده څخه کوي ، مطمئن دلیکنو دتبدیلۍ څخه معلومیږي چې خپل اصل ته روان یې ، الله جل جلاله موږ ټولو ته هدایت وکړي .

ارشاد

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=114358482242200&id=100010041455230 دانګریزانو سره سوله دمسلمه امت په زیان ده که په ګټه ؟ Janwak Irshad دمسلمه امت وروستي قوت له زوال سره مخ کیږي په اندلس کې داسلامي حکومت پای په دوولسم جمادي الاخر ۸۹۴ هجري سپوږمیزکال دقسطلې پادشاه له ملکې ( ازبیلا ) منظمو توپونو او پوځونو سره دغرناطې ترڅنګ راورسېدلو، او له رارسېدلو سره یې شنه باغونه ، خړوبه فصلونه او آباد کلي تالا والا کړل ، اودمسلمانانو د وینو لښتي یې وبهول ، غرناطې ته مخامخ چي راورسېدلو، له پوځ سره دېره شو، او ښار یې محاصره کړ، دښارخلک چي محاصره شول او له خپل ژوندانه څخه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د شملزی خور د خبرو په تایید زه به هم د مطمن صاحب د لیکنی په اړه څه ورزیات کړم او هغه داچه : که د اسلام د راتګ د پاره د کفارو سره د مشوری او د هغو د هوکړی اړه وه ، اسلام به کله هم نه وی نازل شوی او نه به مسلمانان بریالیتوب ته رسیدلی وی ، مګر دا د مخلوق نه د خالق انتخاب او خوښه وه الله ج فرمایی زه به دا دین او د دی دین پلویان بریالیتوب ته رسوم که څه هم د کفارو دا خبره نه خوښیږی . هو دا د… نور لوستل »

غ.ح.ع ولی

پښتو می لږ و ډېره زده ده خو د شنونکی په مانا نه پوهیږم که مانا ئی تحلیلګر وی خو بیا دا سؤال راته پیدا کیږی چه یو تحلیلګر څنګه کولای شی چه ادعا وکړی چه طالب! یو مستقل موجودیت دی او څنګه ادعا کوی چه د ملا عمر په نوم یو واقعیت وجود لری؟ نن یو وړوکی هم پوهیږی چه د اولی ورځی هم د عمر په نوم یو حقوقی او حقیقی شخص وجود نه درلود بلکه ددې###نوم یوه سایه موجوده وه چه طرح ئی د لندن په###جیب کی جوړه شوې او د پښتون بیده قام ته را ولېږدول… نور لوستل »

سبا ظاهر

زه ددغه ورور (غ ح ع ولي) دا پوښتنه کوم چی دی دا خبره کوی چی ملا عمر نشته او دا هسی یوه سایه او یا سوری ده
ایا سایه بغیر د وجود نه راتلی شی؟

سبا ظاهر

دحریا شملزی د لیکنی څخه ډیره مننه
جزاکم الله الف خیر .

حنيف

زما عقيده هم همدا ده جي ملا عمر نشته, كه دطالبانو دحكومت به وخت كي كه جا ليدلي وي هغه هم محدود شمير, خو ما بخبله نه مخامخ ليدلي او نه حتى به كوم ويديويي كليب كي او نه مي يي حتى يقيني عكس ليدلي, بدي انترنت ويب بارو كي كله يو عكس خور شي جي دا ملا عمر دي كله بل عكس, دخلكو نه يي بالكل لاره وركره كري… نو بدي اساس زه خبله شخصي دملا عمر به موجوديت – به اوس وخت كي دطالبانو دمشر تابه به حيث – عقيده نه لرم, خو به عين وخت كي دعا… نور لوستل »

Khalid

محترم حنیف صاحب په لاندی لینک کی داسلامی امارت د یو کس مولوي عبدالرحمن اخندزاده حفظه الله صوتی بیان ده تر آخره یی په غور واوره لینک داده
http://yourlisten.com/Abdulhadi.Afghani/afobiloqood

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x