افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر د خپل مشر د استعفا ګنګوسې رد کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو سیاسي دفتر چې په ټویټر کې يې نوی حساب خلاص کړی، هغه ګنګوسې یې رد کړې چې ځینو پاکستان ته نژدې رسنیو خپرې کړې وې، چې ګواکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، محمد طیب اغا استعفا ورکړې ده.

پاکستان ته نژدې رسنۍ داسې مهال ګنګوسې خپروي، چې د طالبانو سیاسي دفتر د پاکستان په نوښت له افغان حکومت سره د خبرو اترو مخالفت کړی.

د طالبانو سیاسي دفتر لیکي: «د سیاسي دفتر د مشر د استعفا کومې اوازې چې خپرې شوې دي، حقیقت نه لري». د طالبانو سیاسي دفتر زیاتوي: «سید محمد طیب اغا اوس هم د سیاسي دفتر مشري پر غاړه لري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

کور مو ودان ، باید په هر مجاهد پسي چې پروپاګند خپریږي باید همدغه سي سمدستي یې رد کړي چې مزدورو رسنیو ته دغپیدو اسباب په لاس ورنسي .
لوبه ډیره تیزه روانه ، طالب په یوه صورت کښې دکامیابۍ منزل ته ځان رسولای سي چې دمشره ترکشره خپل صف متحد وساتي ، که خپل په منځ کي سره جوړ دي او نه ، خو داخبره په یاد ولری چې ددښمن څخه دښو امید مه لری او مه دهغه چا څخه امید لری چې ستاسي په ټوټه کیدو کښې ګټي نغښتي وي .

سبا ظاهر

د ټولو مجاهدینو ورڼو څخه په کلکه غوښتنه کوم چی د دښمن په پراپګندا ونغولیګی چی کله را ته د طیب اغا د استعفا خبره کوی او کله د ملا محمد عمر مجاهد د مړ ینی خبره کوی
مجاهدین وروڼه باید د مقناطیس خاصیت خپل کړی او خپل اتحادی صف مضبوط وساتی.

Sami

دروغ ګناه کبیره ده

التاور من التاوانی دوو چندانی البیل من الهیچ قیصه ده

تیره شپه مسقیم له اغا صیب لس دقیقی وغګیدم

سپیره دروغ وایاست

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x