ټولنیزه برخه

که یو بل وزغمو نو…

جمشید عمر عمر

زغم د اسلام سپیڅلي دین بنسټیز اصل او د مسلمانانو دینې او اخلاقي دنده ده. د زغم سره صبر، حلم، بخښنه او حوصله مترادفي کلمې دي او په دري او اردو کې ورته رواداری وایي.

د زغم لغوي مانا منل دی او په اصطلاح کې د نړۍ پر مخ ګڼ شمېر کلتورونو، د ژوند لارو چارو او د انسانیت بېلابېلو ډولونو ته درناوی، منل او هغوی ته د قدر په سترګه کتلو ته زغم وایی.

په ساده اصطلاح زغم معنا د یو څه یا د چا په مقابل کې له حوصلې نه کاراخیستلو ته وایي. لکه لیدلې به مو چې په ښار کې ددو کسو ټکرکول چې په نتیجه کې دواړو لوري ته تلفات واوړي او یا یې ځای حوزه شي.

یو متل دی چې وایي ( که تا ویل چې زه یم او ما ویل چې زه یم، نه به ته یې او نه به زه یم، که تا ویل چې ته یې او ما ویل چې ته یې، هم به ته یې هم به زه یم) یا وایې چې صبر تلخ است ولی بر شرین دارد.

دا د دنیا ستونزي همداسی دي خو که په مقابل کې له زغم نه کار واخلو نو بی له شکه چې کامیابه یو او کنه نو بیا یې نتیجه پښیمانې او حتی دښمني ده.

که کلو او بانډو ته نظر وکړو، نو ګورو چې ډیری دښمنی د همدغه یوي کلمي نه چې په ځانونو مو نه ده منلي، پیدا کیږي لکه د پټې په سر لانجه، د کوڅې په سر، د ددو ماشومانو په سر او حتی د یو بل د خبرو په سره چې خبره یې بیا دښمنیو ته ورسیږي.

موږ وویل چې د زغم سره مترادفه کلمه صبر دی. د صبر په اړه قرانکریم ښکاره ثبوت دی چې الله ج وایي: ((یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اسْتَعِینُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِینَ)) ژباړه: ای مؤمنانو د الله ج نه په صبر او لمانځ کولو مرسته وغواړی بیشکه زه د صابرکوونکو سره یم.

د اسلام مبارک دین ته نظر وکړو نو ګورو چې له هماغه ورځې نه چې محمد (ص) په پيغمبری مبعوث شو نو د مشرکینو، یهود او نصاراو ورسره دښمني پیل شوه؛ او کله به چې محمد(ص) دستونزو سره مخ شو، نو الله ج به ورته د صبر تلقین کولو چې صبرکوه.

که د طایف سفر ته نظر وکړو نو رسول الله (ص) د ډیرو وهلو نه مبارکې پڼې یې له وینو ډکې شوي هماغه وو چې الله ج ورته جبرائیل امین روالیږه او ورته یې وویل چې سوال وکړه چې الله (ج) پرې ځمکه سرچپه کړي، هغه مبارک ورته وویل چې: یا الله ته دوی ته هدایت وکړي دوی نه پوهیږي. ګورو زموږ رسول الله (ص) دلته د صبر او زغم نه کار اخیستی دی نو موږ خو باید چې د ستونزو په مقابل کې د زغم او صبر نه کار واخلو.

په اوس وخت کې په افغانستان کې چې فکري جکړي خلک داسي یو حالت سره مخ کړي چې هیڅ د زغم او حوصلی تاب نه لري، په وړو وړو معاملو جنګونه، چې دا ټول د تعصب زیږنده ده.

پیغمبر (ٌص) د انسانانو د رنګ، نژاد، ژبې او قبیلی د توپیر پرته د هغوی د برابرۍ په اړه فرمایلی دی:

د اسلام سپېڅلی شریعت ټولو وګړو ته د ژوند کولو، شتمنۍ درلودلو، کورنۍ درلودلو، هغوی ته د درناوی او د ضمیر د آزادۍ حق ورکړی خو دا ټول شیان بیا د حرامو، حلالو، مشروع او نامشروع په چوکاټ کې قید دي.

د اسلام سپېڅلی دین د انسانانو په برابرۍ او عدالت باندې ډېر ټینګار کوی چې دواړه پرته د زغم څخه لاس ته نه راځی.

ځینې وای: که یو بل وزغمو نو زموږ د شخصیت د څرګندیدو نښه ده. که یو بل وزغمو نو په ټولنه کې به یو بل ته دمنلو وړ وو او دنفرت حس به له منځه یوسو.

او ځیني بیا دا هم وایې چې: پدې خاطر د زغم عنصر نه لرو چې یوله بله ځان جیګ ګڼو مطلب دا چې ټول من یو او نیمنی نشته
د افغانستان ناامنیو داسی بی حوصلی کړي یو چې هیڅ یې منلو ته غاړه نه ږدو. هریو من دی، په منلو یې ددنیا او اخرت ګټه او په نه منلو یې افسوس او پښیماني ده ریښتیا هم چې هریو ځان من ګڼو او پایله یې هم بیا افسوس او پښیماني ده

باید چې یو دبل په مقابل کې له زغم نه کار واخلو هم به مو ژوند خوشحاله تیر شي او هم به مو د الله ج حکم په ځای کړی وي. که یو چا درته یوه خبره وکړه، پوهیدی چې خبره جنګ ته ځې نو وی زغمئ او تري تیر شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x