شهید او شهادت ( پنځه ویشتمه برخه )

ليكوال: م. محمد نعيم

شهید په قرآن کریم کې:

د ( شهید ) ټکی په قرآن کریم کې په هغه معنی نه دی راغلی، په کومه معنی چې په مبارکو احادیثو کې راغلی، خو د ( شهداء ) ټکی چې د ( شهید ) جمع دی، په قرآن کریم کې دوه ځایه دهغو کسانو په معنی راغلی چې په جهاد کې ووژل شي، په لومړی ځای د ( شهداء ) ټکی په خورا صراحت سره د شهیدانو په معنی راغلی، الله جل جلاله په څلورمه پاره کې داسې فرمايي: (إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ )

ژباړه: که تاسو ( مسلمانانو ) ته ( د احد په ورځ ) مرګ ژوبله ورسېده، نو دې خلکو ( مشرکینو ) ته هم همدا ډول مرګ ژوبله ( د بدر په ورځ ) رسېدلی وه، دا خو ورځې دي، د خلکو تر منځ یې اړوو را اړوو، تر څو الله جل جلاله په ظاهري علم سره هغه کسان چې ایمان یې راوړی وپېژني، او له تاسو نه شهیدان غوره کړي، او الله جل جلاله ظالمان نه خوښوي.

امام الوسي رحمه الله په خپل تفسیر ( روح المعاني ) کې وايي: { وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء } جمع شهيد وهو قتيل المعركة وأراد بهم شهداء أحد كما قاله الحسن وقتادة وابن إسحق )

ژباړه: شهداء د شهید جمع ده، او شهید په جګړه کې وژل شوي کس ته وايي، او الله جل جلاله دلته د احد شهداء ښيي، لکه حسن بصري، قتادة او ابن اسحاق چې ویلي.

امام ابو حیان الاندلسي په خپل تفسیر ( البحر المحیط ) کې د همدې ټکي په تفسیر کې وايي: (أي بالقتل في سبيله ، فيكرمهم بالشهادة . يعني يوم أحد )

ژباړه: ( و یتخذ منکم شهداء ) یعني الله جل جلاله په خپله لاره کې دوی د شهادت لپاره په وژلو سره غوره کوي او په شهادت یې نازوي، د احد ورځ ښيي.

امام زمخشري په خپل تفسیر ( الکشاف ) کې د آیت د نوموړې برخې په تفسیر کې داسې وايي: (وليكرم ناساً منكم بالشهادة) ژباړه: او تر څو له تاسو نه ځینې خلک په شهادت ونازوي.

نورو مفسرینو کرامو هم د ( شهداء ) تفسیر د هغو کسانو په معنی کړی چې دالله جل جلاله په لاره کې وژل شوي وي.
که لږ پام وشي، د آیت کریمه له سیاق او سباق نه په ډاګه جوتېږي چې په دې آیت کریمه کې د ( شهداء ) له ټکي نه هغه کسان مراد دي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي وي؛ ځکه خبره د جهاد او مجاهدینو، د الله جل جلاله په لاره کې د وژل کېدو، په ځانګړي ډول د احد د غزا اړوند ده.

د یادونې ده چې دلته شان نزول خاص دی، یعني دا آیت کریمه د احد د شهیدانو په اړه را نازل شوی، خو حکم یې عام دی، د تفسیر داصولو قاعده ده چې د شان نزول خاصوالی خامخا د حکم په خاصوالي دلالت نه کوي، بلکې ډېری ځای د یو آیت کریمه شان نزول خاص وي، خو حکم یې عام وي.

په آیت کریمه کې الله جل جلاله له شهیدانو سره د اتخاذ فعل ذکر کړی، اتخاذ فعل د علم صرف د اصولو له مخې د افتعال په وزن دی، او د افتعال باب له خاصیتونو څخه یو خاصیت په غور سره اختیارول او غوره کول دي. الله جل جلاله چې شهیدان غوره کوي، معنی یې دا ده چې هر څوک نه شهیدانېږي، یوازې هغه څوک د شهادت لوړ مقام ته رسي چې الله جل جلاله یې د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې غوره کړي؛ ځکه شهادت څه وړه خبره نه ده! د شهادت مقام ډېر لوړ مقام دی، الله جل جلاله هغه کسان ورته غوره کوي چې د الله جل جلاله خوښ وي، په دې معنی چې شهید د الله جل جلاله دوست دی، د الله جل جلاله غوره کړی شوی میلمه دی!

په دنیا کې که یو پادشاه څو تنه خپل دربار ته د ورتلو لپاره غوره کړي، په ټوله نړۍ کې یو ځوږ جوړېږي چې پلاني پادشاه یا ولسمشر پلانی او پلانی خپل ملاقات ور غوښتي، یا یې خپل دربار ته د ورتلو لپاره غوره کړي، او ټول خلک د غوره کړی شویو کسانو لپاره دا یو ستر ویاړ او عزت ګڼي.

دا چې د ځمکو او آسمانانو خالق، د انس او جن رازق، د دنیا او آخرت، د جنت او دوزخ مالک جل جلاله د خپل دربار او دیدار لپاره له مجاهدینو څخه ځینې کسان غوره کوي، څه فکر کوئ چې څه وړه خبره ده! یقینا چې ډېر ستر ویاړ او لوی کرامت دی.
په قرآن کریم کې دوهم ځای هم ( شهداء ) ټکی هم د شهیدانو په معنی راغلی، خو ځیني مفسرین کرام فرمايي چې په دې ځای کې د ( شهداء ) معنی عامه ده، هم د هغو کسانو په معنی راځي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي وي، او هم د نورو شهیدانو په معنی.

الله جل جلاله په سورت النساء کې فرمايي: (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (69)

ژباړه: او څوک چې د الله او رسول خبره ومني، نو دا کسان به له هغو کسانو سره وي چې الله جل جلاله پېرزوینې پرې کړې دي، چې هغوی انبیاء، صدیقین، شهداء او صالحین دي، او له دې خلکو سره ملګري ډېر لوړ ویاړ دی.

په دې آیت شریف کې هم د ( الشهداء ) ټکی د شهیدانو په معنی راغلی، د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما په تفسیر کې داسې دي: { والشهدآء } الذين استشهدوا في سبيل الله ) ژباړه: ( او شهداء ) هغه کسان چې د الله جل جلاله په لاره کې شهیدان شوي وي.

نور بیا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د