نظــر

ولسمشر غني، ډارن پاچا که عادل پاچا؟؟ 

لیکوال: پیاوړی ځواک

له کله نه چې د ولسمشر غني د ولسمشرۍ اوازې خپرې وې، د لومړۍ لیکې خبره یې عدالت وه. ده به له اوله په خورا ترنمي آواز او په خپله خدای ورکړې خچنه لحجه دا خبره دېکلمه کوله چې هېڅ افغان له بل افغان زیات نه دی او هېڅ افغان له بل افغان کم نه دی. خلکو به کله کله دغه خبره د باور تر سرحده بدرګه کوله، ځکه کله کله به بې کنټروله خندا او غیرارادي حرکتونه د ده له وجوده په غیر ارادي توګه راوتل.
د ده عدالت هغه وخت ښه مالوم شو چې کله یې په دویم پړاو کې په اصطلاح د هېواد له دویم کس عبدالله عبدالله سره د ارګ په ټنبله چوکۍ جنګونه پیل شول. د هېواد پیاوړو څېرو به همدا ورته ویل چې ستا دریځ ډېر روښانه دی، هغه دا چې د افغانستان په اساسي قانون کې په ښکاره لیکل شوي، څوک چې پنځوس سلنه جمع یو پوره کړي، د هېواد ولسمشر دی. ده خپل دغه دریځ نه شوی په ډاګه کولی. ډاریده، د عبدالله عبدالله له یوې ګواښوونکې خبرې سره به ۱۵ ساعته له شاک څخه نه راوتلو. په وروستیو کې یې دغه ډار تر دې کچې راورسېد چې په ښکاره یې چېغې وهلې چې ما ارګ ته دننه کړئ، نور نه د اساسي قانون پلي کول غواړم او نه ټول وزارتونه.
د ده دې پریکړې تر ده تاو علمي حلقه سخته ودردوله. د ده همدغه پریکړه د هېواد د ناورین او بربادۍ لپاره د بنسټ لومړۍ ډبره شوه او په دې سره ډېرو روڼ اندو له ده څخه لارې جدا کړې. دی په خپله ښه خوښ و، ځکه د ده آرمان یوازې او یوازې د ارګ څوکۍ وه نه د هېواد سمسورتیا او پیاوړتیا.
عدالت نور له ده تللی و، شاوخوا یې لنډغر وو. هر څه به یې چې ویل ده ته د منلو وړ و، حتی څو ځلې یې دوکه هم ورکړه. د لوړو زده کړو وزارت د ده په پچه رسېدلې و، خو همدا اوس یې مشري لنډغر کوي.
لنډغرو د ده په واسطه پښتنو ته د کندې ایستلو لارې چارې پیل کړې. د افغانانو لومړنی ولسمشر یې ترې پردی کړ، د پخواني حکومت په سیاست کې پاخه پښتانه یې په کور کېنول. لنډغرو ده ته ډاډ ورکړی چې د شمال ملېشې دې ساتي، له هېچا مه وېرېږه؛ دی ملامت نه دی ځکه ده د افغانستان تاریخ نه دی مطالعه کړی او دا یې هېر دي چې زموږ پخوانیو د قدرت خاوندانو چې کله په پردیو تکیه کړې، پایله یې څه وه.
د ده د حلقې ځینې پټ سترګي خو اوس هم په دې فکر کې دي چې غني عادل دی، دوی یې بېلګې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ لپاره د کمیسیون ټاکل بولي؛ خو دوی ناخبره دي چې دغه عدالت یې د ډار له کبله دی او د ټلوالې لنډغرو په ښکاره الفاظو په همدې توګه ورته ویلي چې که د پښتنو دغه وتلی سیاسي لوبغاړی دې کمزوری کړ، بیا به دې ساتنه سل په سلو کې کره شي.
د ده حلقې ته وایم، که دی عادل وي؛ نو په ځینو وزارتونو کې د پچو تر تړونونو هم غلاوې وشوې. معلم صاحب عطا په ښکاره وویل چې د ده د ښي مټ وزیر معصوم ستانکزی د برهان الدین رباني قاتل دی، خو دی پټه خوله دی له ډاره هېڅ غږ نشي کولی. عبدالله عبدالله د پښتنو ټول قوم ته د (ګوسفندانو) کلیمه استعمال کړه، خو دی له ډاره چوپه خوله دی. په عبدالباري جهاني باندې د متعصب نوم کېښودل شو، ده یې په وړاندې غوږ هم ونه ګرولو او په سلګونو داسې نور…
اوس نو قضاوت تاسو وکړئ چې ولسمشر غني عادل پاچا دی، که ډارن پاچا؟ آیا ده هغه شعار عملي کړی چې هېڅ افغان له بل کم نه دی، او هېڅ افغان له بل زیات؟
وما علینا الابلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

ښاغلی پیاوړی ځواک

اشرف غني پریږده چې هغه خلق خوشحاله وساتي چې ده افغانستان ورباندې خرڅ کړی دی دی کله د افغانانو پوښتنه کولای شي
الله دی یو وار ما ورته پادشاه کړي قسم ده چې غنې او ده غوندې کسان به په قبر کې محاکمه کوم
اشرف غني ملي خاین دی او زمونږ ګران هیواد یې په ټوله نړی د لیلام بازر ته ایښی دی
هدایت یې په نصیب شه

حریا شملزئ

غنی په ټوله غربی نړي هیواد ناموس او زموږ حریت و پلوري یوازی یو مکار ‘ عیار ‘ غدار له غیر مشروع لاری. دنړی و پاک وجود ته راغلی پاکستان پاتی و چی په هغه مو هم اوس غنی او ملګری یی لګیادی چی دکونډي ورینداری د سر پړونی و پلوري

عزام افغان

غنی که دافغان ولس خواخوژی وای اودغربی گٹولپاره یی پرافغان ولس خپل واک نه چلولای نو دخپلواکی په لومڑیوکی به یی خبیثویھودوته ددائمی اڈوقباله نه ورکول غربیانوراوست اوواک ته په رسیدلوسره سم یی خپل ھدف زینی ترلاسه کڑ.خونه به یی داسلام له بچیانونه غربی باراران په اڈوکی په ارام ساواخلی اونه به دی خائن په ارگ کی دارام گوله خولی ته پورته کڑی.داملت ٹول دده اودده دلاس پوسوغوندی مڑ بی ضمیره اوبی واکه نه ده بلکی په دی ایروکی لاداسی سپرغی شته چی الله تعالی بیرته داسلام ڈیوه پری روشانه کڑی ان شاءالله.

مرد مومن

نوم دی پیاوړی ځواک لیکلی خو دیر کمزوی بی غیرته ښکاری. ستا د خچنی لهجی هم شکاری څی ته څونی په اوبو کی یی. ته د کومو پیاوړو سیاسی پشتنو خبره کوی؟ ایا کرزی ستا پیاوړی و، پاروک وردګ دی پیاوړی و که رحیم وردګ دی پیاوړی و؟ دا ټول ګرسره غله او رهزنان ول لکه ستا په څیر خپله اصلی څیره و ملت ته نه شکاره کوله په پټه به یی ملت شکنځاوه او لوټلو

پوپلزای

د قوم په مرګ او د دوستم دوس په ظلم اشباز کونی ورشریک دی دا اوس چی په فاریاب کی پښتانه زورول کیژي ددی پوښتنه به د غنی نه کیژي او جواب به یی هم دی وایی. ځکه چی ده دوستم واک ته ورسوی .

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x