افغانستان

وتلی دیني عالم، مفسر او شیخ الحدیث مولوي عبیدالله ایوبي کندهاری وفات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۷مه،۱۳۹۴ل):په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد وتلی فقیهه ، دیني عالم ، مفسر او استاد کل شیخ الحدیث مولانا محمد عبیدالله ایوبي کندهاری د ورپيښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري کورنۍ ته نیږدې سرچینې وايي، چې نوموړي پرون ناوخته د ورپيښې ناروغۍ له کبله د کوټي ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړې او جنازه به یې نن کندهار ښار ته ولېږدول شي.

مرحوم مولانا عبیدالله ایوبي زموږ ټولنې ته د دیني علم د سلګونو زده کوونکو سربېره د تفسیر ایوبي په ګډون لسګونه دیني آثار  په پښتو او عربي ژبه پرېښودل.

د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري په لاس لیکل شوی تفسیر
د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري په لاس لیکل شوی تفسیر

د نوموړي تفسیر ، چې په تفسیر ایوبي مشهور دی او په ۱۹ ضخیمو ټوکونو کې یې لیکلی دی. همداراز یې د اسانه فقه په نوم یو بل پښتو کتاب او نور ګڼ چاپ او ناچاپ اثار زیات مینه وال لرل او د خلکو په وینا دا چې د ارواښاد مولانا ایوبي اقتصادي وضعه پياوړې وه؛ نو زیاتره کتابونه يې په خپل شخصي لګښت چاپول او تر خلکو رسول.

د هېواد دغه وتلی او جید عالم ،چې له سلو کالو څخه زیات عمر یې درلود، له تېرو څه باندې درې لسیزو راهیسې د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په پښتون اباد سېمه کې استوګن و او د تدریس ، تصوف ، تألیف او ترجمې په چارو بوخت و.

د یادونې وړ ده، چې شیخ الحدیث او مفسر مرحوم مولانا محمد عبیدالله ایوبي کندهاري په هېواد کې دننه او د هجرت په دیار کې په سلهاوو شاګردان ، متعلقین او لوستونکي لري.

انا لله و انا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

الله دي په قبرکي هم داسی سرلوړی که زماخوده ډیروخت استاذولو..اللهم اغفرله واجعله من العلماء الذین لاخوف علیهم ولاهم یحزنون..انالله واناالیه راجعون

مولوی دیوبندي

: {إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} ،
اللهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا

حنيف

إنا لله وإنا إليه راجعون
اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه, وأكرم نزله, ووسع مدخله, واغسله بالماء والثلج والرد, ونقه من الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس, اللهم أبدله داراً خيراً من داره، وأهلاً خيراً من أهله، وزوجا خيرا من زوجه, وأدخله الجنة وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النار، وافسح له في قبره ونوِّر له فيه، اللهم اغفر لحينا وميتنا، وشاهدنا وغائبنا، وصغيرنا وكبيرنا، وذكرنا وأنثانا، اللهم من أحييته منا فأحيه على الإسلام ومن توفيته منا فتوفه على الإيمان, اللهم لا تحرمنا أجره ولا تفتنا بعده…

محمد أسلم

کان رحمه الله من الموسوعیین لم یترک رحمه الله فنا إلا وكتب فيه وشرح من الكتب ما احتاج الي الشرح والتفصيل وقام بترجمة عديد من الكتب من اللغة العربية إلى اللغة البشتو وباختصار يكمن ان نطلق على حضرته سيوطي قرن واحدوعشرين . رحمه الله واسکنه فسیح جناته واغفره یارب ان کان مسیئا وزده ان كان محسنا يارب يارب يارب

محمد عامر غزالي هندي

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لو سمحت أريد ترجمة هذا الشيخ الجليل

حماد ابوبکر

إنا لله وإنا إليه راجعون ، اللهم اغفر له وارحمه وتجاوز عن سيئاته ، الله دی ورته بخښنه وکی، زمونږ دعلماوو په حال دی الله ورحمیږی، داسلامی نظام دغیاب په وجه هغوی د صحیح دینی علم څخه محروم ول ، کومی غیر منظمی زدکړی یی چی یو ځای او بل ځای په نامناسبو ظروفو کی کړی په غیر منظم فکر او منهج منتج شوی او بدعات یی زیږولی ، دمسلمانانو دفکری وحدت او نیزدیوالی مخ یی ډب کړی، نه پوهیږم دقران کریم تفسیر څرنګه حنفی کیدای شی؟ ایا فقهی م‍ذاهب چی میدان یی فرعی اجتهادی مسایل دی او دخطا او… نور لوستل »

شهاب

الله دی تری راضی شی قبر دی دجنت له باغچو سخه یوه باغچه وی الله دی کورنی ته صبر ورکری

Khalid

انا لله وانا الیه راجعون اللهم اجعل قبره روضه من رياض الجنه ولا تجعله حفره من حفر النار اللهم اغفر لهم وارحمهم واجعل مثواها الجنه وروڼو حماد ابوبکر ته وإذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما حماد ابوبکر صاحب د تفسیر القرطبی، تفسير شيخ الإسلام ابن تيمية وغیره په باره کی څه نظر لری وروڼو تاسی باور وکړی چی دی تش په نامه اهل حدیثو د اهل سنت په جامه کی واقعی اسلام ټوټه ټوټه کړ له اسلام نه یی خپل د خواهشاتو ملعبه جوړه کړی ده چی څه یی ز‌ړه وی هغه کوی د یوچا د کفر و داسلام لپاره له… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x