افغانستان

د نوزاد ولسوالۍ پر ودانۍ درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۷مه،۱۳۹۴ل): د هلمند نوزاد ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

افغان اسلامي اژانس د نوزاد امنيتي سرچينو له قوله ليکلي، چې طالبانو تېره ورځ راهيسې د نوزاد ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او د ولسوالۍ ودانۍ اوس مهال د طالبانو له لوري محاصره ده.

د سرچينې له قوله طالبانو تر اوسه د ولسوالۍ اړوند پنځه امنيتي پوستې نيولي او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې، مګر دقيق شمېر يې نه دی معلوم.

افغان اسلامي اژانس د خپل خبريال له قوله ليکلي، چې اوس مهال هم د ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيتي پوستو او پي ار ټي مرکز سخته جګړه روانه ده.

د نوزاد ټولنيزې شورا يو غړي محمدالله افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې يوازې د ولسوالۍ ودانۍ، کلينک او يو پوځي مرکز د دولت په لاس کې دی او پاتې ولسوالۍ ټوله طالبانو نيولې ده.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک نوزاد ولسوالۍ کې د روانې جګړې پخلی کوي، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.

بل پلو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدی رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې د نوزاد ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه يې پنځه امنيتي پوستې نيولي او شاوخوا پنځه ويشت عسکر يې وژلي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې جګړه اوس هم روانه ده او طالبان هڅه کوي، چې د ولسوالۍ ودانۍ ژر تر ژره ونيسي.
قاري احمدي د خپلو ملګرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x