افغانستان

مشرانو جرګه: د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون ناقانونه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۷مه، ۱۳۹۴ل): نږدې يوه اوونۍ وړاندې د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون خپله دنده پیل کړه، خو مشرانو جرګه وايي دغه کمیسیون ناقانونه دی.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي چې د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون جوړول او د هغوی له لوري په دې برخه کې دنده تر سره کول د افغانستان له ټولو قوانینو سره په ټکر کې دي.

مسلميار د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي نکولاس هیسم سره په خبرو کې وویل چې د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون جوړول یوه غیر قانوني عمل دی.

دغه پنځلس کسیز کمیسیون چې د ټول ټاکنیز سیستم څېړنه به کوي، وروسته به يې راپور دولت ته وړاندې کوي د روان کال د حمل د میاشتې په دویمه د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو، چې وروسته يې د اجرايوي ریاست د مخالفت له امله د جانداد سپین غر مشر وټاکل شو.

دې کمیسیون د خپل کاري وخت لپاره څلور میاشتې وخت درلود، چې د دې مودې په وروستۍ اوونۍ کې يې کار پیل کړ، خو بیا يې هم ځينې غړي پر غړيتوب پښېمانه دي.

د اصلاحاتو په نامه د دې کمیسیون منشي وږمه فروغ وايي چې په دې کميسیون کې پر غړيتوب پښېمانه ده، هغه وايي چې که پوره وخت ورکړل شوی وايي د ټاکنيز سیستم د سمون لپاره يې ښې طرحې لرلې.

فروغ چې په کابل کې له یو شخصي تلويزون سره خبرې کولې وویل چې دوی په څلورو میاشتو کې هیڅ هم نه دي کړي، په داسې حال کې چې اته ورځې وروسته يې کاري موده بشپړېږي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون مرستيال صدیق الله توحيدي بیا په دې کميسيون کې تېر کړی وخت د «بې کارۍ ورځې» بولي او وايي چې د دوی د «بې کارۍ» کاري موده پای ته په رسېدو ده.

که څه هم د دې کميسیون مشره د اجرايوي ریاست له لوري له دندې ګوښه او پر ځای يې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو ګډونوال جانداد سپین غر وټاکل شو، خو توحيدي وايي چې دې کميسیون د ولسمشر د شخصي ذوق له امله هیڅ نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x