کندز: ځايي قومندان د وژل شوي طالب پر جسد شل زره افغانۍ جایزه ټاکلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۷مه، ۱۳۹۴ل): په کندز کې د دوستم د ملېشو او ګډ حکومت د عسکر په ګډو عملياتو کې یو ځايي ټوپکوال د طالبانو پر ژوندي نیونه، جسد راوړلو او یا هم د مهماتو پر نیولو ځانګړې پیسې ټاکلې دي.

د محمد نبي په نوم دغه ځايي ټوپکوال مشر خپلو ملګرو ته اعلان کړی، چې که يې له طالبانو یو ټانګ ونیو، ۵۰۰۰ امريکايي ډللر خو که يې رینجر موټر ترې ونیو ۳۰۰۰ امريکايي ډالر به وګټي.

نوموړی چې د دوستم تر قومنده لاندې د څلور سوه کسيزې ملېشې مشر دی د ژوندي طالب پر نیولو، سل زره افغانۍ، د زخمي پر سر دېرش زره افغانۍ او د وژل شوي طالب د جسد پر راوړلو شل زره افغانۍ ټاکلې دي.

له امريکايي یرغل وروسته ښايي دا لومړی ځل وي چې د افغان ټوپکوالو له لوري د جسد په تر لاسه کولو هم نقدې جايزه ټاکل کېږي.

محمد نبي نه دي ويلي چې د وژل شوي کس پر جسد يې ولې دغه مقدار ټاکلی او د هغه جسد دوی ته څه په درد خوري، خو تر اوسه د نوموړي پر دې اقدام ګڼې بشري ټولنې چوپې پاتې دي.

محمد نبي چې په قلعه ذال کې د ټوپکيانو مشر دی، له طالبانو نه د پيکا په ترلاسه کولو سل زره افغانۍ خو په کلاشنکوف، راکټ او توپ تر لاسه کولو يې شل زره افغانۍ ټاکلې دي.

ځينې شنونکي د دوستم د ملېشو دغه عمليات په شمال کې د پښتنو پر ضد عملياتو بولي، چې تر اوسه یوازې له المار، قیصار او پښتونکوټ نه تر دريو زرو ډېرې پښتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

د ولسي جرګې غړی او د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځی هم دا مني چې په فارياب کې د طالب په نامه د «پښتانه» پر ضد جګړه روانه ده.

هغه تېره ورځ له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې نوموړي ته له فارياب نه پښتانه زنګونه وهي، چې دوستميان يې د «ټغر په ور ټولولو بوخت دي.»

د پوځي شنونکو په باور د محمد نبي ټوپکوال له لوري د جايزو دغه لیست دا په ډاګه کوي چې په فارياب کې را ټوله شوې ملېشه د کوم احساس له مخې نه، بلکې د اقتصادي مجبوريتونو پر اساس جګړه کوي چې ښايي بريا ونه لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حریا شملزئ
میلمه
حریا شملزئ

که په تیرو 14 کلونو کی طالبانو او افغان ملت د لیلی دشتی انتقام له دوستم او مالک او ملګرو یی اخیستی وای نن به دغه قومندان داسی جرات نه کاوی اوس هم دا یو هوایی خبر ده …

د سنګر طالب
میلمه
د سنګر طالب

سلامونه او نیکې هیلې، د نن ټکي محترم د خبر څانګې ورونو: دغه قومندان نبي ګیچي په فاریاب نه بلکې په کندز ولایت قلعه زال ولسوالي کې یاده جایزه اعلان کړې ده، چې پرون د شپه د یو لړ عملیاتو په پایله کۍ ویل کیږي سخت ټپي شوی، د ټپي کیدلو خبر یې هم ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه ورکړی وو، نو له تاسو څخه مې هیله ده، چې لږ دقت څخه کار اخلئ، ځکه اوس په تاسو خلک ډیر اعتماد کوي، نو الله مه کړه دغه اعتبار ته مو زیان ونه رسیږي، دا خبر امریکا پښتو هم… نور لوستل »