پاکستان : پوليسو د لشکرجنګوي مشر، ۲ زامن يې او ۱۴ افراد وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، زمری ۸ مه، ۱۳۹۴ل) : پاکستاني رسنيو خبر ورکړ چې پوليسو د لشکر جنګوي ډلې پخوانی مشر ( ملک اسحاق )، د ده ۲ زامن او د دغې ډلې ۱۴ غړي وژلي دي.

دوی نن سهار د جنوبي پنجاب په مظفرګړ سيمه کې د صدر په نوم تاڼې ته نژدې وژل شوي.

سيمه ييزو پوليسو رسنيو ته ويلي چې ملک اسحاق، دوه زامن يې او د دغې ډلې ۵ نور غړي يې د هدفي وژنو په تور نيولي وو، پوليسو د دوی د نورو ملګرو د نيولو او د اسلحې د ډيپو معلومولو لپاره شاه والا سيمي ته روان کړي وو چې هلته د ډلې نورو افرادو په پوليسو باندې د ملګرو خلاصولو په موخه بريد وکړ او نښته رامنځته شوه.

پوليس وايي په نښته کې يې ملک اسحاق، د ده ۲ زامن عثمان او حق نواز او د ډلې د فعال غړي رسول شاه په شمول ۱۴ تنه ووژل، د دوی ۶ نور ملګري له سيمي روغ وتلي.

د وژل شويو کسانو مړي سيمي ته نژدې ايچ کيو روغتون ته د اتوپسي يا پوسټ مارټم لپاره ليږدول شوي.

د پوليسو د ادعا له مخې له هغه کوره چې دوی پکې اوسېدل، زياته سپکه او درنه وسله نيول شوې ده.

په پېښه کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دوی د ۶ تنو ټپي کېدل منلي.

د يادې ډلې پخوانی مشر ملک اسحاق له څو نورو افرادو سره ۶ ورځې مخکې په ملتان ښار کې د پوليسو لخوا نيول شوي وو.

لشکر جنګوي په پاکستان کې يو له هغو فعالو ډلو څخه ده چې د حکومتونو لخوا د کشمير ګټلو لپاره جوړه شوې وه خو له دې وجې چې له حکومت سره يې اړيکې خړې شوې وې، له ډيره وخته يې په فعاليتونو پابندي لګول شوې وه.

نژدې يو کال وړاندې د پاکستاني پوځ وياند او د آی ايس پي آر مشر ميجر جنرل عاصم باجوه په خبري ناسته کې له دغې ډلې سره تعلق رد کړ او ويې ويل چې هيڅ رابطه ورسره نه لري.

لشکر جنګوي ډله له څه وخت راهيسي د پاکستان په ټولو ښارونو په ځانګړې ډول په بلوچستان ايالت کې د شيعه ګانو په هدفي وژنو تورنه ده.

تر اوسه پوري د يادې ډلې لخوا رسنيو ته د پېښې په اړه څه نه دي ويل شوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد بارکزی
میلمه

دا نفر هم داسی ښکاری لکه ملا عباس اخند او پاکستان داسی تروریستان زیات لری چی لکه تشناب کاغذ له استعمال نه وروسته غورزوی زموږ کوم افغانان چی دوی ته کار کوی یو ورڅ به همداسی لمنځه ځی